احمدولي سرحدي – د زابل امنیتي چارواکي خبرورکوي چي امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۰وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د دې ولایت امنیت امر وايي چي دنوبهار ولسوالۍ يې په بشپړه ډول دمخالفینو څخه پاکه کړې او په یاده ولسوالۍ کې يې دامنیت دخودیتوب په موخه ۲۰ سیمه ایز پولیس په دنده وګومارل؛

دزابل امنیت امر ډګروال غلام جیلاني خان فراهي درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي دتیري یوې اونۍ راپدیخوا يې ددې ولایت په نوبهار او ارغنداب ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو په وړاندي چاڼیز عملیات پیل کړي او تردې مهاله پوري يې ۶ وسله وال وژلي، ۴ ټپیان کړي او دهغوی څخه يې یوشمېر سپکي او درنې وسلې هم نیولي دي.

ښاغلی فراهي وايي چي دنوبهار ولسوالۍ يې په بشپړ ډول دمخالفینو څخه پاکه کړې اودخلګو دښه امنیت په موخه يې ۲۰ سیمه ایز په دندو وګمارل ترڅو شپه اوورځ دخلګو دپاره دامنیت خوندي کړي.

بل لورته مو بیاهڅه وکړل چي پدې اړوند دطالبانو نظرهم واخلو خو پدې بریالي نشولو.

په زابل کې وسله والو طالبانو ته پداسي حال کې مرګ ژوبله اوړي چي پدې وروستیو کې دهیواد امنیتي حالت دپخوا په پرتله کړکیچن شوی دی اوترډیره حده يې امنیتي چارواکي په کابو کولو کې پاته راغلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *