شعر د خوند لپاره وي او که اخلاقي ، تعلیمي نقش لري؟
رومي شاعر هوراس ( په اتم میلاد مخکې کال کې مړ) دې پوښتنې ته اسانه ځواب پیدا کړ او ویې ویل چې شعر هم د فایدې لپاره دی، هم د خوند لپاره.
کوم خوند؟ مونږ که مڼه خورو خوند راکوي خو د مڼې لذت حسي دی او د شعر لذت معنوي. ځینې ذهني خوندونه په اسانه تر لاسه کېږي خو له شعره د خوند د اخیستلو لپاره یوه کلتوري سویه راته پکار ده. شعر نه حسي خوند دی او نه اسانه او برسېرن.
که پوښتنه وشي چې دنیا له اسانه لذتونو ډکه ده، بنیادم ولې ځان د ډېرو خبرو زده کولو ته د دې لپاره مجبور کړي چې له شعرونو څخه خوند واخلي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ویل کېږي چې یو خو د شعر خوند او نور ذهني لذتونه له یو بله بېل دي. ناک او انګور دواړه خوندور دي مګر د یو بل ځای نه شي نیولای. بل ځواب یې دا دی چې په شعر کې د ژوند تجربه او حکمت موندلای شو او د حکمت په رازونو باندې د پوهېدو لپاره خامخا ذهني هڅې او مښود ته اړتیا وي.
ځینې کسان چې د شعر په تعلیمي اړخ باندې چندان باور نه لري، وایي چې که مو تاریخ پکار وي، ولې د تاریخ کتابونه نه لولو؟ او یا که مو اخلاقي درسونه پکار وي ، ولې د اخلاقو فلسفه نه لولو؟ دوی ټینګار کوي چې د شعر تعلیمي اړخ اهمیت نه لري. د دوی یو شمېر ممکن دا تور هم ولګوي چې د ښکلا له ذوقه ناخبره استادان چې د شعر درس ورکوي، مجبور دي په لغتونو، په تاریخي پېښو یا په اخلاقي درسونو زور واچوي او په دې ډول خپل محصلان مصروف وساتي.
د شعر د ماهیت او مقصد په باب بحث کې هغه وخت لاره رانه ورکېږي چې د شعر ګټه او خوند ته په جلا جلا ارزښت قایل شو او د یوې سکې دوه مخونه یې ونه ګڼو.
ښه خبره دا ده چې د شعر خوند او ګټه سره اخښلي او له یو بله نابېلنده وګڼو. په عالي او واقعي شعرونو کې خوند او حکمت نه سره بېلېږي. نه یوازې شعر بلکې هره اصیله هنري ښکلا زموږ دعقل، ضمیر او احساس، د درې واړو د رضایت سبب ګرځي.
د مخاطب د عواطفو او احساساتو په پارولو کې د هنري اثر د نقش په باره کې زیاتې خبرې شوي دي او تولستوي خو بېخي د هنر بنیاد په عواطفو دروي او وایي چې که مثلا یو ماشوم د لیوه لیدلو ویرولی وي او وروسته بیا د همدې پیښې د بیان په وخت د نورو په زړونو کې د ویرې احساس پیدا کړي، د ده بیان هنري ماهیت لري.
له بلې خوا، اصیل هنري اثر که هر څو خیالي وي خو عقل ورباندې قانع کېږي او یو منطق پکې وي. مونږ د �� هنري منطق» په نوم یوه اصطلاح لرو او منظور مو ورنه دا وي چې په اثر کې راغلي جزییات نه بې دلیله راوړل شوي وي او نه د ژوند له تجربو سره په مستقیم یا غیرمستقیم ډول بې ارتباطه وي. نصیر احمد احمدي د ( جوجو) په نوم ناول لیکلی او په هغه کې یې له یوه بل ستوري د راغلي موجود مځکنی ژوند بیان کړی دی. مونږ په عملي ژوند کې دغسې یوه تجربه نه لرو خو دا سوال مو د ذهني تجربو یوه برخه ده چې که په نورو ستوریو کې ژوند وي، څنګه به وي او ژوندي به یې مونږ ته په څه سترګه ګوري؟
که په یوه ادبي اثر کې د عقل د راضي کولو لپاره څه نه وي، هغه اثر نیمګړی دی او عقل هغه وخت قانع کېږي چې په اثر کې د ژوند تجربه او حکمت ووینو.
دغه راز شهکار اثر د وجدان د غوښتنو خلاف نه وي. په یوه کامیاب اثر کې مو که لیکوال له یوه کرکټر سره خواخوږي پیدا کوي، زموږ وجدان هم په دې قانع کېږي چې دغه کس د خواخوږۍ وړ دی.
د خوشحال خټک له دې بیته یوازې د نوې مبالغې په خاطر خوند نه اخلو چې د طمعې او لالچ د غندلو لپاره یې د نورو شاعرانو برخلاف د حاتم سخاوت نه دی ستایلی او بلکې ویلي یې دي چې که مو په زړه کې طمعه نه وي نو د حاتم د نوم اخیستلو ته اړتیا نشته:
د حاتم د سخاوت خبرې مه کړه
لا په دې کې هم د طمعې نښانې شته
دا بیت په دې وجه هم راته ښه ښکاري چې عقل او ضمیر مو ورباندې راضي کېږي. عقل او تجربه راته وایي چې طمعه بنیادم سپکوي او وجدان راته وایي چې ځان باید سپک او بې ارزښته نه کړو. دا سمه ده چې شعر نه د ساینس غوندې په عملي تجربه ولاړه پوهه راکولای شي ،نه د فلسفې غوندې د تعقل په مټ منظم استدلال پکې وي او نه د تاریخ په څېر د ماضي په باره کې باوري معلومات راته لري مګر که پوهه په یوڅه پراخه معنا استعمال کړو نو بیا ویلای شو چې په شعر کې ځکه پوهه او معرفت شته چې د ژوند په باره کې اثرناک پیغامونه راته لري.