قاچاق په افغانستان کې څه نوې خبره نه ده، د سوداګریزو توکو له قاچاق نیولې بیا د انسانانو او نشه یي توکو تر هغه پورې د ټولو ترو کاربار روان دی.

افغانستان په نړیوله کچه د شمالي کوریا او سومالیا ترڅنګ تر ټولو لوی مفسد هېواد بلل شوی، چې ددې فساد یوه لویه برخه په هېواد کې قاچاق او پر قاچاقو اړوند چارې پکې راځي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تر ټولو ښه عواید د هېواد په سویل کې د هغو ملاامامانو و، چې د مسجدونو امامت به یې کاوه او د تاریاکو د حاصلاتو پر مهال به یې ښه زکات اخیست، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال که څه هم د اداري فساد کچه ټيټه وه او یا یواځې تر عدلي او قضایي برخو پورې محدوده وه، د نشه یي توکو د قاچاق برخه پکې درنده او د پام وړ وه.

د ۲۰۰۱ز کال په ژمي کې کله چې نړیواله ټولنه د امریکا په مشرۍ افغانستان ته راغله، ټوله تکیه یې پر قاچاقبرو، جنګسالارانو او مفسدو کړيو او کسانو وکړه، هغوی یې یو ځل بیا په پښو ودرول. له هماغه وخته هېواد قاچاق په ځانګړې توګه د نشه یي توکو قاچاق په سر واخیست، چې د افغان قاچاقبرو اړیکي آن له هېواده بهر د سیمې او نړیوالې مافیا سره ونښلول شوې. د افغانستان په ختیځ، سویل، شمال او لویديځ کې ځانګړې جنګسالاران او قاچاقبر په قدرت کې شول، چې ژوندۍ بېلګې يې ټول ولس ته معلومې دي.

افغانستان د ۲۰۰۱ز کال له ژمې بیا د ۲۰۰۳زکال تر پسرلي پورې په امن و، خو له ۲۰۰۳ز کال وروسته یو ځل بیا جګړه لومړۍ ميده او بيا ښه زوروره پيل شوه. دا جګړه یوه پراکسي جګړه وه، چې رېښې یې تر کویټې رسېدې، خو ډېر ژر دې جګړې ته قاچاقبرو هرکلی ووایه، د طالب اورپکو لیکو ته ډېرو لارې وکړې، هغوی چې له وړاندې د پاکستان له حکومت پیسې اخیستي، دا مهال ورته وړې او درندې وسلې، موټر سایکلونه او نور وسایل قاچاقبرو او مافيايي کړيو اخیستل. د جګړې په کرښو کې جنګېدونکو طالبانو له څلورو سرچینو کار اخیست:

۱. د پاکستان، ایران، برتانیې او نورو هېوادونو له لوري ورکول کېدونکې پیسې او امکانات

۲. له قاچاق څخه ورکول کېدونکې پیسې او امکانات

۳. د بهرنیانو له هغو پروژو چې موسسو، شرکتونو او نورو به اخیستل، بیا به یې د امنیتې ستونزو له کبله نشوای پلې کولای، نو ځکه به یې طالبانو ته پکې ۴۰سلنه او یا هم له دې زیاته ونډه ورکوله.

۴. له فغان دولت ��خه د مخامخ جګړو پر مهال پیسې، امکانات، وسایل او تجهیزات نیول او یا هم د بهرنیانو د کاروانونو موټرو له ځانونو سره له لویو لارو ګرځولو په لاس ورتلونکې پيسې.

اوس اړینه ده، چې پوه شو، له ارګ نیولې، تر کلیو او بانډو پورې تر وړو قومندانانو اکثریت یې په قاچاق کې لاس لري. دا یواځې د دولت لیکي نه دي، چې قاچاقبر پالي او د هغوی ملګرتیا کوي، بلکې د کویټې له شورا نیولې بیا تر کلیو او بانډو پورې ډېری طالبان قاچاق کوي او یا هم د قاچاقبرو ملګري دي. دوی له دې درکه زيات عوايد تر لاسه کوي او د روانې جګړې يوه لويه برخه پرې تمويلوي، چې ښه بېلګه يې په روان کال کې د هلمند شمالي ولسوالۍ يادولای شو: کله د تارياکو حاصل تر لاسه شو، طالبانو ته نوي موټر سايکلونه او وسلې ورکړل شوې او جګړه په سيمه کې دومره زوروره شوه، چې ان کنټرول يې د امنيتي ځواکونو له ولکې وواته.

را پورونه په ډاګه کوي، چې والایتونه، امنیه قومندانۍ او ان نورې لوړې رتبې او پوستونه هم د روابطو سربېره د قاچاق په بې پورسه پیسو اخیستل کېږي. قاچاقبر قومندانانو ته پیسې ورکوي اوهغوی ورته په هغو لارو دهغوی ملګري ګماري، چې قاچاق یې پرې کېږي. د هېواد په ګوټ ګوټ په ځانګړې توګه په سویل کې ډېرې وژنې د قاچاقبرو له لوري ترسره کېږي. هغوی هېڅوک نه پرېږدي، چې دهغوی د کاربار پر وړاندې خنډ شي.

په تېره موده کې تش په نامه هغه کسان چې ورسره لږ اندازه نشه یي توکي نیول شوي وي، په کلونو د زندان د تمبو شاته ته غورځول شوي، خو لوی قاچاقبر سرې سترګې ګرځي او څوک يې د نيولو جرئت هم نشي کولای. د چاقچيانو لاسونه دومره پراخه دي، چې بهرنیان به یې هم اوس په کابو کولو کې پاتې راشي، ځکه چې تر يوه بريده هغوی هم په دې تورو ګټو کې شريکان او يايې ګټې ورسره تړلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *