که د پاکستان امنیت مطالعه وکړو او ستونزې کټګوري کړو نو په درې بورډونو یې ویشلی شو:
۱- کورني ګواښونه – ۲- باندني ګواښونه ۳ – او دریم یې د کورنیو او باندینو ګواښونو مرکب دی چې د یو له بل سره د اړیکو وروسته پیدا کیږي لکه تروریزم.
که څه هم کورني ګواښونه د باندنیو په پرتله دومره خطرناکه نه وي نو لمړي راځو د پاکستان باندني ګواښ ته،
د پاکستان ملي امنیت باندني ګواښونه:
۱- هندوستان
۲- افغانستان
۳- کورني امنیني چیلنجونه
اول – د هندوستان څخه :
لکه څرنګه چې پاکستان د جوړیدا راپدیخوا د قلمرو د ستونزو سره مخ دی او تر اوسه د خپلو کرښو د تثبیت لپاره یې ډیرې هلې ځلې وکړې او په هیڅ کار یې هم دریغ ندی کړی، خو د هیواد داخلي کړکیچونه او ګډوډي دغه ستونزې ورځ تر بلې ډیروي ، همدارنګه د افغانستان او هندوستان نږدی کیدل خو بیخي ورته د منلو وړ ندي لکه څرنګه چی یادونه وشوه دغه ګواښونه د پاکستان د پیداېیښت له ورځې ورسره مله دي خو د سپټمبر له یوولسمې څخه راپدیخوا يې بڼه بیخي بدله شویده.
که لږ کره خبره وکړو، د پاکستان باندنی ګواښ چې هندوستان یې په یواځې ځان پر مخ وړي تر نورو دیر خطرناک دی خو ویلی شم د پاکستان د ملي امنیت د ګواښونو سناریو دری مخه لري چې ممکن اوږد مهال یا نه ختمیدونکي به وی چې یو هندوستان، دویم افغانستان او دریم په کور دننه راټوکیدونکي ګواښونه.
د افغانستان او هندوستان څخه مخامخ ګواښونه یا د هغوی دواړو مرکب به د پاکستان پالیسي جوړوونکو لپاره ډیر لوی تاوان پیښ کړي.
د پاکستان او هندوستان د بیلتون څخه راپدیخوا دوړوه هیوادو درې واره لوی جنګونه کړي دي چی لمړی هغه یې په ۱۹۴۸ دویم په ۱۹۶۵ او دریم یې په ۱۹۷۱ م کال کې وو همدارنګه په ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ کې په سرحدي شخړو هم جنګونه شوي دي ددې تر څنګ په ۱۹۸۷ ، ۱۹۹۰ او ۲۰۰۱ کې هم دواړو لوریو سخت وخت لیدلی دی.
همدارنګه که ولیدل شي په نړۍ کې ممکن همدا دوه هیوادونه وي چې په خپلو د بې باورۍ فضا شتون، شکمن ګاونډیتوب، ناخوښي او د یو بل په چارو کې د لاسوهنې پالیسۍ کې نړیوال ریکارډ ولري او دا حالت ۱۹۴۷ م کال څخه راپدیخوا ورځ تربلې ممکن په بل ډول خو زیاتیږي.
که څه هم په جنوبي اسیا هیوادونو کې هر هیواد د نیکمرغۍ، نیک باورۍ او ښه ګاونډیتوب دعوې کوي خو دا هڅې ممکن تر عملي ځایه نه وي رسیدلې.
د پاکستان د جوړیدا ورځې راپدیخوا د هغوی هندوستان اړیکې د کشمیر په اړه خرابې وې، که څه هم پاکستان کوښښ کوي د کشمیر خلکو ته خپلواکي ورکړي خو هندوستان ته یې کشمیر د سخت وخت ورکولو یوه مورچل ګرځولې ده، د پاکستان له لورې په کشمیر کې د سخت درځو ډلو قوي کول او په هندوستان کې د هغوی استعمالول هغه څه دي چې هندوستان ځوروي.
پاکستاني فعالین وايي تر سل زرو کشمیري خلک مړه شول او بې شمیره ټپیان شول دا د هغه ازادۍ لپاره قرباني ده چې په تیرو څه کم ۷۰ کلو کې کشمیریانو تر لاسه نکړه او ممکن په نړۍ کې تر ټولو اوږد مهالې خوځښت وي چې خلک یې د خپلې ازادۍ لپاره کوي او لا تر اوسه ورباندې بریالي شوي ندي.
د پاکستان او هند لپاره د کشمیر مسله یواځینۍ ساعت تیري نده بلکه د سیاچین ځمکې، د سرکریک ستونزه او داوبو په سر راولاړې شوې ستونزې هغه څه دي چې دواړه هیوادونه پری تر اوسه هوکړې ته ندي رسیدلي.
که څه هم د پاکستان په شمالي لودیځه برخه کې د یو څه بوختیاوو له کبله د اندو-پاک اړیکې نورمال شوې وې خو په ۲۰۰۴ م کال د ممبۍ ښار په بریدونو کې اړیکې بیخي ترخې کړی او د اوږدې مودې وروسته یې ډپلوماتیک دیولوګ په ټیټه سطحه شروع کړل د سویلي اسیا شنونکي باور لري چې ممکن دغه دیولوګ ګټور ثابت شي.
دویم – د افغانستان څخه :
پاکستان ته د باندنیو ګواښونو په کتار کې دویم فکتور افغانستان دی، که په سمه توګه وویل شي د افغانستان پرمختګ ورته ګواښ دی نه یو وران ویجاړ افغانستان.
د پاکستان د ملي امنیت دوکتورین وايي تر ۱۹۷۹ کال ډسامبر پورې د افغانستان څخه مخامخ ګواښونه د یو پیغام په بڼه راتلل او یا هم ویلی شو بیدارونکي وو خو د شوروي اتحاد د راتګ وروسته تر اوسه پورې مونږ نه پوهیږو چې یا دا ګواښونه د افغانستان څخه ،که د هغوي په ادرس په افغانستان کې د میشته هیوادونو څخه راځي. که د افغانستان حکومت زمونږ ګټو ته خطر نه پیښوي دا ښه خبره ده ، او یا نور څوک د وخت څخه په ګټه اخیستنې په لوی لاس د افغانستان قلمرو زمونږ په ضد کاروي، خو دا هغه څه دي چې ممکن د افغانستان حکومت به هم ترې په ډاډه توګه معلومات نلري او یا نه غواړي ځان خبر کړي.
همدارنګه د افغانستان پرمختګ په پاکستاني پالیسي جوړونکو ښه زیری نه دی او د سپټمبر د یولسمې راپدیخوا په افغانستان کې د حالاتو تغیر په پاکستان ډیری اغیزې کړي دي، دا د اقتصادي برخې نیولې د وسله وال فوځ پورې او بیا ستر بدلون چې د پاکستان واکداران پری کار کوي هغه د افغانستان لپاره د نوی پالیسي جوړول دي ځکه اوس افغانستان بدل شوی او زړه پالیسي ممکن د چلند وړ پاتې نه وي.
که څه هم افغانستان او پاکستان په لوی لاس نه غواړي چې یو بل ته سخت وخت ورکړي او نه د دواړو هیوادونو خلک غواړي خو د تیرې یوې لسیزې په ترڅ کې د افغانستان په کابینه او خصوصا په نظامي دوکتورینو او امنیتي برخو کې د پاکستان ضد خلکو څخه د پاکستاني حکومت خاطرات په زړه پورې نه وو، همدا لامل وو چې اوس د پاکستان استخباراتي تاسیسات او اژانسونه کوښښ کوي چې یوه نوی لاره غوره کړي.
پاکستاني امنیتي څیړونکي وايي افغانستان په ختیځو سرحدونو کې خپله ناتواني ښودلې ده او دا هر څه په لوی لاس او د خپلې پالیسۍ تطبیق وو، نړیوالو فکر کاوه چې بیچاره افغانستان به څنګه خبل سرحدونه وساتي خو په پایله کې یې همدلته پاکستان ته ستره ماته ورکړه او اوس افغانستان د پاکستان د ناقرارۍ څخه خوند اخلي.
څیړونکي بیا هم شک لري چې ممکن دا به د افغانستان د ملي امنیت د پالیسۍ برخه نه وي خو په همدې شک کې وايي چې ممکن افغانستان همدا کارونه د بل چا په اشاره کوي چې هندوستان به وي، یا وايي افغانستان پخپله همدا کار کوي خو ځان نه ښکاره کوي او ډیره سخته ده چې نړیوال پری باور وکړي، خو پاکستان په دې اړه ډیره پلټنه کوي چې ممکن یا دغه ماموریت بیخي هند پر مخ وړي یا هند افغانانو ته دنده ورکړې چې دغه کارونه کوي او پاکستان د دغې کارونو د مخنیوي غوښتونکې دی لکه په تیرو څو کلونو کې د افغانستان ختیځ او سویل سرحدونو د سپکو او درنو وسلو سګنالونه ورکول.
هو، په کورنیو شخړو کې بوخت افغانستان نشي کولای د پاکستان عامه امینت ته زیان ورسوي خو هغه محصول چې د افغانستان د کورنۍ شخړې څخه قبایلو سیمو او بلوڅو ته غزیدلې دی د پاکستان لپاره د کورني ګواښ په توګه دیر ورانوونکې پیښیدلی شي، ځکه دا ځایونه د افغانستان د کورنیو، کلتوري، ژبني، قومي او نورو شریکو خواصو او د ستراتیژیک موقیت په لرلو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان او یا هم هند او یا د هند او افغانستان په ګډه ماموریت بریالی کولی شي.
څوک دا نشي ویلای چې هندوستان په افغانستان کې دا کار کوي او پاکستاني دا ثبوت غواړي چې د نړیوالو له خولې دا خبرې واوري د مثال په ډول د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل ویلي وو چې هندوستان په افغانستان کې د پاکستان پر ضد پیسې مصروفوي، که څه هم د ښاغلي هیګل دا هدف نه وو چې د پاکستان پر وړاندې ګواښونه زیږوي یا پاکستان ضد خلک تمویلوي د هغې د خبرو مطلب داوو چې هند غواړي په افغانستان کې داسې پانګونه وکړي چې ممکن پاکستان به ودردوي او د رقابت پیغام به ورکړي.
پاکستاني استخباراتي مامورین د افغانستان څخه مخامخ ستونزي په شپږو برخو ویشي:
۱- د طالبانو او پاکستان اړیکې او هغوی څخه ګټه اخیستلو اوازه، (پاکستان دیته نه کنترولیدونکې بې اساسه اوازې وايي).
۲- د ډیورنډ کرښه
۳- اندو-افغان اړیکې
۴- د افغانستان په وچه کې راګیر موقیت چې افغانستان او پاکستان ته ګډو ستونزه ده.
۵- د بهرنیو ځواکونو حضور په ځانګړي توګه په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي برخو کې د امریکايي ځواکونو مرکزونه.
۶- د افغان چارواکو ګواښونکي دیولوګ او تور لګول.
د پورتنیو شپږو ستونزو څخه پر پاکستان د افغانستان څخه ډپلوماتیک ګوزارونه کیږي چې د ملامتیا ګوته یې څوک افغانستان ته نیولی هم نشي، بیخي سوال نه پیدا کیږي چې څوک افغانستان ته ګوته ونیسي، ممکن صداقت ، ښه نیت او پخوانۍ مظلومیت یې مخه نیسي.
که له یوې لورې پاکستان د وران ویجاړ افغانستان په لرلو کې ګټه ویني خو د بلې لورې اقتصادي حرص دا وړاندوینه کوي چې که چیرې افغانستان کې سوله راشي نو مونږ ته یې کومې ګټې راتلای شي. لمړې خو د افغانستان د سولې لپاره داسې تعریف کوي چې باید د پاکستان سره سرحدي شخړه ونلري، دغه پورته شپږ ستونزې حل وي.
