دپكتيـكا ولايـت مقام مطبوعاتي دفتر
خبر پاڼه
د وسلوالو مخالفينو لخوا ځای پر ځای شوي ماين د دوو تنکيو زده کوونکو ماشومانو ژوند واخيست
د پکتیکا ولایت مقام د رسنیو دفتر
۱۳۹۲کال د چنګاښ ۱۳ مه
د دولت وسلوالو مخالفينو لخوا پر ملکي وګړو وسلوال بريدونه او يا هم پر لويو لارو د ماينونو ځای پر ځای کول چې ډير مهال پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي کومه نوي خبره نده، د دولت وسلوالو مخالفينو لخوا يو ځل بيا د يوه ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله دوه تنه تنکي ماشومان چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روان وو شهيدان شول
ياده دردوونکي پېښه نن له غرمي وړاندې ۱۰:۳۰ د پکتيکا ولايت سروضې ولسوالۍ د مارزکو په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو شمير زده کوونکي له ښوونځي څخه د کورونو پر لور روان وو
د پکتيکا والي ښاغلي محب الله صمیم ياده دردوونکي پېښه په سختو ټکو غندلي او ويلي يې دي چې ((پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول ماشومانو او د پوهنې بهير پر لارويانو دا ډول بې رحمانه بريدونه دا څرګندوي چې ددې هيواد قسم خوړلي دښمنان دا زغم نه لري چې زمونږ ماشومان زده کړې ترسره کړي))
د پکتيکا والي محب الله صمیم خپل د ډاډګيرنې مراتب د تیکيو شهیدو ماشومانو کورنيو او د پوهنې بهير لارويانو ته وړاندې کوي.