د ډودۍ په میز سره مخامخ ناست وو، ځانته مې سوپ اخیستی ؤ خوند ېې رانه کړ کاسه مې بیرته کړه.
ـ وېې خندل ولې دې کاسه بیرته کړه، ستا خو د رومیانو سوپ ډیر خوښ ؤ
ـ هو خوښ مې ؤخو باور وکړه د خولې خوند مې پاتې نه دی ، نه په ښه مزه پوهیږم او نه په بد، خداي خبر ترڅو به دا حال وي.
حاجې صاحب د هر وخت غوندې خپلې شونډې په ډیر مودبانه انداز ویړې کړې چې له ورایه پکې ډیره حیا پرته وه ويې ویل :
ولې سوپ خو ډیر ښه پوخ شوی او بیا په دې کانتین کې هرڅه حلال او مطمین وي .
ـ هو دا درسره منم ، مشکل زما دی نه د پخوونکي .
ـ ولې خداي دې خیر کوي څه مشکل مو…..
ـ سحر مې د سباناري په وخت کې انټرنټ کوت ، باور وکړه داسې ورځ به کله راځي چې یو ښه خبر واوروو.
حاجي صاحب وویل:
ـ ولې بیا څه شوي .
ـ بیا انتحاري ، پنځه ویشت ژوبل اته په روغتون کې او دولس په حق ورسیدل .
حاجي صاحب په خپلې یو موټ ږیرې چې داسې معلومیده چې تازه ېې هم رنګولې وه لاس تیر کړ او وېې ویل :
خداي مو له دې الهې عذابه نور خلاص کړي ، دلته راغلو چې په ژوند پوه شو ، نه پوهیږم چېرته به خوشالي ترلاسه کړو ، د وطن مو دا حال دلته هم کوم اسرات نه شته ، نه به د میرمن او نه به د اولاد اختیار لرې .
سر ېې وښوراوو او سوړ اسویلی ېې وکیښ:
میرمن مې کابو درې کاله رانه بیله شوې زوي مې هم له دې سره دی اوس ېې د کوزوا له یو مسلمان سره نکاح کړې ده او غواړي زوي مې بیرته را وسپاري خو ماشوم غواړي له مور سره ژوند وکړي. ښه څه ضرورت ، دومره بې پروا انسان
ما ورته کړه :
حاجي صاحب موږ افغانان هم دلته له ځان وژنې نه یو خلاص.
اسلو