تاند- د افغانستان اجراییه ريیس عبدالله عبدالله وویل چې ژر به په کابینه کې اساسي بدلون راوستل شي.

ښاغلي عبدالله دا خبره نن د افغانستان په پوځي اکاډیمۍ کې وکړه.

د عبدالله عبدالله د ټیم د سرچینو له قوله مخکې ویل شوي و چې په نوې کابینه کې به د اوسنۍ کابینې هیڅ غړی شامل نه وي.

ولسمشر غني ویلي و چې نوې کابینه به د لندن تر کنفرانس مخکې جوړه شي خو اوس داسي نه ښکاري چې کابینه دې د روانې میلادي میاشتې تر پایه جوړه شي.

د لندن کنفرانس د دسمبر په لومړیو کې جوړېږي. داسي ښکاري چې د دغه کنفرانس لپاره د افغانستان نوې کابینه مهمه وي.

په همدې حال کې د کابینې د جوړولو لپاره د دوو ټیمونو د ګډې کمېټې غړیو افشا کړې چې د کابینې د غړیو او د هر لوري د ونډې پر سر جدي اختلاف لري.

د دې کمیټې غړي وايي چې دوی تر اوسه پورې دیارلس غونډې کړي دي خو د دواړو خواوو تر منځ د اختلافونو له امله خبرې اترې بې نتیجې پاتې شوې.

یو لوری د دواړو خواوو ترمنځ شوې موافقه داسي تعبیروي چې باید د کابینې په شمول ټولې حکومتي چوکۍ نیم په نیمه د دوو ټیمونو ترمنځ ووېشل شي خو بل لوری دا کار د قانون د هغې مادې خلاف بولي چې د ولسمشر صلاحیتونه پکې څرګند شوي دي.

د کابینې د جوړولو په کمیټه کې د ولسمشر یو استازي اسدالله سعادتي پرون /شنبه/ وویل لومړۍ باید د دواړوو ټیمونو ترمنځ چوکۍ وویشل شي او بیا په افرادو بحث وشي.« موږ وايوو چې دا د سیاسي موافقې او په اساسي قانون کې د ولسمشر د صلاحیتونو خلاف خبره ده باید مشارکت ته پام وشي، چوکۍ د هیچا شخصي ملکیت نه دی چې په خپلو کې یې سره وویشي. موږ دا شان یو دولت غواړو.»

خو د اجرایي رییس استازي د کابینې د جوړولو او د خپلو غوښتنو لپاره خوشبینه دي.

د کابینې د جوړولو په کمیته کې د اجرايي ریس استازی سید حسین عالمي بلخي وايي چې دوی د قانون خلاف غوښتنې نه دي کړي.

نوموړی وایي چې اجراییه رییس له هغو پوستونو پرته چې د ازادې سیالۍ له لارې خلک ورته استخدامیږي په نورو ټولو پوستونو کې نیم په نیمه حق لري.

عبدالله عبدالله په پوځي اکاډیمۍ کې وویل چې د افغانستان حکومت د هیواد ملي ګټو ته په پام له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی:«موږ افغانان له خپلو ګاونډیانو سره په دوستانه اړیکو او سوله ییز چاپېریال کې د اوسېدو غوښتونکي یوو.»

ده د افغان امنیتي ځواکونو د مهارتونو او وړتیاوو د ستاینې ترڅنګ وویل، ځینو ګومان کاوه چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د هیواد دفاع ونه کړای شي خو هره ورځ چې تېرېږي د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا او ظرفیت ثابېږي.

3 thoughts on “عبدالله وايي په کابینه کې به ژر اساسي بدلون راوستل شي”
  1. ځینی خارجی دولتونه نه غواړی چی د افغانستان نوی کابینه په کار پوه اواهل کابینه او افراد وی او ددی لپاره په بعضی ټیمونو کی یی خپل کسان ځای پر ځای کړیدی تر څو پدی لاره کی پرمختګ رامنځته نه شی. افغان ولس باید پوه اود خارجی دسیسو په کلکه مقابله باید وکړی.

  2. محترم ريس صاحب أجرا يؤي !
    تاسي واءي جه به كأبينهء كي به اساسي بدلون منخ ته راشي .
    دستا خخه به دا سوال مطرح كوم، كوم بدلون؟
    دانتخاباتو به وخت كي به انتخاباتي سيستم جني وهل او اوس دكا بيني به جور ولو جني وهل ديته ستا به نظر اساسي بدلون واي ءاو يا داجه دملت به نزد دخبل اعتبار دلاسه وركول دي.
    داجه دكا بيني به جورولو سره نه جوريزي داينده طمع كول هم دستاسي به وجود كي به كار ندي
    لطفاء هغه لاره غوره كره جه ستا عزت او اعتبارته كته ورسوي.
    دوهم سوال به داسي در خخه وكرم داجه دكا بيني به جورولو كي اختلاف لري اينده سوق وأداره به خنكه كوي ته به ءي يو خوا كش كوي او اولسمشر بلي خواته ايا نتيجه ددي كار به يو أنا رشي وضعه منخ ته رانه وري. بيا به ملت ته خه جواب لري ؟ بلي جواب به مو همداوي جه مانه دي كري هغه كري ،هغه به واءي جه نه هغه .
    مكر به دي هم بوه شي جه اساسي مسوليت داولس مشر به غاره دي ملت ته هغه جواب ده دي نه ته لازم بولم جه اولسمشر خبل كارته بريزده دهغه دكارو خند مه كر خه.
    داجه زه يو أفغان او به أفغانيت كي بيا أفسر يم خانته داحق وركوم جه واقيعت وليكم او خبل فردي تاريخي مسوليت رفعه كرم..
    دشيطانانو دي كور وران شي جه تاسي خبل اتحاد او اتفاق ته نه بريزدي.

  3. ډیر ډیر خنډونه به را پیدا شی یوازی کا بینه نده تنظیمونه هم دولیانو دپاره چوکی غواړی دغه شل-دیرش زره ډالر دمیاشتی چه ولیان تنظیموته رالیږی دغه یو تنظیم هم نه غواړی والی دلاسه ورکړی با بو لالی ډیری دی غوږ ورته ونیسی دګټو تقسیمات دی اوبس نوره خبره ختمه شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *