د غزني اوسیدوونکي وايي، چې مرکزي حکومت دې د برښنا بیې د لوړوالي برخه کې ددوي ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

د غزني ښار او یو شمیر اوسیدوونکو په وینا چې د ډیزلي برښنا بیه دا مهال تر پنځوسو افغانیو لوړه شوې او او مسؤلین دې هر څومره ژر چې شونې وي له کابل څخه وارداتي برښنا دې دې ولایت ته وغځوي، تر څو ددوي ستونزه په دې برخه کې حل شي.

د غزني ښار د دریم پلان څلویښت کلن اوسیدونکی غلام بهلول، چې د برښنا بل یې په لاس کې ؤ او غوښتل یې چې د برښنا پیسې په بانک کې تحویلې کړي له تاند سره په مرکه کې وویل، چې د برښنا څخه د کور د روښنايۍ او یو ټلویزیون چالانولو برخه کې کار اخلي، خو دا چې یو کیلواټ ډیزلي دولتي برښنا کابو څلویښت افغانۍ ده، نو ځکه خو پرې هر میاشت تر دوو زرو افغانیو یوازې د بریښنا لګښت راځي.

خو دا یوازې غلام بهلول نه دی، چې د برښنا بیې له لوړوالي سر ټکوي، بلکې نیک محمد خیاط ، چې د غزني ښار د بزازۍ په کوڅه کې دکان لري د یو شخصي شرکت له برښنا څخه کار اخلي او وايي، چې د خصوصي شرکت برښنا یو کیلواټ بیه تر شپیتو افغانیو رسیږي. نیک محمد هم له مرکزي حکومت څخه غواړي، څو د راتلونکي ۱۳۹۴ کال پسرلي رارسیدو پورې د میدان وردګو ولایت له لارې له کابل څخه غزني ولایت ته د وارداتي برښنا مزي وغځوي.

د برښنا بیو د لوړوالي برخه کې د غزني مسؤلین ددې ښار اوسیدوونکو اندیښنې او نیوکې پر ځای بولي او وايي، چې تر څو له پلازمېنې کابل څخه دې ولایت ته له ترکمنستان څخه د راواردې شوې برښنا مزي ونه غځول شي دغه ستونزه به پر ځای پاته وي، ځکه دوي دا مهال له ډیزلي برښنا څخه کار اخلي، چې یوازې د ښار اوسیدوونکو لپاره بسنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *