عبدالرحمان فرقاني

عبدالرحمن فرقاني-

که يوه لور ته په اسلامي نړۍ کې د سپيڅليو، منځلارو او متوازنو اسلامي ارزښتونو او مفاهيمو د بدنامولو لپاره پخپله د اسلامي امت د سختدريځه ډلو د ناوړه، بې منطقه او بې اټکله کړنو څخه داسلام د سپيڅلي الهي دين پر ضد ګټه پورته کېږي؛ بل لور ته په نوموړې نړۍ کې ډېموکراسي د ولسواکۍ د تمثيل لپاره د يوه غولونکي شعار په توګه د مادي نړۍ د استعماري ځواک د مادي ګټو د خونديتوب لپاره په معکوس ډول ګمارل کېږي، چې له بدمرغه په ټول کې پر اسلامي نړۍ باندې د دغو ناوړه تپل شوو ښکارندو بيه بيا په لوي لاس د اسلامي امت کړېدلي ولسونه ورکوي، کوم چې د سوکالۍ او نيکمرغۍ له بهير څخه وروسته پاتې، د وحشت اوبربريت له عالم سره لاس ګريوان د وژنې او رټنې په نړۍ کې د ژوند سپېرې او ترخې شپې او ورځې تېروي.

دافغانستان کړېدلي ملت چې د يوې اوږدې خونړۍ جګړې څخه د راوتلو لپاره هر لور ته په دې هيله سترګې غړوي او په هر څه باندې منګولې خښوي، چې کېداي شي د نجات د سمندر غاړې ته به يې ورسوي، له بدمرغه په پاي کې بيا پر خپل اعتماد او اعتبار باندې پيښمانه، ناهيلي او غمجن وي!.

د يادونې وړ ده، چې دا په دې معنا هم نه ده، چې د افغانستان کړېدلي ملت د خپل برخليک په ټاکلو کې په غوره انتخاب باندې نه پوهېږي او د خپل سرنوشت لپاره هغه انتخاب نه شي موندلي، چې د ولسونو د سياسي، اقتصادي او ټولنيز ثبات او تيکاو لپاره تر دې وړاندې د بشريت د تاريخ په لوړ او ځوړ کې خورا اغيزمن ثابت شوي، بلکې د افغانستان کړېدلي ملت او د اسلامي نړۍ ملتونو خپل رسالت په ټول خلوص او ريښتنولۍ سره ادا کوي، پر هغو انتخابونو د خپل برخليک په اړه تکيه کوې، چې د نورو ملتونو لپاره يې نيکمرغي او سوکالي راوړې، پرمختګ او پراختيا راوړې.

اوس پوښتنه دا را پورته کېږي، چې ولې هغه څه چې د تاريخ په اوږدو کې د نورو ګڼ شمېر ملتونو لپاره اغيزمن او ګټور ثابت شوي، د تاريخ په دې پړاو کې د اسلامي امت او په تېره بيا د افغانستان د کړېدلي ملت لپاره د ژغورتيا پيغام نه شي راوړلي او هغه څه چې د نورو ملتونو لپاره د وګړو سياسي،اقتصاد ي او ټولنيز حقوق تامينوي د اسلامي نړۍ او د افغانستان د ملت لپاره خپله اغيزتيا له لاسه ورکوي، يا د مادي استعماري ځواک او يا هم د زورواکۍ په چوپړ کې لويږي!؟

ريښتيا ده، چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي. په افغانستان کې د دېموکراسۍ د پلېکېدو لپاره چې کوم بار په بون ښار کې کوږ کېښودل شو، تر منزله و نه رسېد، يا په بل عبارت دېموکراسي په افغانستان کې ځکه تېرو ديارلس کلونو کې بنسټيزه نه شوه، چې ډېموکراسي د زورواکانوله خوا يرغمل کېږي، د امتياز اخيستلو او مصلحت پاللو په پايله کې د ملت او ولس ادارده نه تمثلېږي، د خلکو انتخاب د زورواکانو او په نامه ديموکراتانو د هوسونو قربانېږي.

بيا هم کله چې افغانانو په ورستيو ټاکنو کې په خپله پرېکړه وکړه او په دې باور را ووتل تر څو د ډيموکراسۍ هغه ګوږ بهير چې په بون کې يې تهداب کېښودل شو، په افغانستان کې سم کړي، لوبه پخپله په لاس کې واخلي، نو هغه هېوادونو چې د افغانستان په سياسي کشاله کې ښکيل دي، په دې لټه کې شول تر څو د لوبې اصول بدل کړي او په پاي کې د افغانستان سياسي برخليک داسې لور ته سوق کړي، چې د دوي مادي او استراتيژيک مصلحتونه پکې خوندي پاتي شي.

په هره توګه په پاي کې يو ځل بيا په افغانستان کې د ډېموکراسۍ د ټيکدارانو په لاسوهنه او تاييد د ديموکراسۍ او زورواکۍ تر منځ د ملي وحدت تر عنوان لاندې حکومت په افغانستان کې را منځته شو، د نوموړي حکومت لومړنۍ کړنې تر ډېره بريده د افغانستان د خلکو لپاره د نويو اميدونو او انګېزو د را زېږولو لامل ګرځېدلي، د نويو کړنو په پايله کې چې ولسمشر “غني” په لاره اچولې دي، خلکو ته څه نا څه هيلې پيدا شوې دي، د ولسمشر د وروستيو سفرونو لړۍ د افغانستان د کړېدلي ملت سره د يوه نوي تحول او بدلون هيلې زېږولې دي.

د ولسمشر وروستي سفرونه چې په لنډ مهال کې د افغا نستان کړېدلي ملت ته کوم پيغام رسوي، هغه دا دي، چې په سيمه کې هغه هېوادونه انتخاب شوي، چې د افغانستان په سياسي، اقتصادي او امنيتي تيکاو او ثبات کې پرېکنده اغيز لري، او که نوموړي هېوادونه ريښتيا وغواړي، او افغانستان وتوانيېږي، چې هغه د فشار لاملونه او عوامل د خپلو ګټو د خوندي کېدو لپاره په سمه توګه په کار واچوي، په افغانستان کې تل پاتې سوله په ټول يقين سره ټينګيداي شي، خوتر دې وړاندې چې د ولسمشر د سفرونو پر اهميت او اغيز باندې بحث وکړو د هغو هېوادونو ګټو او مصلحتونو ته په افغانستان کې ځغلنده کتنه کوو، چې د خپلو مصلحتونود خوندي کېدو په موخه د افغانستان په سياسي، اقتصادي او امنيتي ټيکاو کې پرېکنده اغيز لري:

  • سعودي عربستان:

چې په اسلامي نړۍ کې د خپل اقتصاد او اسلامي مقدساتو له کبله خپل ژور اغيز او ونډه لرلي شي، د پاکستان سره د سعودي عربستان استراتيژيکې اړيکې توانېدلي شي، د افغانستان د ټيکاو لپاره موثرې واقع شي، له بل لوري سعودي عربستان د افغانستان د نظام له مخالفينو سره هم څه داسې تارونه لري، چې و کولاي شي د تل پاتې سولې په رامنځته کولو کې ترې ګټه پورته شي.

همدا راز سعودي عربستان غواړي د ايران په وړاندې په افغانستان کې خپل عمق ولري، چې تر دې وړاندې نوموړي عمق متضرر شوي او ايران توانېدلي د ځينو کړيو او شرايطو له مخې په افغانستان کې نفود ولري، که چېرې د سعودي عربستان لپاره په افغانستان کې د نفود شرايط چمتو شي، چې حتما به سعودي عربستان ته مادي او اقتصادي ګټې ولري، د بيلګې په توګه د چين توليدي ماشين ته به دسون د موادو بازار ومومي، نوله دې ځايه هرو مرو به سعودي عربستان پر خپل استراتيژيک ملګري پاکستان باندې فشار وارد کړي، تر څو د سولې لپاره په افغانستان کې ريښتنې ګامونه پورته کړي..

چين او هند:

ډېري سياسي شننونکي په دې باور دي، چې افغانستان د هغې ايديالوژيکې جګړې تر څنګ چې د روسي يرغل څخه پيل او د ترهګرۍ تر ځپلو پورې يې ادامه موندلې ده، دا ځل د يوې نوې سيالۍ ډګر ګرځي، داسې ښکاري، چې افغانستان هغه لور ته په حرکت کې شوي، تر څو د نويوځواکونو د نفود د کړکيچ ساحه وګرځي، او دا ځل نوموړې سيالي يوه څه متفاوته ده، ځکه تر دې وړاندې هغه کشمکشونه چې د افغانستان خاوره يې شاهده وه، ايديالوژيکه بڼه درلوده، خو اوس موږ په افغانستان کې د دو داسو راتلونکو لويو ځواکونو د نفود د کشمکش پر وړاندې يوو، چې استعماري عقليت نه لري او يوازې د خپلو اقتصادي پراختيا او ودې په موخه د خپل نفود لپاره هلې ځلې په لاره اچوي او هغه نوي اقتصادي ځواکونه دقيقا د چين او هند هېوادونه دي او د نوموړو هېوادونو په څنګ کې ترکيه هم يو هغو هېوادونو څخه دي، چې په سيميزه توګه ځانته ونډه غواړي.

امريکا له پيله د چين د اقتصادي پراختيا او ودې څخه اندېښمنه وه او ده، او غواړي په هر ډول چې شونې وي، د چين د پرمختګ مخه ډب کړي او له دې ځايه دخپل استراتيژيک ملګري “هند” لپاره زمينه چمتو کوي تر څو د چين د نفود په سيمه کې پرمختګ ولري او د نفود کړۍ يې پراخه شي.

امريکا غواړي، چې هند په يو ډول د امريکا د بديل په توګه په افغانستان کې حضور ومومي، او په دې سره غواړي هغه پاکستان ته چې تر ډېره برېده د خپلو استراتيژيکو پلانونو د پلېکېدو په برخه کې پرې د ښه ملګري او متحد باور نه لري، او آن تر دې چې د امريکا د دفاع وزير خو پاکستان د ترهګرو د پټنځاي په توګه پېژني، نو له دې مخې د هند حضور په افغانستان کې او په تېره بيا په هغه سيمه کې چې د اسلام آباد لپاره د انديښنې وړ او د خطر څخه ډکه سيمه ګڼل کېږي، لوي ګواښ دي.له بل لوري امريکا غواړي هند ته په افغانستان کې په دې موخه وده ورکړي، چې په سيمه کې د چين د پراختيا او ودې مخه ډب کړي.

يوازې د افغانستان جيو سياسي موقعيت چين دې ته نه دي اړ ايستلي، تر څو په افغانستان کې د يوه کارنده او فعال ځواک په توګه حضور پيدا کړي، بلکې نور داسې عوامل او لاملونه شته، چې تر ټولو روښانه او په زړه پورې لامل پټرول دي، چې د امريکا جيولوژي سرچينو د بيلونونو ډالرو په بيه په افغانستان کې اټکل کړيدي، تر څو پټرول ته تږي چين په افغانستان کې حضور پيدا کړي او په خپل ګاونډ کې د پټرولو چينېو ته لاس رسي پيدا کړي او په حقيقت کې چين له څو کلونو راهيسې دا هڅه کوي، او د امريکايانو سره په نوموړي ډګر کې سيالي کوي او سربېره په دې چين اراده لري تر څو د افغانستان د معدنياتو په ډګر کې هم په ټول قوت ونډه ولري، چې د “مس عينک “څخه يادونه کيداي شي او دا دقيقا هغه څه دي، چې د نړۍ اقتصادي ځواکونه اړ باسي، تر څو د افغانستان تر ځمکه لاندې طبيعي زيرمو څخه د خپل اقتصادي او توليدي ماشين په کار واچوي.

يو بل لامل چې چين هڅوي، تر څو په افغانستان کې حضور پيدا کړي، هغه دا دي، چې چين افغانستان ته د منځني ختيځ د سيمې لپاره د هغې کړکۍ په توګه ګوري، چېرې چې د انرژۍ لوې سرچينې شتون لري، سره له دې چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ګډه پوله لري او دا هم د چين او هند تر منځ بله د سيالۍ سيمه ده. او هلته هم امريکا غواړي هند ته په دې موخه ونډه ورکړي، تر څو د چين مخه ډب شي.

چين، پاکستان او افغانستان:

افغانستان د چين لپاره تر نورو ګاونډيو هېوادونو څخه د دريو لاملونو له کبله ډېر اهميت او ارزښت لري:

  • د افغانستان تر ځمکه لاندې طبيعي زيرمې لا تر اوسه په خپل طبيعي ډول لاس نا خوړلې پاتې دي، او افغانستان د خپل سياسي هويت په لټه کې دي او چين داسې هېواد دي، چې د افغانستان سره په تير لنډ کړکيچن تاريخ کې ستونزه نه لري، آن تر دې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې هم د افغانستان سره ستونزه نه درلوده، بلکې د افغانستان سره يې د ستونزو پر مهال د روسي يرغل پر مهال مرسته کړې ده، په دې سره د چين لپاره په افغانستان کې شرايط ډېر مناسب دي، تر څو خپل حضور او د نفود کړۍ په کې پراخه کړي.
  • د چين د پخواني او غوره ملګري پاکستان حضور په ياده سيمه کې د افغانستان په ولسي انځور کې او چين دلته د هند او پاکستان له دښمنۍ څخه ګټه پورته کولاي شي، او همدا راز د پاکستان او امريکا تر منځ د باور او اعتماد فضا ورځ تر بلې کړکيچنه کيداي شي، نو له دې مخې په افغانستان کې د پاکستان د نفود او حضور څخه چين ګټه پورته کولاي شي.
  • د چين ليوالتيا د ورېښمو د لارې پرانيستلو ته، چې د امريکا د وريښمو د نوې لارې د پروژې ضد پروژه ده، کومه چې امريکا غواړي، د سويلۍ او منځنۍ آسيا بازارونه د افغانستان سره وتړي او په زړه پورې خبره دا ده، چې تاريخ له پېړيو وروسته په دې سیمه کې تکرارېږي او په دې سره به افغانستان داسې مرکزيت ومومي، چې د ټولې نړۍ ګټې او مصلحتونه به پرې وټړل شي.

افغانستان او پاکستان:

د پورتنيو توضيحاتو له مخې استدلال کولي شو، چې په هيڅ ډول پاکستان ته دا د زغملو وړه خبره نه ده، تر څو هند د امريکا په ملاتړ په افغانستان کې پراخ نفود ومومي، د افغانستان په مقداراتو باندې واکمن شي او بلاخره د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمال کړي، له دې کبله کېداي شي، دا ورته د منلو وړ ده، تر څو چين په افغانستان کې نفود ولري او د هند د نفود مخه ډب کړي او د سولې په ټينګښت کې د چين فشارونو او وړانديزونو ته غاړه کېږدي.

په سيمه کې بدلونونه او د سيمې د هېوادونو دريځونه او نوې مادي ګټې افغانستان ته هغه د فشار ميکانيزمونه په لاس ورکړي،چې پورته مو ورته اشاره درلوده، که چېرې په سمه توګه د پاکستان پر وړاندې وکارول شي، پاکستان ـ چې د افغانستان د سولې په لړۍ کې هغه ورکه کړۍ ده، او تر دې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله موږ افغانان نه يو توانېدلي، چې هغه نښلونکې کړۍ وموموـ به دې ته حاضره شي، تر څو د افغانستان د سولې په ټينګښت کې پرېکنده اقدامات په لاره واچوي او د افغانستان د ولسمشر د سفرونو په لړۍ کې پاکستان هغه ارزښتناک تمځاي دي، چې د سولې په ټينګښت کې غوڅ اغيز لري او د پاکستان سفر د ولسمشر غني او د ملي وحدت حکومت لپاره هغه آزموينه ده، چې د نوموړي حکومت ټوله وړتيا او تابتيا به ملت ته څرګنده کړي، د پاکستان تر سفر وروسته به د نوموړي حکومت د هلو ځلو پايلې څرګندې شي.

د افغانستان کړېدلي ملت د ملي وحدت د ولسمشر ورستيو کړنو هيله من کړي او داسې نښې او نښانې را څرګندې شوې، چې ګواکې پاکستان هم د سيمې نوي بدلونونه درک کړي دي، چې يو له دغو نښو څخه د پاکستان د حکومت هغه کړۍ( استخبارات او فوځ) ده، کومه چې تر د وړاندې د افغانستان د حکومت سره پر مسايلو د بحث کړلو لپاره نه حاضرېده او اوس پخپله حاضره شوې او د افغانستان حکومت ته يې مراجعه کړې ده.

الله تعالي دې د افغانستان پر کړېدلي ملت رحم وکړي، تر څو د افغانستان ولسمشر او په ټول کې د ملي وحدت حکومت په دغه آزموينه کې بريا ومومي او افغانستان ته د سولې د ټينګښت پيغام راوړي.

و ما دلک علي الله بعزيز.

عبدالرحمن فرقاني [email protected]

One thought on “پاکستان.. د ولسمشرد سفرونو په لړۍ کې برخليک ټاکونکی تمځای”
  1. ستا خبرې سمې دي چين ځان ته اهداف لري . هندوان خو له ډير پخوا نه د پاکستان سره په افغانستان کې رقابت لري سره ددې چې د باليوود سندرې زموږد فرهنګ سره په غيره مستقيمه توګه ملګري دي هندوانو تل کوښښ کړي چې د پاکستان پر خلاف په افغانستان کې خپلې ګټې وساتي اقبال لاهوري خپلو اشعارو کې واېې چې :د ميلمستيا ډيره خرابه کوټه د انتظار له ډيرې ښې کوټې نه بهتره ده اما موږ افغانان بايد اعتراف وکړو چې موږ د خپل باور او عقيدې ،خاورې او ولس په وړاندې مخکې له دې چې په چا تور ولګوو خپله مو د بريا ډيرې ښې زمينې له لاسه ورکړي او بل چا ته مو دغه موقع په لاس ورکړې ده.چې ستر مثال ېې دبن معاهده ده کوم چې موږ بايد دې نه واى رسيلي
    را غلو د پاکستان ملګريتوب ته چې افغا نانو ته د اهميت وړ دي.دا خبره زه په دې خاطر نه کوم چې پاکستان زما خوښيږي خو د افغانستان او پاکستان روابط او اړيکي ډير زيات د اهميت وړدي په لاندې برخو کې: دجهاد د وخت ګډ تاريخ او د تنظيمونو جوړيدل .دروازاه په دروازه ګاونډيتوب او نژديوالى.دژبې او عقيدې په لحاظ .د مهاجرو اوسيدل او تجارتي معا ملو په خاطر . ډيره مهمه موضوع چې هعې ته بايد اشاره وشي پاکستان دا کار وکړ چې په لومړي سر کې ېې د پښتون په بدل کې د کابل د خرابي او له منځه ورلو لپاره ېې استاد رباني راووست ځکه د پاکستان په ګټه وو خو هغه وخت زموږ تاجکانو دومره پاکستان نه تورن کاوه لکه چې اوس ېې شکايتونه ظا هرا د طالب په نوم خو مطلب ېې پښتانه دي ځکه چې د حکومت اصلي سر چينې ددوي په لاس کې دى نو پښتانه بايد د تروريزم او طالب تر نوم لاندې نور هم وځپل شي. اوس چې له ناندريو وخت تير شو بيا هم له ولس مشرغني سره د پاکستان په سوله کې خوښ نه دى ځکه دغه کار ددوى په ګټه نه دي. موږ به خواره، پوچه، بيمعنا دموکراسي څه وکړو کوم چې زموږ خلک په خپله اسلامي جهان بينۍ کې دومره کمزورى دي چې له بارانه تښتي او ناوې ته دريږي.
    په پارلمان کې د واعتصمو بحبل الله جميعا ولاتفرقو مفهوم او معنا يو بشپړ سيا ست دى چې هېڅ ډول کراسي او سي سي ورسره سيلي نشي کولاى خو دا زموږ د پارلمان ناپوهي ده چې په سمه لار کې له هغې نه ګټه نشي اخستلاي زه تاسره دسولې د اعادې لپاره موافق يم خداي (ج) دې په دې ولس کې نور سوله او ارامي راولي چه دولس د سعادت او نيکمرغي سبب شي. سوله ستر صفت دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *