تاند- د اسلام اباد د نور خان په هوايي اډه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار او د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د ولسمشر هرکلی وکړ.

د افغانستان ولسمشر هم د هیڅ بهرني هیواد د مشر د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته نه ځي.

ولسمشر غني به د اسلام اباد د سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره او سبا له صدراعظم نواز شریف سره وویني.

دوی به له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمې پر وضعیت، د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول او د دوو هیوادونو د سوداګري اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

دواړه خواوو غواړي چې په خپل منځ کې د تجارتي راکړې ورکړې اوسنۍ اندازه، چې په کال کې دوه نیم ملیارد ډالره ده، ۵ ملیارد ډالرو ته زیاته کړي.

پاکستان ته د ولسمشر غني سفر له دې نظره هم زیات مهم ګڼل کېږي چې دا د افغانستان د ولسمشر په توګه د نوموړي له غوره کېدو وروسته پاکستان ته د ده لومړنی سفر دی او پاکستان ځیني داسي نښې ښکاره کړي چې ګنې غواړي چې د افغانستان په اړه په خپل دریځ کې بدلون ته تیار شوی دی.

2 thoughts on “ولسمشر غني پاکستان ته ورسېد- نن له ولسمشر ممنون حسین سره ویني”
  1. درنو هيوادوالو؟
    داچه زمونږ ريیس جمهور دباندينو ريس جمهورانو دهر کلي دپاره هوائ ډګرته نه ځي امنيتي ستونځی دطرفينو په نظر کي نيسي .
    داچه د پاکستان دولت دا عمل انجام کړي دا يو قصدې عکس العمل دی دميلمه درناوي خپل درناوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *