د ارګ اعلامیه –
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي نيکولاس هېسم سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حاضر و، د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او له افغانستان سره د هغوی د مرستو په اړه بحث وشو.
غونډه په دې پای ته ورسېده چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د وروستيو انتخاباتو په ګډون د خپلو ټولو فعالیتونو په اړه تفصيلي رپوټ وړاندې کړي، ترڅو د افغانستان حکومت د همدغه رپوټ په رڼا کې خپل هر اړخیز تحلیل ترسره کړي.