استاد رحمت الله حکیمي
دپکتیکا پوهنتون د افغانستان دجنوبي زون یو له هغو پوهنتونونو څخه دی کوم چې په ( ۱۳۹۱ ل ) کال کې یې دتاسیس ډبره کېښودل شوه او اوس مهال په یاد پوهنتون کې دوه پوهنځۍ ( دښوونې اورونې ، زراعت ) شتون لري ، پکتیکا پوهنتون تر (۹۰۰ ) تنو پور ې محصلین لري چې په بیلا بیلو څانګو کې لوړې زده کړې کوي ، دې محصلینواوس دادرک کړې چې بې ځایه رخصتي دټولو په زیان ده نو ټولو په یوه خوله دا ژمنه کړې چې بې له قانوني رخصتیو څخه به نورې رخصتی نه کوو ، په یاد پوهنتون کې ټول کادري غړي ټکړه ، هڅاند او روڼ انده استادان دي ، که څه هم دځینو استادانو پراګرامونه رسیدلي وي ، دوی نور اضافي موااوکتابونه ورته تدریسوي .
دخپلسرې رخصتۍ هغه دود کوم چې د ازموینو نه مخکې ، دعید دورځو نه مخکې زده کړیالانو دزیاتو رخصتیو لار ځانته جوړوله دې کړنو نه یوازې دمحصلینو په استعداد بده اغیزه کوله بلکې ټولنې ته یې هم زیاته صدمه رسوله ، له ښه مرغه چې پکتیکا پوهنتون په دې برخه کې دهیواد دنورو پوهنتونونو نه یوقدام وړاندې قدم کېښود .