د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله، چې په کویټ کې یې د آسیا غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه او نړیوال جام ته یې لاره وموندله، نن ماښام د کابل هوایي ډګر ته راورسیده چې په هوایي ډګر کې یې د کرکټ بورډ چارواکو او کارکونکو سربیره د جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني او د کرکټ مینه والو لخوا تود هرکلی وشو.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود رسنیو ته په خپله وینا کې ووییل چې، ملي نولس کلنې لوبډلې په ستر تفاوت سره سیالو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره نه یوازې د آسیا غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه بلکه نړیوال جام ته یې هم لاره وموندله. نوموړي زیاته کړه چې، د ملي نولس کلنو لوبغاړو بریا د ځوان افغانستان بریا ده او د کرکټ بورډ اداره به نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره دوی ته مختلفې تمریناتي موکې پلان او په لاره واچوي.
جهادي مشر پیر سیداحمد ګیلاني د ملي نولس کلنو لوبغاړو بریا ټول افغان ملت ته یوه ویاړمنه بریا وبلله. نوموړي ووییل چې، نن د ځوانو لوبغاړو له بریا سره زه هم د ځوانۍ احساس کوم او ویاړم چې ددغو پیاوړو ځوانانو په استقبالیه مراسمو کې ګډون لرم.
ملي نولس کلنه لوبډله د کرکټ مینه والو په بدرګه د کابل په واټونو کې د کرکټ بورډ تر ادارې پورې بدرګه شوه.
سرلوړی د وی زمونږ ګران هیواد افغانستان
په درناوي
نور