د داستان د لوستلو په وخت له یوې خوا غواړو چې ژوند او چاپیریال سم وپیژنو او له بلې خوا له حیرانوونکو او نادرو حالاتو سره د مخ کیدو ارزومن یو.
د یوه مامور دا اته دیرشم کال دی چې دفتر ته ځي ، راځي. موږ د داستان په مرسته غواړو د ده د زړه دربا واورو، د ده کور ته ورشو، د ده کامیابۍ او ناکامۍ احساس کړو او په دې ډول ، د هغه په ژوند کې د شریکېدو له لارې خپل ژوند لا غني شوی ووینو. دا د معمولي حالت د پېژندلو ارزو ده. مګر په عین حال کې ارزومن یو چې نادرې خبرې واورو، چې داسې څه واورو چې ورته حیران شو. په دغو دوو حالتونو کې فرق دی.
له معمولي او واقعي ژونده خبرېدل ، له هغه څه خبرېدل دي چې په اصولو او قواعدو ولاړ وي ، خو له حیرانوونکو حالتونو سره مینه له استثناآتو سره مینه ده.
د کیسه لیکوال یو اصلي کمال دا وي چې د داستان معمول او نامعمول عنصر سره پخلا کړي.
دا دواړه عناصر د یو بل ضد دي، دوی به څنګه سره پخلا کیږي؟
دې مشکلې پوښتنې ته یو ډیرکامیاب ځواب د انګلستان نامتو ناول لیکونکي توماس هاردي ورکړی دی. ده ویلي دي چې د ناول د خوند لپاره نامعمول عنصر ته اړتیا ده ، البته دغه کیفیت باید په پېښو کې وي، نه په کرکټرونو کې .
د هاردي مطلب دا دی چې د ناول لیکونکي کرکټرونه باید د لوستونکي زړه ته پریوځي او د واقعي دنیا کسان ورښکاره شي، خو پیښې که یو څه نادرې او استثنایي وي، پروا نه کوي، بلکې خوند ورسره پیدا کیږي او لوستونکي ته خوندوره حیرانتیا وربخښي.
هغه مامور دې د افغانستان د یوه مامور غوندې انځور شي ، مګرپیښې که یې استثنایي وي پروا نه کوي. همدا مامور چې ټول عمر پاک او سپېڅلی چلېدلی دی، بدلمنو کسانو نه خوښېږي او د ماموریت په وروستي کال یو داسې تور ورباندې لګوي چې ټول ورته حیران پاتې کېږي. دا نادره پیښه ده ، مګرکه د مامور کرکټرایزیشن زموږ زړه ته ولویږي او مصنوعي راښکاره نه شي، د هغه په ژوند کې نادره پېښه په اسانۍ سره منو او حیرت او تجربه دواړه احساسوو.
د افغانستان د اکثرو کیسو د عیب ځای په دې کې دی چې کرکټر یې غیر معمول او غیر منطقي وي. داستان لیکونکي مو غواړي چې لوستونکي حیران کړي خو د حیرانتیا ځای یې غلط کړی وي.
د داستان د اشنا او نا اشنا عنصر د استعمال د ځای په باره کې د توماس هاردي خبره د ډیرو وختونو له تېرېدو سره سره د کاڼي د کرښې حیثیت لري. هاردي په ۱۹۲۸ کې د خپلې مړینې په کال اته اتیا کلن و. ده شاعري هم کوله او بلکې ډېره تمه یې خپلې شاعري ته وه مګر د ادبیاتو تاریخ او کره کتونکي یې په ناولونو کې لا لوی قوت ویني.