تاند – د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله وتوانیده چې د ۲۰۱۶ کال د نولس کلنو نړیوال جام لوبو ته لاره وکړي. افغان ټیم د غوراوي لوبو په ترڅ کې چې په کویت وو، د شنبې په ورځ کوربه هیواد کویت د ۲۰۶ منډو په توپیر مات کړ، تر دې مخکې یې مالیزیا، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او نیپال ته هم همداسې په ستر توپیر ماتې ورکړې وې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ټیم چې ډیرې هیلې ورپورې غوټه کیدای شي د کویت تر روان ټورنمنټ مخکې درې دوستانه لوبې د پاکستان له ۱۹ کلونو لوبغاړو سره وکړې چې دوه په یوه یې د یو ورځنیو لوبو دا لړۍ وګټله.

دا دریم ځل دی چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله نړیوال جام ته لاره کوي، دا ځل افغان ټیم یوه ښه چانس لري څو په نړیوال جام کې ډیر وځلیږي. دا چانس د اوسنیو لوبغاړو دی، په هغه ډله کې چې له کویت سره د شنبې په ورځ ولوبیده یوازې ده لوبغاړي به د عمر په حساب ونه کړای شي چې په بنګله دیش کې په نړیوال جام کې ولوبیږي نور ټول لوبغاړي لږ عمره دي او دا چانس به ولري چې په نړیوال جام کې هم د خپل هیواد نوم اوچت کړي. له کویت سره د لوبیدلیو افغان لوبغاړو عمرونه:

په ۱۹ کلونو افغان لوبغاړو کې:

شهیداله ۱۵ کلن دی

حضرت اله ۱۶ کلن

احسان الله ۱۶ کلن

جمعه ګل ۱۵ کلن

طارق ۱۴ کلن

نوید الحق ۱۵ کلن

رشید خان ۱۶ کلن

ضیا الرحمان ۱۶ کلن

محمد سردار چې ویکټ ساتونکی دی ۱۵ کلن

وحید الله شفق ۱۷ کلن او نژدې دی چې ۱۸ کلن شي

محمد ظاهر ۱۷ کلن او ۱۸ ته نژدې دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *