د زابل سرپرست والي محمد اشرف ناصري ددې پروژې د کار د پیل پرمهال خبریالانو ته وویل دا سرک چې لس کیلومټره او څلور سوه اتیا متره اوږدوالی لري، د کلات د عمران کوټ سیمه د نوخېز له کلي سره نښلوي.
ناصري وایي ددې پروژې ټول لګښت یوسلو دیارلس میلیونه، اته سوه څلوېښت زره افغانۍ دی چې د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه به ورکول سي.
د سرپرست والي په خبره د دې سرک ټول جوړښتونه په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي او ددې پروژې د بشپړېدو موده یو کال ده.
نوموړی وایي که څه هم په روان کال کې په هېواد کې د پرمختیایي پروژو په برخه کې ستونزې وې خو له نېکه مرغه روان کال د زابل د پرمختیایي پروژو شمېر زیات سوی دی.
بل خوا د دې پروژې د پیل کېدو له امله د مرکز کلات اوسېدونکي هم خوښ برېښي او وایي چې په دې سره به د دوی زیاتې ستونزې هوارې سي.
په زابل کې د دې سرک د جوړېدو چارې په داسې حال کې پیل کېږي چې تېره ورځ په دې ولایت کې د زابل هوایي ډګر د ترمینل د جوړېدو چارې هم پیل سوې