سید اصغر هاشمي

په دنیا کې هر شی پېژندل کېږي، خو د څه شي پېژندل چې ستونزمن کار دی، هغه انسان دی.
د انسان داخلي جوړښت په شخصیت جوړولو کې اساسي اصل جوړوي او یو انسان نه شي کولای، چې په اسانۍ سره د نورو انسانانو عواطف، احساسات، جذبات او داسې نور داخلي توکي وپېژني، نو له همدې امله نه شو کولای، چې انسان په اسانۍ سره وپېژنو.
د دنیا د ټولو انسانانو خارجي جوړښت سره توپیر لري، خو بیا هم ټولو ته انسانان ویلی شو.
د انسان د پېژندنې لپاره د خارجي جوړښت نه داخلي جوړښت ډېر مهم رول لري.
د یو ښه انسان د پېژندنې لپاره باید د دې سیرت مطالعه شي، نه صورت.
ډېر مسلمانان مې ولیدل، چې انسانان نه دي، یعنې انساني کرامت ته ارزښت نه ورکوي، په مقابل کې مې ډېر انسانان ولیدل، چې مسلمانان نه دي، خو انسانیت ته احترام لري.
په یوه لوی غره کې د قیمتي کاڼو پیدا کول، د هغې نه ښه استفاده کول، د هغې صیقل کول او بیا وروسته یې اصلیت معلومول اسان کار دی، خو د یو ښه انسان پېژندل اسان کار نه دی، د همدې کاڼو د جوهر معلومولو نه د انسان جوهر معلومول ستونزمن کار دی.
یو عالم وایي: (ځینې انسانان دي چې په ارزښت یې ولس نه پوهېږي، دوی د هغو تیګو په شان دي، چې په تهداب کې اچول کېږي او ټوله ودانۍ پرې ولاړه وي، دا تېږې پټې وي چا ته نه ښکاري، خو ارزښت یې زیات دی.)
په مرغانو کې اصیل او بدل شته، د اصیلو مرغانو پیدا کول او نیول او همدارنګه د دغومرغانو ډېره لوړه بیه، په دې دلالت کوي، چې په حیواناتو کې هم اصیل شته او د داسې مرغانو ارزښت د اصلیت پر بنا او بنسټ ټاکل کېږي.
په انسانانو کې هم اصیل او کم اصل شته، چې پېژندل یې اسان کار نه دی، خو په ځینو اصیلو کې کم اصل او کم اصلو کې اصیل پیدا کېږي.
اسمان په یو حال نه دی، کله شین شي میوې پخوي، کله وریځ شي، بارانونه ورنه کېږي او کله کله ږلۍ او واورې هم وروي.
ډېر انسانان مې په یو حال ونه لیدل، کله د مسجد په کونج کې ناست او نصیحتوي کوي، د شپې د میوو پیالې ډکوي او سبا ته پر حرامو اخته او له غریبواو بیچاروونه رشوتونه اخلي، هماغه یو انسان دی، کله ملا او کله بلا شي، چې د داسې انسانانو پېژندل د وګړ پېژندنې متخصص هم نه شي کولای.
غني خان وایي:
ای د لیونیانو نیکه مار ښه که ملا ښه دی
تن د زهرو ډک ښه دی که زړه ډک د بلا ښه دی
په سپینو جامو کې مې ځینې داسې تور زړي انسانان ولیدل، چې زړونه یې له بلاوو ډک او د ولس په سترګوکې خاورې اچوي.
په ډېرو لوړو مقامونو کې مې داسې فاسد او رشوت خواره ولیدل، چې ډېر ټیټ او پست خلک ورته ویلای شو، خو په مقابل کې مې د دوی د لاس لاندې داسې مامورین ولیدل، چې ډېر لوړ لیاقت لري او د انسانیت ټولې ښیګڼې پکې شته دي.
دوی د لاس لاندې خلکو، غریبو او بیچاروو ته په خواروو سترګو ګوري او ټول ورته سپک خلک ښکاري.
یوانسان که د غره پر څوکه ودرېږي او لاندې وګوري، ټول نور انسانان ورته واړه ښکاري، چې دا یو طبیعي اصل دی، خو په حقیقت کې دې ټولو ته واړه نه شو ویلای، برعکس یو کم اصل انسان دوی ته دورمره په سپکه ګوري ، چې په حقیقت کې داسې نه ده.
د انسان پېژندل اسان کار نه دی، خو بیا هم غواړم، چې فکر وکړو او د خپلې ټولني فکرمند او ښه انسانان پیدا او عزت یې وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *