فساد تر تروریزم اوجګړې وروسته هغه ستر لامل د زموږ د شاته پاته کیدو دی چې زموږ نوم یې هم په کور دننه اوهم نړیوالو ته بدکړی دی.
هغه فساد چې نه خپل افغانان پري سترګي پټولای شې او نه نړیوال ،ځکه که فساد نه وای نو نن به موږ له ډیرو ګواښونوسره نه وای مخامخ.په نړۍ کې به په ضعیفو حکومتونوکې زموږ د ادارې نوم نه راتللای.که فساد نه وای نوبیارغونه،یوه سالمه اداره،دخدماتوپه سم ډول رسول،دښاراوکلیوال سیمه ترمنځ د رامنځ ته شوي واټن راکمول اودنړیوالودمرستو په سم ډول رسول به مو ښه ترسره کړي وای.خو همدا فساد وچې دا هرپه سم ډول سره سرته ونه رسیدل. دا به منوخو دمخنیوي لاري چاري لټول ورته په کار دی.هغه کسان چې دفساد لپاره منطق وایې دا لانورهم فسادغښتلی کول اودفساد دوام دی.دا دلیل چې دوي وړاندي کوي او وایې:خیر دی که دلته پروژې په سم ډول تطبیق نه شوي خویوڅوکسان ته یې ګټه ورسوله خیر که دلته ښوونځي بند دي اوپیسې یې يوڅوکسان باسې دا هم خیر دیوڅوکسانو ژوند خو به جوړ شې،خو که سبا بیا دلته موږ نوې ښوونځۍ پرانیزو نو دا بیا ستونزه ده. خیر که دلته یو شمیر زورواکې په هرډول اداره پرمخ وړي،ظلم،استبداد،غلا،
که نور وي ایا هغو به دوي څخه دا چل نه وي زده کړی؟ که به یې بیرته همدغوکسانو ته دعملي کولو چاري سپارل کیږي؟ که دوي بیا هم دا کار کوي په سم ډول به یې سرته ورسوي؟ نه هيڅ کله نه. له هغه مفت خوریو، چور،چپاول، ظلم،ناسم چلند غلا به لاس واخلي؟ نه،ځکه عربي مقوله ده چې وایې(العادته لایزاله الا بالموت)که ددوي لاس لنډ شې نو دا به ددي څخه خلاصون وي دتل لپاره همدارنګه که ددوي دلیلونه ټول ناسم وبولو نوبیا به هیڅ اوهيڅ کارکوونکی د فساد لپاره دلیل ونه وایې،بد ته به بد اوښه ته به وایې،تور به تور او سپین به سپين وي.دلیل هغه وخت نور هم دخلکو زړونو ته لاره کوي چې دیوه ښه کار دسرته رسولو لپاره وي.نه دناسمو کړنولپاره که دناسمو کړنولپاره دلیل اومنطق وړاندي شې او اوهڅه دا وشي چې په خلکو ومنل شې نو دا به ټولنه لا نوره دخرابۍ،بدبختۍ،شر او نورو ناوړو ته برابره کړي، او هر کس دټولني به دبد اوناوړه کارلپاره دلیل او منطق پیدا کوي. هره نادوده او ناروا به روا بلل کیږي. ظلم،تیری به وي ژوند به ګواښي ځکه په هرځای کې ژوند کیږي ولې په ظلم کې ژوند نه کیږي.ظلم اوظالمان جهان ورانوي.یو شاعر وایې: ظالمان ځان اوجهان لره بلا دي هغه څه شول چې په ظلم مبتلا دي یا بل ددنیا نظام له ظلمه خرابیږي لکه مني کې دباغ پاڼي رژیږي فساد پخپله یو لوي ظلم دی.ځکه خپل حق به شې اخیستلای یا به دهغه دلاس ته راوړلو لپاره ډیري ستونزي ګالي،پیسې به ورکوي هغه دچاخبره دومره به هغه څه وي لکه چې په ستړی شې متل دی چي وایي:(دشلو روپیو بیزو وه ددیرشو روپیو یې ځنځیر یو وړ) نودظلم اوفساد لپاره چې دوي کوم منطق وړاندي کوي دا ټول ناسم دي،فساد په هيڅ منطق د منلو نه دی. دا هم په فساد دی چې دوي ناسم منطق لټوي. .دفساد لپاره دلیل اومنطق خپله فساد اودهغه دوام