د توکیو کنفرانس د ژمنو پرعملي کیدو د حساب ورکونې کنفرانس پرون د افغانستان د نېږدې شپیتو مرستندیو هېوادونو په ګډون په داسې حال کې پیل شو، چې ډېرو افغانانو ته د یادو ژمنو په عملي کولو افغان دولت او نړیوال مرستندویان یې دواړه پاتې او ملامت ښکاري.
د دې کنفرانس هدف دا ښودل شوی،چې افغان دولت او نړیوال مرسته کوونکي به یې د توکیو د ۲۰۱۲ کال په کنفرانس کې یو بل ته د ورکړو ژمنو د عملي کیدو په اړه یو بل ته حساب او قناعت ورکوي.
په توکیو کنفرانس کې نړیوالو مرسته کوونکو په دې شرط ترڅلورو کلونو پورې د شپاړس میلیارده ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه،چې د حکومتوالۍ پرښه کولو سربېره به له اداري فساد سره مبارزه او د راتلونکو ټاکنو روڼوالي ته کارکوي.
د ځان خلاصونې زوړ تکتیک
د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټرعمرزاخېلوال په دغه کنفرانس کې ویلي چې فساد تراوسه پورې په افغانستان کې د ډېرو پلانونو مخې ته د یوې لویې ننګونې په توګه پرخپل ځای پاتې ستونزه ده.
زاخېلوال دا هم وویل،چې دوی د فساد پرضد د لاسلیک کړو نړیوالو تړونونو عملي کولو ته ژمن دي او د فساد پرضد یې ځینې هڅې هم کړي دي.
په دې برخه کې د کیدونکې مبارزې د څارنې او ارزونې د یوه لوړپوړي کمېسون جوړول او د کابل بانک د مالي ناورین تعقیبول د دې هڅو ترټولو مهمې برخې وګڼلې.
د افغان حکومت د لوړپوړي اقتصادي استازي په حیث د زاخېلوال له دې اعتراف څخه د دې حساب ورکونې پایله له اوسه اندېښمنونکې ښکاري.
ځکه نوموړي هغه علت په دیپلوماتیکه لهجه په ژمنو کې د افغان حکومت د پاتې راتګ سبب ښودلی،چې نړیوال مرستندویان هم پکې په لوړه کچه ښکېل دي.
له دې موقف څخه به بیا هم د پخوا په شان د افغان حکومت هدف دا وي،چې نړیوال مرستندویان مخکې تردې،چې د دوی نېمګړتیاوې او ملامتۍ په ګوته کړي،ترفشار لاندې راولي او په دې ډول له ځان سره د حساب،کتاب مخه ونیسي.
دا افغان حکومت ته د ځان خلاصولو لپاره له ځینو نورو ورته نړیوالو کنفرانسونو څخه په میراث پاتې زوړ کامیاب تکتیک دی،چې په دې کنفرانس کې یې هم ترې کار ګټه واخیسته.
نړیوال رېښتیا حساب غواړي؟
داسې نه ده،چې نړیوال د افغان حکومت په فساد کې ډوب وجود نه ویني،یاپرې نه دي خبر،همدا د دوی څېړونکې ادارې وې،چې د پوره یا نېمه رېښتیا څېړنو د پایلو په اعلان کړو پایلو کې یې افغان حکومت د نړۍ په لومړۍ درجه فساد ځپلو حکومتونو کې حساب کړ.
په افغانستان کې د ځینو لویو فسادونو وخت وخت نورې رسوایۍ هم د بهرنیو مرستندویو هېوادونو د اړوندو مراجعو او رسنیو لخوا کېږي،خو ددې ټولو هڅو بې نتیجه ګیرۍ ته په کتلو سره دا پوښتنه پیدا کېږي،چې نړیوال په رېښتیا له افغان حکومت څخه حساب او د ژمنو عملي کیدل غواړي؟
دا پوښتنه د نړیوالو کړو خبرو او عملونو ته په کتو سره مثبت ځواب نه شي اخیستی،ځکه امریکایي ولسمشربارک اوباما په لومړي ځل ترولسمشرکیدو لږ وروسته افغان حکومت ته له فساده د ځان پاکولو لپاره شپږ میاشتینی توند مهلت اعلان کړ.
خو د وخت په تېریدو سره ولیدل شول،چې دې کم ظرفیته او نامسوله حکومت سره ترپخوا ډېرې او بې پوښتنې بهرنۍ مرستې وشوې.
د دې لوی سبب دا کېدای شي،چې نړیوال د خپلو ښکاره او پټو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره همداسې یوه کمزوري او په فساد کې بند افغان حکومت ته اړتیا لري.
له دې کبله دوی هم نه غواړي چې له اوسني حکومته د رېښتیني حساب غوښتونکي شي.
هغه حکومت،چې په ښکاره او کله خو لا له شواهدو سره بهرنيان ترځان ډېرپه فساد کې ډوب او د فساد عامل ګڼي.
پایله
دې ته سترګې نیول،چې بهرنیان او اوسنی افغان حکومت به افغانانو ته د فساد د کمولو او کړو وعدو په رېښیتني عملي کیدو کې صادق وي،واقعي او پرځای غوښتنه نه شي کېدای.
ځکه د یوې ستونزې عامل ته ډېره ګرانه او حتی ناممکنه وي،چې د هماغې ستونزې د ختمولو سبب شي.
له دې کبله له دغه کنفرانس څخه جدي هیلې نه شي کېدای،ښه ده چې د فساد پروړاندې او له حکومته د حساب اخیستو لپاره افغان ولس پربهرنیو مفسدینو او په افغانستان کې د خپلو ځانګړو هدفونو لرونکو خلکو پرځای پرخپلو مسولیتونو،ظرفیتونو او ممکنه مدني لارو،چارو فکر وکړي.