عطا الله ویسا-

په هیواد کې مو د څولسیزو رواني جګړې له کبله ډیرڅه له لاسه ورکړل. پرډیرو ټغرونو مو میندې بوري، ناوې کونډي،بچي مویتیمان،هیواد موویجاړ، هیوادوال مونوروهیوادونوته کډوال، اقتصاد، اداره، ټولنه اونورډیرارزښتونه مو له لاسه ورکړل خو لا دا اور اوس هم بل دی.ورته پکی وهل کیږي چې نور هم ښه تازه شې.

دا چې دې اورته څوک پکی وهي اوڅوک یې لانور هم بل غواړي، دا اوس زموږ ماشومان هم پرې پوهیږي چې دا جنګ پردی استخباراتي جنګ دی.

هغه چې دجنګ په لیکو کې ولاړ دې هغه نوبیاترټولوښه پوهیږي چې څه روان دې.دا چې ولې ځینې داخلي کړۍ اوکسان نه غواړې چې سوله راشې؟ولې دسولې لاره نه غوره کوي؟  دوي په دې نه پوهیږي چې دا جګړه له کوم لوري ده؟ که پوهیږې نوبیا ولې د ولس سره سپیني خبري نه کوي؟ ولې مو ولس لا په تیاره کې ساتي؟ یو:په دې جکړه کې زموږ یوشیرکسان ډیرشتمن،قدرتمن،واکدار،نامدار اوښه او ارام ژوندخاوندان شول.

دوه:

دوي دسیمې اونورو څارګرو ادارو سره چې داجګړه تمویلوي نژدي اړیکي لري اودهغوداهدافولپاره کار کوي. درې:په دې جګړه کې دوي بې له دې چې شخصي ګټه وکړي بل تاوان نه دی لیدلی.دکورنۍ غړي یې له لاسه نه دې ورکړي،خپله یې یوازي او یوازي دا کړې چې بس دجګړې امر یې ورکړی دی، نور یې دجنګ له میدانه پښې سپکي کړې دې.هغه ددرویش دراني یو بیت دی.

د جنګ دمیانه دې په سخته منډه ځان را وایست پښې دې خوږمني شوې خوسر دې په امان راوایست خو ددوي پزه لا هم نه ده ویني شوې څلور:دلته قرباني غریبو، بیچاره، خوارو،مظلومو افغانانو ورکړې ده خوګټه یې هغه څوک خورې ددې جګړې له برکته ډالروال شول لا نور هم پړسیږي.خو مړیږي نه.

بیا درویش وایې:

درویشه په دې کلي کې دی دا عجب رواج         چې توري یوسړی وهي او خان دی بل سړی.

یا دا چي بل شاعر وايې

پر دې یوه خبره زه ځینې ګیلمن یمه ډیر      توري په ما ووهي بریتو ته تاو لالا ورکوي.

پنځه:

که موپه هیواد کې څولسیزي وړاندي جګړه نه واي پیشه شوې ایا دا نن چې دسولې مخالفت کوي دوي به دومره پانګه درلودلای؟

ایا بیا به دوي دقوم، قبیلي، سیمي اوکلي مشرتوب کړی وای؟ نه هغه زموږ یوچرسې کلیوال مو چاته ته وروست چي هغه ډېیري پیسې اوپه دولت کې لویه دنده درلوده راته وایې یاره دا که اوس زموږ په ولسوالي کې وای تر اوسه به یې غوایي په کتل. خو دا هرڅه چې موږ یې سمون اوترمیم غواړو داټوله تر دې را اوږدوم چې دوي ورځي وړاندي د چین یولوړپوړی دولتي هیئت افغانستان ته راغلی و، د دې لپاره چې له طالبانو سره بایدسوله اومذاکرات وشې خو یوشمیرکسان چې په دې تیره دوره کې یې پرمهمه دولتي چوکۍ دنده اجرا کړي ده دسولي مخالفت کوي چي یادطالبانو سره باید خبري ونه شې. ډیرټینګار یې پرجنګ و.ایا دجکړي دوام به داکشاله حل اوفصل کړې؟

د جګړې لګښت به څوک ورکوي؟ څنګه به یې ورکوي؟ چاته ؟هغو چې بیا یې جیبونه له دې لاري ډک شې؟ داسې نه دتروریزم ریښې باید دافغانستان دپولو هغه خواته پري شې دي دې خواته رانه شې.خو که دلته وي نو دا به مسئله نوره هم بیخونده کړې. راځئ چې امرالله خان اودهغه هم نظرو ته ووایو چې جګړه مو دهیواد په تاوان ده،که په جنګ افغانستان جوړیدای نو نن به موږ دنړۍ پرمخ تللي خلک واي خو که دیوڅوکسانودګټي خبره وي بیا دا دهغو جګړه ده،ددواړو لورو خو وژل کیږي به دغریبي، بیوزلې افغاني مور بچی چې دماښام ډوډۍ نه لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *