د ښې حکومتدارۍ ځانګړيتوب:
د ښې حکومتدارۍ د اهميت او ځانګړيتوب په هکله په اسلامي، معاصرو او قد يمو علومو کې ډېر تاکید شوی دی. ښه حکومتداري ټولنه کې ثبات، د انساني حقونو مراعات، سولې او انکشاف ته لاره هواره وي.
د ښې حکومتدارۍ اصلي ستنه په يوه ټولنه کې اجتماعي عدالت او د قانون حاکمیت دی. په قران شريف کې د ښې حکومتدارۍ په اړه ډېر تاکید شوی دی. په سورت مايده کې راغلي دي: عَلى أَلاَّ تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوى وَاتَّقُوا اللهَ إِنَّ اللهَ خَبِيرٌ بِما تَعْمَلُونَ (۸) ژباړه: عدل (انصاف ) وکړئ، تاسې! هم دا عدل ډېر نږدې دی، تقوا او پرهيزګارۍ ته. همدا شان په سوره ال عمران کې الله جل جلاله فرمايي: وَشاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ (۱۵۹) يا پيغمبره له خپلو ملګرو سره مشوره وکړه. په سوره شورا (۴۲:۳۸) کې الله تعالی فرمايي: (وَأَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ) ژباړه: د مسلمانانو يو صفت دا دی، چې تر خپل منځ په کارونو کې سره مشوره کوي. په سوره نسا ايت(۴:۵۸) کې الله تعالی فرمايي: إِنَّ اللهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَماناتِ إِلى أَهْلِها وَإِذا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللهَ كانَ سَمِيعاً بَصِيراً (۵۸) بيشکه الله امر کوي، په تاسې (ای مومنانو) د دې چې وسپارئ، تاسې امانتونه اهل د امانت ته اوچې کله د خلکو ترمنځ فيصلې کوی، بايد په عدالت فيصله وکړئ.
همدا شان نهه پيړۍ د مخه د اسلام لوی عالم ابن قطيبه ويلي: له پوځ پرته حکومت نشي جوړېدای، پوځ پيسو ته اړتيا لري، پيسې بې له انکشافه نشي لاس ته راوړل کېدای او انکشاف بې له ښې ادارې يا حکومتدارۍ نشي راتلای.[1]
په ۲۰۰۲ م کال کې د ملګروملتو مشر کوفي عنان د ملکروملتو عمومي غونډې ته وويل، چې په نړۍ کې د انکشاف د پراختيا او سولې لپاره تر ټولوغوره لامل په سيمه ييزه، ملي اونړيواله کچه ښه حکومتداري ده.
که مونږ د افغانستان تيرو درې، څلور لسيزو ته چې زمونږ په منځ کې ژوندی تاريخ دی، نظر واچوو، نو د جګړو اصلي لامل د وارد شوو ايډيالوژيواو مداخلو ترڅنګ د ښې حکومتدارۍ نشتوالی او دا خلا اوس هم شته. د ښې حکومتدارۍ د نه موجوديت په صورت کې اجتماعي عدالت له منځه ځي، ظلم او زياتي اوج ته رسيږي. کله چې اوج ته ورسیږي، نو د ملک د له منځه تلولو، د حکومتونو د راپرزېدو او د داخلي جګړو وېره هم رامنځ ته کیږي. وايي، چې (ان الله ينصر الدولة العادلة وان كانت كافرة) ( ولا ينصر الدولة الظالمة وان كانت مؤمنة) [2] يو ملک د کفرلاندې پاتې کېدای شي، خو نه د ظلم لاندی. په بل ځای کې راغلي دي : (با لعدل قامت السموات و الارض )[3] د عدل په وسيله ځکمه او اسمانونه ولاړ دي او په خپل مسير باندې حرکت کوي.
د ښې حکومتدارۍ تعريف:
د ښې حکومتدارۍ په هکله نړيوالې ادارې لکه د ملګروملتونو انکشافي اداره (يو ان. ډي. پي) اروپايي ټولنه، نړيوال بانک، معاصر(نوو) او قديم (پخواني) پوهان ځانګړي تعريفونه لري. همدا شان په اسلامي علومو کې هم د ښې حکومتدارۍ ځانګړي تعريفونه او بېلګې په نښه شوي دي، چې مخکې يې يادونه وشوه. دلته څو تعريفونه د بېلګې په توګه درسره شريکوو.
۱. شفافيت، برخه اخستنه، احتساب، موثريت اوهمغږي د حکومتدارۍ په ټولو سطوحو کې
۲. په يو ملک کې د خلکو د ښه ژوند کولو لپاره په ادارو کې د قدرت استعمال.
۳. تفاهم، مساوات، قانون حاکميت او په تصميم ګرۍ کې د ټولو پرګنو ونډه اخستنه.
۴. په عمومي توګه ښه حکومت داري په ټولو رسمي او غير رسمي ادارو کې د کلتور، روايتونو او اصولو مجموعه ده، چې څنګه دوی خپل قدرت استعمالوي، څنګه د خلکو غوښتنو ته غوږ نيسي او څنګه د خلکو ستونزو د حل په موخه پرېکړې کوي.
که پور ته تعريفونه وڅيړو، نو ښه حکومتداري پروژه نه ده، بلکې يوه پروسه ده او که د دې تعريفو نه خلاصه يا نچوړ را واخلو، نو ښه حکومت داري، د تصميم نيونې، برخه اخستنې او احتساب پروسه ده چې ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او ټولنو ته راجع کيږي. په ښه حکومتدارۍ کې د ټولنې هر وګړی برخه او ونډه لري. د بېلګه په توګه حکومت بايد ښه چارواکي وټاکي، ولس بايد ښه وکیلان یا استازي وټاکې او همدا شان ښه وکيلان ښه چارواکي او قضاييه قوه ټاکي. ښه حکومتداري د زنځير کړيو ته ورته لړۍ ده، چې يو کار يې له بل سره تړلی دی او د موټر د ماشین په توګه ټولې پرزې سره همزمان باید کار وکړي، تر څو موټر په حرکت راشي او بیا ښه چلوونکي ته ضرورت دی، چې له موټر نه ګټوره ګټه د ولس په نفع واخلي.
د بدې يا نا سالمې حکومتدارۍ انجام يا پايلې په لاندې ډول دي:
د نا سالمې حکومتدارۍ په پايله کې ټولنه د لاندې ناخوالوسره مخامخ کيږي[4]:
۱ ـ د نا سالمې حکومتدارۍ لومړنی اغيز اداري فساد، رشوت او بډې اخستنه ده. له قدرت څخه نا وړه ګټه اخستنې ته فساد وايي. بډې اخستنه، بډې ورکول او ترمنځ يې وساطت يا منځګړيتوب کول درې واړه په اسلام کې د افغانستان په قوانينو او هم د ولس په منځ کې ناوړه عمل ګڼل کيږی، نو ځکه رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايي: الراشی و المرتشی و الرايش، الذی يمشی بينهما. [5]
۲.د ناسالمې حکومتدارۍ په موجوديت کې هميشه د عامه ښيګڼو لپاره د منابعو کمښت رامنځ ته کيږي، خلک پانګونې ته زړه نه ښه کوي، چې په پايله کې اقتصادي پرمختګ له رکود سره مخامخ کيږي او ولس هم ډول ډول ستونزې ګالي.
۳. کله چې اداري فساد عام شي، نو د ژوند د هر کار لپاره بايد ولس باج يعني بډې ورکړي.
۴. د دولت مال خپل نه ګنل د نا سالمې حکومت دارۍ مهمه برخه ده. مونږ او تاسې په موجوده حالاتو کې ګورو چې دولتي مالونه لکه موټر، ودانۍ، باغونه او يا نور وسايطو نه څنګه ناوړه ګټه اخستل کيږي، دوی دغه توکي او اموال خپل ملکيت نه ګڼي، نو ځکه خو يې په استعمال کې هم له احتياط نه کار نه اخلي. د دولتي مالونو په ساتنه کې څنګه چې یو تن د خپل مال نه ساتنه کوي، هماغسي ساتنه او پاملرنه باید د دولتي مالونو نه هم وشي، خو د افسوس ځای دی، په عوض د دې چې د دولتي اموالو ساتنه وشي، نو دا اصطلاح ویل کیږي، چې د سرکار مال دې وهه يې، پروا يې مه کوه. حال دا چې په پخوا وختونو کې به دا اصطلاح وه، د سرکار يا دولتي مال درد لري، خو مرګ نلري او که څوک به د دولت پوروړي يعني باقي و، نو د هغه کورنۍ به هم مجبوره وه، چې د دولت باقي ورکړي او که نه ټول جايداد يا ملکيت به يې ظبط کېده.
۵. د ناسالمې حکومتدارۍ په پايله کې بی باوري زياتيږي او اجتماعي بې اعتمادي رامنځته کيږي. اوس مونږ ګورو چې دولت په خپل ولس او ولس په دولت باور نلري، د هرې ورځ په تېرېدو سره د ولس او دولت ترمنځ واټن زياتيږي.
۶. د ناسالمې حکومتدارۍ په موجوديت کې اجتماعی شخړي زياتيږي. مونږ ګورو چې په سيمو کې کورنۍ او اجتماعي شخړې زياتې شوي دي، چې نه د حکومت تروسې پوره ده، چې دا شخړې حل کړي او نه پرې د ولس وس رسيږي، چې ښه بېلګه يې د شنوارو شخړه ده، چې په لس ګونو کسان په خالي ډاګ باندې ووژل شول او اوس هم لا حل شوې نه ده.
۷. کله چې نا سالمه حکومتداري اوج ته ورسيږي، نو په دولتي ادارو(حکومت، پارلمان او قضا) باندې اعتماد کميږي. نه یواځې د دې ادارو فعاليت او هلې ځلې په ټپه دريږي، بلکې دغه ادارې تر خپل منځ د يو بل د فعاليتونو د خنثی کولو هڅې کوي، چې په موجوده حالت کې مونږ دا وضيعت په افغانستان کې ګورو. د دې پر ځای چې د دولت درې ګونې قواوې يو بل حمايه کړي، پر يو بل تورونه لګوي او د کارونو د پرمختګ په وړاندې خنډونه جوړوي، چې دې کار د حکومت اثر ته ډېر زيان اړولی دی.
۸. باالاخره د نا سالمې ادارې په موجوديت کې د ولس اقتصادي وضعيت لاپسې خرابيږي، بشري او مدني حقونه تر پښو لاندې کيږي او امنيتي وضعيت دومره خرابيږي، چې د دولت د سقوط سبب هم ګرځي.
خدای دی وکړي، چې مونږ دې وروستۍ مرحلې ته ونه رسږو، ځکه چې د نظام يا دولت په ړنګېدو کې د ملت خير نه شته او مونږ ټول بايد د نظام د ښوالي لپاره هر يو په خپله ساحه کې او تر خپلی وسې کار وکړو. زما په اند د نه نظام نه بد نظام هم ښه دی، ځکه مونږ او تاسې د نويمې لسيزې حالات ليدلي، چې د نه نظام په صورت کې ملوک الطوايفي او پاټک سالاري وه او د ولس مال، عزت او ناموس خوندي نه و.
دا چې د ښې حکومتدارۍ په تعريف او ښيګڼو، همدا ډول د نا سالمې حکومتدارۍ په پايلو او عواقبو باندې يو څه رڼا واچول شوه، نو د ښې حکومتدارۍ په ابعادو باندې رڼا اچول ضروري دي.
نړیوال بانک د ښې حکومتدارۍ لپاره درې جامع يا هر اړخيز ابعاد ټاکلي دي:
۱.سياسي
۲.اقتصادي
۳. دولتي موسساتوته احترام
دلته د پورته د درې يادو شويو اړخونو په اړه تفصيل ته ضرورت دی.
لومړی: سياسي اړخ:
د ښې حکومتدارۍ سياسي اړخ د قدرت نيولو او انتخاب پروسه ده، چې په يو ملک کې منتخب او يا انتصابي دولتي چارواکي څنګه د خدمت لپاره ټا کل کيږي. که په يو هېواد کې دولتي چارواکي د يوې سالمې او شفافې پروسې له لارې وټاکل شي، نو د ښې حکومتدارۍ د ښوالي نښې نښانې د همدې پروسې نه پيل کيږي. په سياسي پروسه کې د ولس رول ډېر مهم دی، چې څنګه خپله رايه يو پوه، امانت ګر او د ولس خدمت ګار شخص ته ورکړي. ځکه پوهه، امانت داري او خدمت درې واړه سره تړلي دي. که يو شخص پوه وي، خو امانت داره نه وي، نو بيا هم د ولس په درد نه خوري، او که يو شخص پوه او امانت داره هم وي، خو د خدمت جوګه نوي، نو بيا هم دولس په درد نه دوا کيږي. يو شخص بايد هم عقل ولري او هم احساس. ګل پاچا الفت صيب عقل د ګوډ سره او احساس د نابينا انسان سره مقايسه کوي. يعني که يو څوک عقل ولري، خو احساس د خدمت کولو ونلري، نو داسې دی، لکه ګوډ چې چیرته نشي تللی او د خدمت جوګه نه دی او که څوک احساس ولري، خو عقل ونلري، نو داسې دی، لکه ړوند چې سر يې خامخا پر يو ځای لګيږي او ژوبليږي. نو عقل او احساس بايد سره ملګري وي.
کله چې حضرت يوسف عليه وسلم د مصر پادشاه ته ورغی او د خوب تعبير يې ورته وکړ، نو ورته يې وويل، چې (انی حفيظ عليم ) [6] يعني د مصر د خزانو چارې ما ته راوسپاره، ځکه چې زه هم امانت داره يم او هم په دی چارو پوهيږم.
دا چې موږ په افغاني ټولنه کې د مشر ټاکلو لپاره د افغاني دود له مخې ډېرې وړ لارې چارې لرو، نو افغان ځوانان بايد د خپل مشر د ټاکنې په پروسه کې بې تفاوته پاتې نشي او په جرګه، مرکه او هم د انتخاباتو په پروسه کې خپله ونډه واخلي.
دويم: اقتصادي اړخ:
په اقتصادي اړخ کې د یوه دولت ظرفيت په دې پورې تړلی دی، چې څنګه خپله منبع اوعايدات راټول او هغه په سمه توګه د يوه صحيح پلان او پاليسۍ له لارې مصرف کړي. مونږ ګورو، چې په تيرو دريو لسيزو کې افغانستان ته د شرق او غرب او هم د عربو او عجمو په سل ګونو ميليارده ډالر، روبل، ريال، او کلدارې راغلې، خو دا چې زموږ د وخت حکومتونو او زوراکانو سالمه اداره او سمې پاليسۍ د دې مرستو د لګښت لپاره نه درلودې، نو سمه ګټه ترې وانه خستل شوه او افغانستان اوس هم د نړۍ د فقيرو هېوادونو په لړ کې دی. په اقتصادي او انکشافي بحث کې ويل کيږي، چې د يو ملک پرمختګ يواځې په دې پورې اړه نلري، چې زياتې طبيعي زيرمې او منابع ولري، ځکه ډېر داسې هېوادونه شته، چې ډېرې طبيعي زيرمې لري، خو د دنيا فقير او وروسته پاتې بلل شوي او د نا امنه هېوادونو په لړ کې راځي، چې ښې بيلګې يې د کانګو، سوډان او نايجيريا هېوادونه دي. اما ډېر داسې هېوادونه شته، چې طبيعي زيرمې نلري، خو د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له ډلې بلل شوي، لکه جاپان او دوبۍ.
که مونږ اسلامی تاريخ ته نظر واچوو، کله چې بيت المال کې خيانت نه کېده او ماليه (زکات او عشر) سم ورکول کېدل او بيرته د ولس د ښيګڼې لپاره مصرفيده، يعني حکومتداري ښه وه، نو اسلامي نړۍ مخ په پرمختګ روانه وه اواسلامي علماءو به نوي نوي ایجادونه کول، خو کله چې په بيت المال کې خيانت پيل شو، حکومت داري نا سالمه شوه او د ماليې له ورکړې ډډه وشوه، نو اسلامي هېوادونه مخ په تنزل شول.
درېيم : دولتي موسساتو او قوانينوته د احترام په سترګه کتل:
دريم مهم اړخ د ښې حکومت دارۍ د دولتي ارګانواو هم د ولس له خوا دولتي موسساتو او قوانينو ته د احترام په سترګه کتل او د هغې منل خورا مهم دي. د افغانستان د اساسي قانون په اساس د دولت د درې ګونو قواوې مسوليتونه او صلاحيتونه په ګوته شوي دي. که پارلمان کوم تصميم نيسي، بايد اجراييه قوه هغه ومني او د مقننه قوې فيصلې پلې کړي، ولو که د هغوی فيصلې د اجرائيه قوې په تاوان هم وي. همداسې مقننه قوه هم بايد د اجرائيه قوې نظارت وکړي، نه دا چې د اجرائيه قوې په چارو کې مداخله وکړي. د مقننه قوې صلاحيت دی، چې وزايرانو او قضاتو ته د اعتماد رای ورکړي او يا دوی صلب اعتماد کړي، خو د وکیلانو فيصلې او راې بايد د تنظيمي، قومي او يا شخصي ګټو په بنياد نه وي، بلکه د اهليت، خدمت اوصداقت پر بنياد وي. همداشان که قضا کومه فيصله کوي، نو طبعي خبره ده، چې د قضا فيصلې به د یوې خوا په ګټه او له بلې خوا په تاوان وي، خو اجرئيه قوه با يد د قضائيه قوې فيصلې تطبيق کړي. قضا ئيه قوه هم بايد هېڅ سمتي، قومي او يا شخصي ملحوظات په نظر کې ونه نيسي. د دولتي چارواکو فيصلې باید د عامه ښيګڼو او په ټول ولس باندې يوشان تطبيق شي، نه چې د مور ميرې سلوک وکړي.
همداشان ولس هم د قوانينو په تطبيق کې خورامهم رول لري او دوی يواځې بايد د پوليسو او يا دولت له ويرې په زورقوانين ونه مني، بلکې ذهناً دې دې ته حاضر شي، چې په يوه متمدنه ټولنه کې ژوند کوي او که د قوانينو نه سرغړونه وکړي، نو خامخا جزا ګوري، نو بايد د مقرراتو او قوانينو په عملي کولو کې مرسته وکړي، نه دا چې د هرې سرغړونې لپاره بايد سړی عدلي او قضايي ارګانونو ته راوکښیل شي ځکه د هري قضيه په تعقيب او تطبيق کې دولت مالی لګښتونو ته ضرورت لري او په دې توګه به د دولت مال چې په حقيقت کې د ولس مال دی، بيځايه نه مصرفيږي او د دې پر ځای به دغه پيسې د ولس د ښيګنې لپاره په مصرف ورسيږي.
مونږ د ليکل شويو قوانينو ترڅنګ، ډېر نا ليکلي قوانين او اصول په کور، کلي او ټولنه کې هم لرو، چې هغه هم په ښې حکومتدارۍ باندی اغيز لري. د بېلګه په توګه د يوبل سره مرسته، د مشرانو احترام، په عامه کارونو کې برخه اخستل چې مونږ ورته اشر وايو خورا مهم دودونه دي. حتی پخوا به د سړکونو، ښوونځيو او دولتي ودانيو جوړول او يا د خپلې سيمې او کلي امنيت ساتل، هم په بېګار کې راتلل او خلکو به په کې برخه اخسته، نو په دې توګه پخوا خلکو آرام ژوند درلود، که څه هم په پخوا وختونو کې اقتصادي ژوند او د علم کچه د اوس په پرتله ډېره ټيټه وه، خو زمونږ مشرانو زمونږ په پرتله آرام ژوند درلود، ځکه چې پخوا حکومتداري ښه وه، خلکو په ښې حکومتدارۍ کې برخه اخيسته او هم يې قناعت کاوه. پخوا نه دومره مرستې وې او نه دومره انجوګانې، ځکه مفتې پيسې راتګ او د دې پیسو نه بېځايه ګټه اخستنه د ولس په روان تاثر لري، ولس مفت خوره اموخته کوي او د مفت خورۍ نه ځانونه خلاصول دومره سخت دي، چې څنګه روږدي کسان د نشه يي توکو له استعمال نه ځانونه خلاصوي.
د پای خبرې :
زما په اند د لويديځې نړۍ د پرمختګ اصلي پنځه علتونه زه په ګوته کولای شم، چې په حقيقت کې دوی دا د اسلامي اصولونه اخستل شوي دي او په ښې حکومتدارۍ پورې اړه لري:
۱.د ټکس يا ماليې سيستم دی، چې حکومت د خپل ولس نه ماليه ټولوي او تر زيات حده حکومت ماليه بيرته په شفافه توګه د خپل ولس د ښيګڼو لپاره مصرفوي. په اسلامي سيستم کې زکات او عشر هم د ټکس يو سيستم دی او کله چې زکات او عشر په سمه توګه راټولېده، په بيت المال کې خيانت نه کېده، نو مسلمانان هم پر مخ روان و.
۲. په امريکا کې دا شعار دی، چې يو نسل بل نسل ته کارکوي. يعني تېرو نسلونو که څه کړي، د هغه نه مونږ ګټه اخلو او مونږ چې څه کوو، نو دهغه نه به راتلونکی نسل ګټه پورته کوي. دا عمل د هغه مقولې مفهوم دی، چې علی (رض) ته منسوبيږي، چې وايي، د د نيا کار داسې کوه، چې هېڅ نه مرې او د اخرت کار داسې کوه، چې سبا مرې، خو افسوس زمونږ په منځ کې دا رواج ده، چې د کوم کار نه زه ګټه نه اخلم، نو ماته يې څه او يا که يوه ژرنده اوړه پيدا کړو، نو بيا لاس تر زنې ناست يو، ترڅو مو چې هغه نه وي خلاص کړي، نور کار نه کوو. مګر پرمختللي هېوادونه په موجوده پرمختګ قانع نه دي او په دې هڅه کې دي، چې بايد نور پرمختګ هم وکړي.
۳.غربي نړۍ هميشه په دې فکر ده، چې دوی به خپل ملکونه پخپله جوړوي او بل چا ته به سترګې په لار نوي، خو مونږ په دې فکر يو، چې نور بايد مونږته هر څه وکړي. په پښتو کې متل دی وايي، چې ته حرکت وکړه خدای به په کې برکت واچوي. که مونږ په رښتيا د وطن د جوړوېدو فکر په خپل ځانونو کې پيدا کړو، نو بيا خدای په کې برکت اچوي.
۴.د لويديځې نړۍ د پرمختګ بل دليل د قدرت نه ميراثيتوب کې ګوري. کله چې په اسلامي هېوادو کې قدرت ميراثي شو، نو پيشرفت هم ختم شو، ځکه چې د حکومت ټولې منابع د پادشاهانو د عياشۍ او يا د هغوی د قدرت ساتلو په مقصد مصرفيدې، نه د ولس د خدمت لپاره. نو ځکه په اسلامي او غيراسلامي هېوادونو کې چې چيرته قدرت ميراثي دی، وروسته پاتې دي.
