مجیب‌ لمر

مجیب‌ لمر-

د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله په پوځي پوهنتون کې په ‌داسې حال کې ډېر ژر د نوې کابینې له جوړېدو خبر ورکړی، چې لا هم په‌دې برخه کې اساسي پرمختګ نه‌دی شوی. بل لور ته د عبدالله عبدالله او اشرف غنی له‌خوا دوه کاري کمېټې رامنځته شوي، څو په‌دې برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي؛ خو د دغو کمېټو د مشرانو له څرګندونو له ورایه اختلاف په‌ډاګه دی او بویه چې ژر به د کابینې په جوړولو بریالي نه‌شي.

پورتنیو توضیحاتو ته په کتو سره څو ټکي د پام وړ دي:

لومړی، د ولسمشر غني او اجراییه مشر عبدالله له‌خوا دوه جلا کاري کمېټې رامنځته شوي، څو د هغې هوکړې له‌مخې، چې له‌دې وړاندې دواړو منلې او پر بنسټ یې اجراییه پوسټ رامنځته شو، د حکومت څوکۍ و وېشل شی. سربېره پر دې، چې عبدالله د کابینې رامنځته کولو پر سر د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف موضوع رد کړې؛ د دواړو کمېټو د مشرانو د څرګندونو له‌مخې تر دې‌دمه کوم پرمختګ نه‌دی شوی، همداراز دواړه لوري د غنی او عبدالله ترمنځ له لاسلیک شوې هوکړې ناسم پوهاوی لري. له همدې امله اوس‌مهال دغو کمېټو خپلې ټولې چارې دواړو مشرانو ته سپارلي دي.

دویم، دواړو مشرانو ته د کمېټو له‌خوا د چارو سپارل د دغو کاري کمېټو د ناکامۍ په معنی ده؛ ځکه ونه‌توانېدل د حکومت د لوړپوړو چارواکو د ټاکنې؛ په ځانګړی توګه ولسي جرګې ته د وزیرانو د معرفي کېدو پر څرنګوالي هوکړې ته ورسېږي. باور دا دی، چې له‌دې وروسته به عبدالله عبدالله او اشرف غنی د وزیرانو د معرفي کېدو پر څرنګوالي او دا، چې څه ډول وزارتونه سره و وېشی خبرې وکړي. د دواړو ترمنځ د خبرو په لړ کې له‌دې امله تر ډېره بریده اختلاف شونی برېښی، چې له لاسلیک شوي هوکړه‌لیک څخه دواړه لوري جلا اخیستنه لری، همدا د اختلاف ټکی و، چې د دواړو کمېټو چارې یې له ستونزو سره مخ کړې او اوس‌مهال دغه اختلاف په پورته کړیو کې لیدل کېږی. باور دا دی، دغه اختلاف به د عبدالله د څرګندونو برعکس، چې ویلي یې دي ډېر ژر به په کابینه کې بدلون راشی؛ د دې لامل به شي، څو په نږدې ورځو کې نوي وزیران ولسی جرګې ته معرفي نه‌شي.

درېیم، د دواړو لوریو ترمنځ له اختلافاتو او شخړو څخه په تېرېدو باور دا دی، چې هر لوری به د حکومت په لوړو پوړیو کې د کسانو ګمارلو په برخه کې له خپل‌منځنی اختلافاتو او ستونزو سره مخ وي؛ ځکه په دواړو ډلو داسې کسان شته، چې د مقام او څوکۍ ترلاسه کولو په موخه راټول شوي دي؛ خو د ښاغلی عبدالله ډلې جوړښت ته په کتو سره تر ډېره بریده به د نوموړي په‌ ډله کې ستونزې زیاتې وي. اټکل دا دی، چې د اشرف‌غني په ډله کې به له‌دې امله خپل‌منځي اختلافات کم وي، چې نوموړی د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال په وار وار د څوکیو وېش او د امتیاز ورکړه رد کړې ده. خو په مقابل لور کې دغه موضوع د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو په لړ کې وروستي برید ته ورسېده.

څلورم، د ولسمشر غني له‌خوا د تلې میاشتې په ۷مه نېټه د لوړې مراسمو پر مهال د نوې کابینې جوړېدو په موخه ۴۵ ورځنی مهلت غوښتل شوی و. اوس‌مهال له‌دغه مهلت څخه ۵ ورځې تېرې شوي؛ خو د کابینې څرک معلوم نه‌دی. بل لور ته په نږدې راتلونکې کې (د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې) د افغانستان په تړاو د لندن غونډه جوړېدونکې ده. په‌دغې غونډه کې د کابینې د کلیدي غړیو موجودیت مهم دی. که څه هم ولسمشر غني دغه مهلت ته په نږدې کېدو سره ویلي و، چې د کابینې معرفی کېدو په برخه کې بېړه نه‌لري؛ خو پر ټاکل شوي وخت د غني له‌خوا د کابینې د غړیو نه معرفی کېدل، په لومړي ګام کې د ولسمشر او په دویم کې د ملي یووالي حکومت هغه جدیت، چې په لومړیو کې ولس ترې تمه درلوده له ننګونو سره مخ کولای شي. داسې چې د دغه حالت په دوام سره شونې ده، د افغانانو رامنځته شوی باور له منځه لاړ شی.

پنځم، پورته یادو شویو ستونزو ته په کتو سره باور دا دی، چې د لندن تر غونډې به د ملی یووالی حکومت په‌دې بریالی نه‌شی، څو د کابینې ټول غړي د باور رایې ترلاسه کولو په موخه ولسی جرګې ته معرفی کړي. تر ډېره بریده ستونزې جدی برېښی؛ خو حل‌لاره د ملی ګټو په پام کې نیولو سره، یوازې د دواړو ډلو او دواړو مشرانو له‌خوا تساهل دی؛ له‌دې پرته سربېره پر دې، چې پر نوي حکومت به د خلکو باور کم شي، له پخوانی هغه سره به نه یوازې دا چې ځانګړی توپیر ونه‌لري؛ بلکې له جدي ستونزو سره به مخ وي.

4 thoughts on “د نوې کابینې جوړېدو پر وړاندې ستونزې؛ حللاره څه ده؟”
  1. الحمدالله زمونږ مشران هریو محمداشرف غنی – ولسمشر او عبدالله عبدالله – اجراییه رییس دواړه وطندوسته ، مسلمانان ، افغانان او د عالی تحصیلاتو لرونکی رهبران دی. دوی دواړو ته ملی او افغانی منافع او ګټی ترهرڅه مهمی دی. زه فکر کوم دواړه لوری غواړی یوه داسی کابینه جوړه کړی چی د هغوی هر وزیر د افغانستان خلکو او هیواد ته وفاداره او په خپل مسلک کی د پوره تحصیل او تجربی لرونکی وی. دوی نه غواړی چی تصادفی ، بی مسوولیته ، بی تجربی ، له مسلکه لری اشخاص او یا هغوی چی یوځل یی د افغانستان ولس ته آزموینه ورکړی وی ، بیا یو داسی با مسوولیته مقام ته و ګماری.
    دواړو مشرانو ته تنظیمی ، ګوندی ، سمتی او ژبنی کسان مهم نه دی او نه غواړی د راتلونکی لپاره ځانونو ته د سر درد پیدا کړی. که څه هم په ښاغلی دوکتور عبدالله عبدالله د خپلو ملګرو له خوا ډیر فشار دی ترڅو د پنجشیر له ولایته یوځل بیا پخوانی تجربه شوی کسان وزارت ته معرفی کړی او یا د محقق له خوا د مهمو وزارتونو غوښتل د ټولو ملی او افغانی منافعو خلاف کار دی . فکر کوم دوی به بیځایه غوښتونو ته تسلیم نه شی. زمونږ دواړه مشران پاک خلک دی او غواړی پاک او با احساسه او دهیواد ملی ګټو ته ژمن کسان وزارتونو او نورو د مسوولیت وړ او حساسو کرسیو ته معرفی کړی. دواړو مشرانو ته د وروری ، تفاهم ، واقعی ملی یوالی فضا او داسی کابینه چی زمونږ راتلونکی نسلونه د دوی په خدمت او مشری باندی وویاړی له لوی خدای ج نه هیله او دعا کوو.

  2. مهمو شیانو ته په دغه مقاله کی اشاره شوی، اما عبدالله د یوی خاصی حلقی لخوا محاصره شوی دی. تر هغو چی ځان لدغی حلقی راوباسی ډیر وخت غواړی،
    حضرت سهاک صاحب، خدای دی په خوله برکت که داسی شیان دی لیکلی چی وطن دی بیخی ګل او ګلزار کړی دی

  3. په پښتو کې واېې چې وروري به کوو د حساب له مينځه زموږ نوى ولس مشر له يوه ستر سيمه ايزه او نړيوال ګواښ سره مخامخ دى چې دغه مخامختوب په لومړي سر کې يو څه وخت غواړي او له بلې خوا څه ناڅه سيا سي او اقتصادي سترا تيژي ته هم اړه لري.افغا نان چې له يوې خوا ټول په سياسي لحاظ من دى او چارک په کې نشته او همدارنګه دومره احساسا تي خلک دى چې په نړي کې ېې ساري دريم فاکتور دادي چې د بن په معاهده کې پښتانه له ملي اهدافو په دې نوم او هغه نوم برخه نه ورکول کيږي او نن هم په ظاهر کې په يوه نوم خو په باطن کې بيا هم دغه مېړنى قوم ټکول کيږي چې دا هم د نوى ولس مشر لپاره ستر کار دى چې اموخته خور د دولت له فساد نه په مرکزي حکومت، بيسواده تش په نوم پارلمان او خرڅ شوو عناصرو باندې يو دم عملي کړي. ښه به داوى چې ولس مشر کرار کرار کار اهل کار ته وسپاري او د کرزي محافظه کاره، سازشکاره او د تباهي حلقې او کړې په بشپړ مهارت کمې کړي. ستا خبرې ټولې سمې دى ستا په شان ځوا نان بايد تل د يو ه سالم او علمي جهان بينې پر اسا س قضاوت وکړى نه د ولس مشر لپاره او نه د کوم بل چا لپاره چې احسا ساتي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *