د افغان کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۲۵ مخالف وسلوال وژل شوي دي او د ولسوالۍ د شورا د رئیس په ګډون یې ۱۷ تنه وسلوال ژوندي نیول شوي.

دغه دوه ورځني ځانګړي عملیات چې د یادو ځواکونو له لوري د الینګار ولسوالۍ اړوند په سنګره دره کې تر سره او تیره شپه لس بجې پای ته رسیدلي د مخالفو وسلوالو د ۳ مشهور سرګروپانو( امر الله، غازي او شیرخان ) په ګډون په کې ۲۵ تنه مخالفین وژل شوي او ۱۷ تنه یې ژوندي نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې یو یې هم مشهور قوماندان او د یادې ولسوالۍ لپاره د وسلوالو مخالفینو د شورا رئیس زاهد الله او وراره یې او د حشمت الله او عبدالحلیم په نومونو دوه تنه سرګروپان هم شامل دي.

د یادونې ده چې ۱۷ تنه نیول شوي کسان د هغو ۲۵۰ کسانو له ډلې تر بایو متریک وروسته په نښه او د افغان کومانډو ځواکونو له لوري له ځان سره بیول شي کوم چې د عملیاتو پر مهال نیول شوي ول.

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *