بې ځوابه
تلویزیوني خبر و. ګڼ خلک ولاړ ول. یوه په کړوپه ملا پایپ لاس کې نیولی و او د سړک سور مخ یې وینځه. کوچني زوی مې پوښتنه وکړه: دا وینه وه؟ دلته څه شوي؟ ژر مې ورته وویل: دلته یې غویه حلال کړی..
هغه بیا وپوښتلم: نو منځ سړک کې یې ولې حلالوي؟ که ماشومان وډار شي؟ ستونی مې ډک شو.
ډنډ سترګې مې چت ته ونیولې، هغه شیبه په شیبه د خپل ځواب لپاره په زنګانه ټپونه راکول. خو ما سره د ویلو څه نه. ای! نو څنګه مې ورته ویلی وای چې: دا ستا د همزولو وینه ده؟
شهیده محصله
قدسیه مې ولیده. د سړک په غاړه سوزیدلې پرته وه. سر ته یې سوي کتابونه پراته ول. شاید، د نړۍ په کچه دا لومړنۍ محصله وي، چې له ارمانونو سره یو ځای وسوزیده.
دا لنډۍ دې اوس بدله شي:
محصل شهید شو، فارغ نشو + مور یې په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه
اوس دلته:
محصله شهیده شوه، خو مور یې کتابونه ټول نشو کړای. کتابونه له دې سره یو ځای سوزیدلي ول….
خدایه!
رحم
نوټ: قدسیه هغه محصله وه چې د کابل ښار په ننني ځانمرګي برید کې شهیده شوه