د سینما ټکټ پلورونکي ماشین ته ولاړ وم. د “تللې نجلۍ” په نامه فلم مې خوښ کړ. څوکۍ مې خوښوله او پیسې مې ورکولې چې نژدې راته ودرېد.
– وبخښه کوم فلم وینئ؟
نری، اوږد ځوانکی و. طلايي رنګه اوږده وېښته یې شا ته د نجونو غوندې چوټۍ کړي و. ږیره یې رارسېدلې وه. بې سېکه شنې سترګې یې راته نیولې وې. ځواب مې ورکړ.
– تللې نجلۍ.
– موضوع یې څه ده؟ نوم خو یې….
ماشین ته مې بانکي کارډ ننویست، پیسې مې ورکړې. ټکټ راته چاپېده. ده راته کتل، ځواب مې ورکړ.
– ما یې ناول لوستی دی. یو سړی ….
– نو د سړي کیسه ده، نجلۍ نه ده تللې.
– نه، نجلۍ تللې ، سړی پرې ګرم شوی خو نجلۍ ملامته ده.
– عالي کیسه ده، نوره یې مه راته وایه، غواړم ویې وینم. ډېره مننه.
ورته موسک شوم. ټکټ مې واخیست، له ماشینه وخوځېدم. ده راته وویل:
– وبخښه یوه دقیقه صبر.
ورته ودرېدم. ده هم ټکټ واخیست. بیړه یې وه. ژر ژر یې لاس خوځاوه. ټکټ چې یې واخیست، ښي لاس ته یې مېز او څوکۍ ته اشاره وکړه.
– لطفآ هلته یوه شېبه کښېنه، غواړم پولۍ او څښاک زه درته واخلم.
– نه مننه.
– خیر دی، لطفآ، غواړم، احسان به مو وي، نن اړ یم.
خندا راغله. نه پوهېدم څه وکړم. ساعت ته مې وکتل، لکه ورته وایم چې ناوخته به شي. ده راته وویل:
– نه دی ناوخته پنځه دقیقې لا د فلم شروع کېدا ته پاتې دي ، بیا یو لس دقیقې اعلانونه لري نو ښه ډېر وخت شته.
د مېز په لور یې لاس ونیوه. غوښتل یې لاړ شم. سر یې وښوراوه لکه په خپلې غوښتنې چې ټينګار کوي. لاړم، په څوکۍ کښېناستم. ځوان پولۍ او څښاک راوړل. مخامخ راته کښېناست. پولۍ او څښاک یې ځان ته جلا او ماته جلا اخیستي و. زما برخه یې رامخته کړه. څه مې لا نه و ويلي چې ده وویل:
– ډېره مننه.
– له تا مننه چې پولۍ دې راوړه.
– نه شاید درک مې نه کړې چې نن څومره یو چا ته اړ یم.
– ولې؟
– میینه مې رانه لاړه.
دواړه لاسونه یې پر مېز کېښودل. رېږدېدل. سر یې کښته اچولی و. لکه لویه ګناه چې یې کړې وي. زړه مې پرې وخوږېد. نه پوهېدم څه ورته ووایم. دی په ځای کې نیغ کښېناست. موټ یې له پولیو ډک کړ. په خوله یې داسې ننویستې لکه ډېر وخت وروسته چې څه خوري. په خوله کې یې د پولیو د ماتېدا غږونه شول. یو غوړپ یې پسې وکړ. ما ته یې وکتل:
– زه به درته عجیب ښکارم، نه لېونی یم، نه احمق، بس خدای راباندې راوستې.
سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې. سرې شونډې یې ورپېدې. د یوه لاس نوکان یې په غاښ مات کړل. خبرو ته یې ادامه ورکړه.:
– راباندې ګرانه وه.
لاسونه یې سره ومروړل. خبره یې بدله کړه:
– نه نه نه، راباندې ګرانه ده. ډېره.
غلی شو.ساعت ته مې وکتل. دی پورته شو. زه هم ودرېدم. پولۍ او څښاک مو واخیستل. سینما ته ننوتو. لا هم اعلانونه و. ډېرې څوکۍ خالي وې. ده راته وویل:
– خلک ډېر نشته، ستا سره به کښېنم، که بل څوک راغی بیا به خپلې ته واوړم.
مخالفت مې ونه کړ. له ناستې سره سم یې ښی لاس رامخته کړ:
– وبخښه ، لا سره معرفي شوي نه یوو. زه جان یم.
لاس مې ورکړ، ښه یې ټینګ کړ. په څوکۍ کې ارام شو. د سينما پردې ته يې لاس ونيو، ویې پوښتلم.
