تاند- د روغتون مسوولان او شاهدان وايي چې د پاکستان په شمال کې په یوه کمپ کې لږترلږه ۴ بې ځایه شوي کسان او نهه تنه پولیس په نښته کې ژوبل شوي دي .

پولیسو وروسته له دې پر بې ځایه شویو ډزې وکړې چې هغوی د راشن د ترلاسه کولو لپاره ټېل ماټېل پیل کړ.

دا پېښه نن په بنو کې د حکومت له لوري په یوه جوړ شوي کمپ کې وشوه.

په داسي حال کې چې پولیسو پر ګڼې ګوڼې ډزې کولې د کمپ اوسېدونکو د پولیسو لور ته تیږې غورځولې.

په دغه کمپ کې د وزیرستان شاوخوا یو نیم لک بې ځایه شوي خلک اوسي. هغوی په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته کور اور پرېښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *