ارګ ته نږدې سرچينې وايي، پاکستان ته د ولسمشر غني په سفر کې به له سیاسي مسایلو سره تماس سطحي وي او د اقتصادي همکاریو د اطمنان لپاره به لومړۍ هوکړه له ګډې تجارتي ستراتیژۍ راپیلېږي.

افغانستان د چابهار بندر له لارې له هند او د ورېښمو له لارې له چین سره نوې اقتصادي کړکۍ پرانېزي، پاکستان له سیمه ییزې اقتصادي کړۍ د انزوا له وېرې افغانستان سره خپل اقتصادي روابط جوړوي او په وروستۍ لیدنه کې دواړو لوریو اعلان کړی، چې په راتلوونکو دوه کلونو کې اقتصادي راکړه ورکړه له ۲،۵ میلیاردو ډالرو څخه پنځه میلیارد ډالرو ته لوړوي.

د پاکستان او افغانستان د چارو څارونکي وايي، پر پاکستان د چين او سعودي فشارونه ددې سبب شوي، چې په افغانستان کې خپله د غلبې او ترهګرۍ ملاتړ تګلاره بدله او له نوي سیمه ییز اقتصادي پروګرام سره یوځای شي.

پاکستان ته د ولسمشر غني په سفر کې ژوره تلوسه نغښتې ده. د کار په پیل کې له ګاوندیانو سره د اړیکو په تړاو پخپله تګلاره کې نوموړي ويلي و، په بې نتیجې مذاکراتو او سفرونو به له پاکستان سره وخت ضایع نکړي او تر هغو به پاکستان ته سفر ونکړي، ترڅو له یاد لوري د تماسونو د عملي نتیجې څرک ونه ګوري.

مخکې تردې چې ولسمشر غني اسلام اباد ته لاړشي د پاکستان درې لوړپوړي مقامونه پرلپسې افغانستان ته راغلل. ددغو مقامونو سفرونو ته له دې کبله په اهمیت کتل کېدل، چې د ملکي حکومت په نسبت یې ډېر د پاکستاني پوځ او استخباراتو استازيتوب کاوه او د پاکستان استخبارات او پوځ ددغه هېواد په سیاست د غوړيدلي سيوري په توګه ښکاريږي.

د افغانستان نوی حکومت ادعا کوي، چې د ګاونډیانو او په تېره پاکستان پر وړاندې پالیسي به یې له پخواني حکومت متفاوته وي. پخواني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته ترشلو زیات سفرونه وکړل، دا ټول سفرونه د سولې په موخه وو، خو په افغانستان کې د کرزي دغه سیاست ته د تضرع د سیاست په سترګه کتل کېدل. ولسمشر غني له وړاندې د پاکستان په وړاندې د غوڅې تګلارې خبره کړې ده، ده لومړی سعودي او بیا چين ته سفرونه وکړل، هغو هېوادونو ته چې پر پاکستان د اړمونو په څېر ګراني لري.

ددې ترڅنګ د ولسمشر غني ډېره توجه د اقتصادي وضعیت بدلون او له نړۍ سره په اقتصادي اړیکو را��ورلي.

په پاکستان کې د سفر په لومړۍ ورځ په ډاګه شوې، چې دغه دواړه هېوادونه به خپله سوداګري له دوه نیم څخه پنځه ميلیارده ډالره ته لوړه کړي، خو ددې ترڅنګ اټکل کېږي، چې اقتصادي خوږې اړيکې ددواړو هېوادونو په سیاسي روابطو هم مثبت تاثير کولای شي.

پاکستان په وروستیو کې له افغان حکومت دوه غوښتنې په غیر مستقيم ډول مطرح کړې دي، لومړۍ یې د ډیورند کرښې د بڼې بدلون په اړه ده او دویمه یې په اقتصادي برخه کې د هندوستان په نسبت پاکستان ته په افغانستان کې ډېر رول ورکول دي. پاکستان غواړي له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي او په دې توګه له هند سره په هغه سیالۍ کې یو ګام وړاندې واخلي، چې تر دې پخوا څو ګامه شاته پاته شوی دی.

که د اقتصادي همکاریو په برخه کې داسې یو تعادل رامنځ ته شي، چې افغانستان د هندوستان او پاکستان د تودې سیالۍ له منځه راوباسي، امکان دی، په افغانستان کې د پاکستان په خونړۍ پالیسۍ کې تر یوې کچې بدلون رامنځ ته شي.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مرستيال عبدالرشيد وزيري وايي، پاکستان له کورنیو بحرانونو سره لاس او ګریوان دی او دا وضعیت سبب کېږي، چې په ګاونډ کې د ترهګرو له پټې فایدې لاس واخلي:

(( همدا اوس د برېښنا له کمښت سره مخ دی، اوبه نلري او ان ۹۰زره کارخونې يې بحراني دي.))

بل افغان څېړونکی ستار پوردلي وايي، په بلوچستان او ځينو نورو قبايلي سيمو کې دداعش د ۱۲زرو غړو فعاليتونو او د انسجام راپورونو یې د پاکستان پوځ وېرولی دی.

دی وایي، همدا لامل شو، چې پاکستان پرله پسې خپل لوړ پوړي پوځي چارواکي راواستول او معلوميږي، چې پوځ هم نور له روغې جوړې سره لېوالتيا لري، خو دی زياتوي، تر هغه چې پاکستان خپلې اندېښنې رفع کوي، شايد ژمنې وکړي او ځينې پرمختګونه پکې ولیدل شي، خو دا تمثیل او خوږې اړيکې به موقتي وي.

پاکستاني رسنۍ وايي په دغه سفر کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو په برخه کې د ستونزو هوارولو، په ټرانزیټ کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د یو شمېر ګډو سترو سیمه يیزو پروژو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې په دې اړه هم خبرې وشوې، چې د کراچۍ له بندره دې د افغان سوداګرو د سوداګريزو توکو په لېږد کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي، ترڅو د یوې اوونۍ په دننه کې دغه توکې کابل ته ولېږدول شي.

د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ وايي، داسفر تر سياسي ډېر اقتصادي اړخ لري او نوی حکومت هم هڅه کوي، له دې لارې دواړه هېوادونه سره نېږدې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *