اورنګ مختار- دغه مارکیټ د نېشه یي توکو پر وړاندې مبارزې وزارت په ۳۷۰۸۷۵۰۰ اوه دېرش میلیونه اوه اتیا زره پنځه سوه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړیږي،د دې مارکېټ د بنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو کې د میدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي،د نيشه یې توکو پر وړاندې مبارزې وزارت مرستیال هارون الرشيد شېرزاد، اود بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
دغه مارکېټ چې په ۱۰ زره درې سوه متره مربع سیمه کې جوړيږي دجوړېدا چارې به يې د يوکال په موده کې بشپړې شي.
د مېوې دغه مارکیټ، ۳۲ هټۍ،دوه بابه تشنابونه،د موټرو تم ځای،د اوبو ذخیره، ،ځانګړې تشنابونه،شنه ساحه،د وسایطو او پلي تګ لپاره پاخه سړکونه او نور ملحقات لري .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د لړم په ٢٦مه نېټه په ميدانښار کې د دې مارکېټ د ډبره کېښودو په وخت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت څخه مننه وکړه،چې د دوی په وړاندیز یې په دغه ولایت کې د مېوې مارکیټ جوړېدو چارې پیل کړې .
نوموړی زیاته کړه، د دغه مارکیټ په جوړېدو سره به د دغه ولایت هغه مېوې،چې تر دې وړاندې په بېلابېلو ځایونو کې په بې ارزښته توګه په کم قیمت پلورل کیدې له دې وروسته به یې ارزښت زیات او په ښه قیمت به وپلورل شي، د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال هارون الرشید شیرزاد وویل میدان وردګ یو له هغه ولایتونو څخه دی،چې د نشه یې توکو کښت په کې شتون نلري او همدا لامل دی،چې دوی هم دې ولایت ته د هغه ډول پروژو د بلي کیدو چارې ترسره کوي،چې بزګرانو ته یې ګټه وي.