۵.د بيان آزادي. د بيان آزادي په يوه ټولنه کې خورا مهمه ده، البته د بيان آزادي، دې ته نه وايي، چې يو بل ته سره ښکنځو يا دښنمي وکړو. د بيان آزادي د يو بل نظريانو او اندېښنو ته غوږنيول او د ستونزو د حل لپاره يوې معقولې لارې پيدا کولو ته وايي. د نظر اختلاف او حتی سياسي رقابت او دښمنۍ سره بايد فرق ولري. متاسفانه زمونږ په ټولنه کې سياسي رقابت او د نظر اختلاف د دښمنۍ سره پرتله کيږي او د يو بل سره دښمني پرې کوي. مونږه په خپله ټولنه کې ګورو، چې د انتخاباتو د رای ورکولو په پروسه کې څومره دښمنۍ رامنځ ته کيږي، حال داچې په پرمختللې ټولنې داسې نه دي. يوه ورځ حضرت عمر(رض) خطبه ويله، نو سلمان فارس غوندې فقير صحابي ور پورته شو او ورته ويې ويل: عمره مونږ ستا خطبه نه اور او ستا اطاعت نه کوو ! حضرت عمر (رض) خپله خطبه بس کړه او د منبر نه راښکته شو، ورته يې وويل، چې ولې زما خطبه نه اورې؟. سلمان فارس (رض) ورته وويل، مونږ ستا خطبه ځکه نه اورو، چې تا بې عدالتي کړې او د يو غيرعادل سړي خطبه اورېدل نا روا دي. حضرت عمر (رض) ورته وويل، چې ما څه بې عدالتي کړې ده. ده ورته وويل، چې کله مونږ ټوټه (تکه) تقسيموله نو ټولو مساوي حصه واخستله، خو د هغې کپړی نه زمونږ کالي (جامي) سمې نه دي راغلې، خو ستا جامي اوږدې دي، نو تا زياته کپړه اخستې ده او بې عدالتي دې کړې ده. حضرت عمر(رض) ورته وايي، چې د دې اعتراض ځواب به زما زوی عبدالله درکړي. د حضرت عمر(رض) زوی پاڅيږي او وايي، چې تاسې ګورئ، زما زړې کپړې په تن دي، ځکه چې ما خپله برخه سهم خپل پلار ته ورکړی دی، نو دې د صورت (قد) نه غټ و او د هغه کپړې نه يې جامې نه کېدلې او هم اميرالمومنين دی، نو جامې يې بايد سمې وي. سلمان فارس د دې وضاحت نه ورسته عذر غواړي او ورته وايي، نو ښه ده اوچت شه او خپله خطبه ووايه. که پورته بېلګې ته نظر واچوو، نو دا د بيان د ازادۍ يوه لويه نمونه ده، ځکه يوعادي صحابي څنګه په خپل مشر، امير يا پادشاه باندې د اعتراض کولو جرئت لري او مشر، امير يا پادشاه ورته څنګه غوږ نيسي.
د ښې حکومتدارۍ بحث يو ډېر مهم بحث دی، چې زيات تفصيل ته ضرورت لري، خو په پورته توګه ما هڅه وکړه چې خلاصه يا نچوړ يې دلته راوړم او په وړوکې مقاله کې مې ځای کړ. هيله ده، چې زمونږ ځوان نسل ترې څه زده کړي او په ورځني ژونه کې ترې ګټه پورته کړی. بی له ښې حکومتدارۍ په يوه ټولنه کې ممکنه نه ده، چې امن اوانکشاف راشي.
[1] http://www.nps.edu/programs/ccs/Docs/Pubs/unands_Jan.pdf (last accessed 18 October 2011)
[2] شيخ الاسلام ابن تيميه په مجموعه الفتوا ۶۳/۲۸ کې ذکر کړې
[3] الألوسي په روح المعاني: 27/101:” کې مرفوع حديث بللی
[4] دنا سالمی حکومت دارۍ دغه لاندی په ګوته شوی ټکی د امریکا د مشهوره پوهنتون ستنفورد استاد پروفيسر ليری دايموند د لیکچر برخه ده چې مونږ ته يي په ۲۰۰۶ م کال کي چې ما هلته فيلوشیپ کاوه راکړی و.
[5] رواه أحمد 279 وابن أبي شيبة 6 / 587 رقم 2133 والحاكم 4 / 103 والطبراني 1 / 88 والبزار 2 / 124 رقم 1353 .
[6] سوره يوسف ايات نمبر ۵۵