تاند- د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال سبا /پنجشنبه/ پاکستان ته ځي چې د دغه هیواد د خزانې له وزیر سره د دوو هیوادونو پر مالي او سوداګري مسایلو خبرې وکړي.
ښاغلی زاخېوال په داسي حال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې پاکستان د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني د اسلام اباد د لومړني سفر لپاره تیاري نیسي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف او نورو چارواکو سره د خبرو لپاره ژر اسلام اباد ته لاړ شي.
ګومان کېږي چې اسلام اباد ته د ښاغلي زاخېلوال په سفر کې به د دوو هیوادونو د مشرانو د خبرو اجنډا او د احتمالي موافقو سریزې برابرې شي.
د افغ��نستان د مالیې وزیر به سبا د پاکستان د خزانې له وزیر محمد اسحاق ډار سره خبرې وکړي.
نن /چهارشنبه/ د پاکستان د خزانې وزیر د افغانستان د ملیې له وزیر سره د خپلو خبرو د اجنډا په اړه د خپل وزارت له چارواکو سره سلا مشوره وکړه.
افغان سوداګر له پاکستانه د ترانزیت په برخه کې زیات شکایتونه لري او دغه راز وايي چې د کراچۍ په بندر کې ورته اسانتیاوې نه برابرېږي، مال یې ډېر ځلي قصداً ځنډول کېږي او اضافي محصول ورڅخه اخیستل کېږي.همدا علت دی چې افغان سوداګرو د ایران لارو ته مخه کړې ده.