– نو دا د مینې کیسه ده؟
– نه مینه نه ده، د انسان د داسې خوی کیسه ده چې لږ یې وینو.
– انسان یا مینه کوي، یا کرکه کوي، بل نو څه لري.؟
فلم شروع شو. د دوو لیکوالانو کیسه وه. سره میین وو، واده یې کړی و خو نجلۍ تري تم شوه. شک پر سړي و چې وژلې یې ده، هغې خپل پخوانی میین وواژه بیرته راستنه شوه، مشهوره شوه، ملامتي یې ټوله پر هغه پخواني میین واچوله. بیا له خپل لیکوال مېړه سره یو ځای شوه. په ناول کې لیکل شوې کرښې مې د سینما په پردې انځور شوې ولیدې. بیا یې پر ژوند فکر کولو ته اړ کړم. مینې، کرکې، چل ول ، ساده خبرې، ژورې سوژې، سربداله یې کړم. د سینما څراغونه روښانه شول. فلم بشپړ شو. خلک ورو ورو د دروازې په لور وخوځېدل. جان ګونځې منځې په څوکۍ کې ناست و. راته ویې ویل:
– نو تا هغه ناول لوستی چې دا فلم ترې جوړ شوی؟
– هو.
– بیا دې هم د لیدو شوق وکړ؟
– ما ویل وګورم چې د سینما په پرده څرنګه دی.
– ما مې د میینې په باب فکر کاوه.
له ځایه پورته شوم. دی هم ودرېد. ورو ورو له زینو کښته کېدو. ده وویل:
– ما غوښتل د هغې د تلو ویر دلته هېر کړم. دې فلم نوره هم رایاده کړه.
– میینه به دې داسې نه وي ګوره.
– نه، نه داسې نه ده، هغه له زړه پاکه ده، سپېڅلې ده.
له سینما ووتو. لاس مې د مخه ښې په دود ورمخته کړ. جان مې لاس ونیو. ویې ویل:
– حتمآ وږی یې، دغلته به ډوډۍ وخورو.
– ناوخته کېږي ، سبا کار ته ځم.
– لطفآ، هسې به هم په کور کې ډوډۍ خورې.
سترګې یې له زاریو ډکې راښکاره شوې. ورته ومې ویل:
– ښه په یوه شرط، د ډوډۍ پیسې به نه ورکوې.
– سمه ده، ته خپلې ورکړه زه خپلې.
پیدزه مو راوغوښته. دی پر څوکۍ غلی ناست و، معصوم ښکارېده. لکه چې لا یې هم پر خپلې میینې فکر کاوه. ومې پوښت:
– میینه دې ولې لاړه؟
لکه له خوبه چې مې وېښ کړی وي. راته ویې کتل. په ځای کې وښورېد. موسک شو، لکه د درواغو چې یې شونډې سره ښورولې وي. په ټيټ غږ یې وویل:
– وبه یې نه منې، له ډېرې مینې.
– څه مانا؟
– تل مو خبره اړوله.
– دا خو نو مینه نه شوه.
– نه خو چې نه به وه، اندېښمن به وم، چې ځواب به یې نه راکاوه، پسې ګرځېدم به، دغو خبرو خپه کړه.
ډوډۍ راغله. لوږه مې احساس کړه. ده په نه زړه وراخیسته. ویې ویل:
– هغه په ما ونه پوهېده، که ما ناز وکړ دې بل ډول واخیست، که دې ناز وکړ ما یې ناز نور هم غوښت نو ځان به مې نه پوهاوه.
– یعنې په لوی لاس دې ځان نه پرې پوهاوه.؟
– شاید، راباندې ګرانه ده، هر څه یې خوند راکاوه خو لکه چې بې ځایه غرور او بې ځایه ټوکو رانه بېله کړه.
جان ډوډۍ په نیم کې پرېښوده. پورته شو. د تشناب په لور لاړ. ما ډوډۍ خلاصه کړې وه. دی چې راغی، تازه و. مخ یې مینځلی و. ورته ومې ویل:
– باید لاړ شم، ناوخته کېږي.
سر یې وښوراوه. لکه راسره وچې یې منله. ورته ومې ویل:
– که مو قسمت و بیا به یو ځای شئ، ډېر زړه مه خوره.
– کاش ژوند هم فلمي دنیا وي، باور مې نه شي چې را دې شي، هغه خپه ده.
– خپګان تل نه وي.
جان غلی شو. زه رهي شوم. موټر ته مې لا نه وم رسېدلی چې د جان غږ مې واورېد:
– که مې میینه راغله، دا وار به رانه خپه نه شي.
– خدای دې وکړي، کاش ژوند د فلمي دنیا غوندې شي.
موټر ته وختم. جان په سړک ولاړ پاتې شو.