شفیق الله یوسفزی- په ارجنټاین کې یو محصل داسي بوټونه اختراع کړي چې د الټراساونډ حس لرونکي دي او ړوند ته دا امکان برابروي چې له امسا (اعصا) پرته حرکت وکړي.
د ړندو لپاره دا نوي بوټونه د dubbed ‘Duspavoni په نامه یادیږي.
کله چې ړوند خپل هدف ته ورسېږي بوټونه یې لړزیږي او ړوند په دې پوهوي چې خپل هدف ته رسیدلی دی.
دا بوټونه یوه ارجنټاینايي محصل چې (Juan Manuel Bustamante) نومیږي، د شپږو میاشتو په موده کې اختراع کړي او دې هیله لري چې دا اختراع به د نابینایانو لپاره یو لوی بدلون رامنځته کړي.
نوموړي محصل تیره جمعه خپله اختراع په یوه صنعتي فابریکه کې نندارې ته وړاندې کړه.
دا بوټاونه د الټراساونډ ۳ حس کوونکې یا سینسرونه لري چې یو يې د بوټ په مخکنۍ برخه کې، دوهم يې د بوټ په اړخ او دریم يې د بوټ په شا کې موقعیت لري. دا حس کوونکې د الټراساونډ څپي خپروي، چې د چاپیریال څخه منعکس کېږي او بیرته حس کوونکې ته را ګرځې. کله چې ړوند خپل هدف ته رسیږي، بوټونه په لړزه راځي.