د دې تعریف په نظر کې نیولو سره نارامه افغانستان پاکستان د منځنۍ اسیا سره نښلولو ته نه پریږدي د اقتصادي پلوه د ګازو نل لیکې پروژه، منځنۍ اسیا له لارې سوداګریز کاریدور (لار) د انرژۍ واردول او همدارنګه په سیاسي لحاظ د په قبایلي سیمو کې د و پرتو چلنجونو مخنیوي هم تر لاسه کیدی شي.
همدارنګه پاکستان وايي که مونږ د افغانستان سره پورتنۍ ستونزې حل کړو نو مونږ بیا افغانستان ته د نړیوالو مرستې ملاتړ کوو، خو باید په یادونه وشي چې د بهرنیو ځواکونو وروسته افغانستان د پاکستان ضد مقاصدو لپاره څوک ونه کاروي او نه زموږ اقتصادي سیستم خراب کړي.
دریم – کورني امنیتي چیلنجونه:
په دریم پړاو کې د پاکستان مخ کورني امنیتي خنډونو او عناصرو ته ګرځي. دا چیلنجونه نه یواځې ملي امنیت او ملي ګټو ته خنډ جوړوي بلکه د عامه امنیت لپاره هم لوی ګواښ دي چې سیمې فزیکي امینت یې هم خراب کړیدی. دغه ستونزې د ملي امنیت او عامه امنیت سربیره حکومتدارۍ ، انرژي، اقتصادي وده، او سیاسي ارامۍ ته هم خنډونه جوړوي او همدارنګه د اوبو ستونزې يې پیدا کړي تروریزم اوسخت دریځۍ ته وده ورکوي.
که د تیرو کلونو یادونه وشي، بهرنۍ پانګونې به ټپه دریدلي دي تر دې چې ډیرو خپلې پانګې د پاکستان څخه نورې نړۍ ته وکوچولې، د بریښنا او ګازو کمښت په بې ساري ډول وو، د بې کارۍ ګراف مخ په لوړیدو وو کورنی اقتصاد خو بیخې د نشت برابر شو.
تروریزم:
عنوانونه ډیر پیچیده نشي او ددی موضوع سر عنوان ته سر ورښکاره کړئ نوتروریزم د لمړي او دوهم یعنې د کورني او بهرني ګواښونو د مرکب په شکل رامنځته شوی دی، دا جمله د یوه پاکستاني امنیتي پالیسي په توګه لیکل شویده که دی جملي ته په افغاني سترګه وکتل شي نو په پاکستان کې د تروریزم تعریف لکه د هغې متل دی چې څه کرې هغه به ریبې یا خپل عمل د لارې مل او په ډپلوماتیکه ژبه تروریزم د پاکستان لپاره هغه سپې وو چې څو کاله یې پرې خپل کور وساته کور یې ورته څوکۍ کاوه خو د پشکال هواو لیونې کړ او خپل مالک په چیچلو یې پیل وکړ.
باید په خپله لیکنه کې بې طرفي وساتم د افغانستان ملي امیت ته پراته ګواښونه مې د هیواد د استخباراتو د پخواني مشر امرالله صالح د خولې رانقل کړي وو او پاکستان ته پراته امنیتي ګواښونه د نوموړي هیواد د پالیسي جوړونکو له قوله را اخلم.
دا چې ټوله موضوع د هغوی له خولې او د هغوی په مزاج راروانه ده نه پری زه څه وایم او نه پکی ګوتې وهم لوستونکي پوهیږي او همدارنګه له دی ادرسه کولای شم همدا موضوعات د افغانستان پالیسي جوړونکي په نظر کې ونیسي.
پاکستان وايي تروریزم هر چا او د هر هیواد خلکو ته بیلا بیلې معنا ګانې لري، هغوی د امریکا د خلکو یادونه کوي وايي تروریزم د امریکا خلکو ته داسې تعریف کړیدی: امریکايي خلکو پر وړاندې تاوترخوالي ته تروریزم وايي. هندوستان وايي په سیمه او ځانګړي ډول په لاندي شوي کشمیر کې د پاکستاني ریاست په ملاتړ ډلې ټپلې او کړنې ترووریزم دی، اسرائیل وايي زمونږ په خاوره د فلسطینيانو بریدونه تروریزم دی پاکستانیو ته د سپټمبر د یوولسمې مخکې تروریزم داسې وو: په نیول شوي کشمیر کې د هندوستان له لورې د خلکو وژل ، په هندوستان کې مهندسي شوی مسلمان ضد فساد، او په هر هیواد کې د دولتي ډانچې او چتر لاندی د خلکو او په ځانګړي توګه د مسلمانانو مستقیم او غیر مستقیم وژل تروریزم دی.
خو د سپټمبر د یوولسمې راپدیخوا کله چې د نړیوال تروریزم په ضد جګړه پیل شوه او په تحفه کې یې یو څه پاکستان ته ورسیدل تر ۲۰۱۲ م کال پورې یې ۶۷۰۰ وسله وال ځواکونه ووژل شول، ۱۵۰۰۰ نور بې لاسه او بې پښو شول، تر ۷۲ بیلیونه ډالره یې فوځي تجهیزات وکارول او یا یې د ځان ساتنې په موخه په ځان ولګول.
دوی وايي افغانستان زمونږ بربادۍ ته د خیر په غونډۍ ناست دی او تور لګوي چې هر څه مو پخپله پر ځان وکړل، خو زمونږ بدبختي په دی کی دی چې پاکستان سره نښتلي ولایتونه نا امنه دي او شمالي ولایتونه بیا ښه دي له همدې امله افغان حکومت تل وايي چې دلته د پاکستان لاسوهنه ده اونړیوال یې هم پدی پلمه مني چې عملا په ریښتیا هم امینتي اوضاع خرابه ده خو پاکستان دیته د مخکې څخه سنجول شوي پلان په وزن ګوري او د افغانستان امنیتي دوکتورین په دی کار تورنوي.
له دی سربیره په داخلي ګواښونو کې په پاکستان کې د طالبانو موجودیت او د هغوی خواخوږي هم ورځ تر بلې په لوی ګواښ بدلیږي همدارنګه د امریکا بې پیلوټه بریدونو له کبله د امریکا او د پاکستاني ریاست مخالفین ورځ تر بلې قهریږي او ډیریږي او دا هغه څه دي چې د پردو لاسوهنې ته زمینه برابروي او په اسانۍ خلک کولی شي په هغوی کی کار وکړي او د پاکستان په ضد یو فعال عنصر یې بدل کړي چې بیا دغه ګواښ د بهرني پټ څخه ډیر خطرناک او مخه نیول یې ډیر ستونزمن وي.
د سپټمبر د یوولسمې څخه مخکې د پاکستان او افغانستان تر منځ په ډیورنډ کرښه د بلوچستان ایالت په اوږدو کې ۱۱ سترې قومندانۍ او پوستی پرتې وې او د سرحدي ایالت او قبایلي سیمو په اوږدو کې ۲۳ پوستې پرتې وی.
همدارنګه د مجاهدنیو د مشاورت او نورو ماموریتونو لپاره د چراټ د لوا په شمول ۹ قطعاتو کار کاوه چې دغه شمیره د سپټمبر د یوولسمې وروسته دیره زیاته شوه چې شمیر یې په لاندی ډول دی:
د دې لویو پوستو، چراټ لوا او د ځانګړو خدماتو ګروپ او ورسره تړلو ۹ نورو قطعاتو تر قومندې لاندې په ۲۶۱۱ کیلو متري سرحد ټولټال ۲۱۰۶ پوستې واچوا شوی چې ۱۴۷۶۰۰ عسکر د افغان ماموریت لپاره څه په دې پوستو کې او څه د د پورتنیو قطعاتو افسران وو.