(د انګریزانو په وړاندې د کونړ د ولسونو د میړنتوب کيسې او نکلونه)
(لومړۍ برخه)
سریزه
ددې لیکنې په هکله مې د هیواد نامتو ليکوال او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړى حبيب الله رفيع سره چې د ټولو افغانانو لپاره د درناوي وړ شخصيت ګڼل کیږي مشوره وکړه، هغه راته په ډېره مهربانۍ وويل، چې ددې تاريخي کيسو ليکل د وطن او ولسونو لپاره يو تاريخي وياړ دى او د تاريخ په زرينو پاڼو کې ددې کيسو خوندي کول د فرهنګيانو او وطنپالو سپیڅلې دنده ده، د هغه همدا هڅونه وه، چې زه يې په خوږه مينه ورته تشويق کړم او ددې تاريخي کيسو په اورېدو او ليدو ډېر خوشحاله شو.
دا هغه کتابګوټى دى، چې زه يې ليکلو ته خپل افغاني احساس مجبور کړم، دا هغه کتاب دى، چې زموږ ولسونو په خپلو سترګو دا حالات ليدلي دي. دا چې د کونړ او چترال جبهه د افغانستان د استقلال د څلورمې جبهې په نامه يادېږي، نو ددې تاريخي جبهې مرکز د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ مرکزي ساحه وه. په بريکوټ، دوکلام، پاشنګر او باغچه کې د افغان اتلو غازيانو مورچلونه وو. بريکوټ او دوکلام ته مخامخ د ارنوۍ کلى دى، چې په هغه وخت کې د انګرېزانو پوځيان د عصري وسلو سره په کانکريټي (سيمټي) مورچلونو کې اوسیدل او شاوخوا ته، لکه لام بربټ، کواتى، دميل، ميرکنډى او نورو لوړو غرنيو ساحو کې د انګرېزانو پوستې او ګروپونه ځاى پر ځاى شوي وو، خو د شاوخوا پوستو مرکزي ساحه د ارنوۍ تاڼه وه، چې دلته د انګرېزانو مسوول مشران او د چترال د پاچا( مهتر) پوځي عسکر له خاصو کسانو سره يوځاى په دې قرارګاه کې شپه او ورځ ويښ او تيارسۍ پراته وو.
د انګرېزانو او دچترال دپاچا (مهتر) هدفونه او ارمانونه يو شان وو، د انګرېزانو لويه عمومي قومانداني او قرارګاه په چترال (جونال) کې وه او زيات پوځونه په دروش کې ځاى پر ځاى وو.
انګرېزانو پلان درلود، چې د افغانستان خاورې ته د ارنوۍ پر لار راننوځي او له دې لارې اسمار- چغسراى ته ځانونه ورسوي او د جلال اباد جبهه کمزورې کړي او افغاني غازيانو او مجاهدينو ته نوې جنګې پیښې رامنځته کړي، چې د جلال اباد افغان پوځيان او غازيان پر دوو برخو ووېشل شي، پښتو متل دى، چې وايي: عزت او ذلت د لوى خداى په اختيار کې دى.
په هغه وخت کې، چې د جلال اباد په جبهه کې شاوخوا ته د انګرېزانو له خوا تاوده جنګونه روان وو، د کونړ په اسمار کې هم پوځونه ځاى پر ځاى وو، په دغه وخت د ارنوۍ او ناړۍ سيمې ته د پوځيانو له خوا دومره توجه نه وه، د غازي ميرزمان خان په تدبير او اراده، چې د کونړ يو غښتلى پوځي قوماندان و، نوموړي په خپل نوښت له لوړو مقاماتو او په ځانګړې توګه غازي امان الله خان سره نږدې د ورورۍ او ملګرتوب اړيکي لرلې ، د ناړۍ د بريکوټ سيمې ته د لښکر او پوځيانو ، چې ارنوۍ ته مخامخ پراته دي، د تلو پرېکړه وکړه. په خپله غازي ميرزمان خان د سرلښکر په توګه له خپلو غازيانو مجاهدينو لښکر سره د کونړ او چترال جبهې اساسي مرکزي ساحې ته، چې تاريخي، جغرافيايي، سياسي او پوځي ارزښت يې درلود، ځان ور ورساوه.
دا هغه وختونه او شیبې وې، چې انګرېزانو تر اسمار پورې د راتګ پلان درلود او له اسمار نه تر بريکوټ ناړۍ پورې کوم پوځي قوت نه و. کله چې غازي ميرزمان خان په ناړۍ او بريکوټ کې ځاى پر ځاى شو او خپل لښکريان يې په بريکوټ، دوکلام، باغچه، سلام کوټ او نورو هسکو ځايونو کې ځاى پر ځاى کړل، نو په ارنوۍ يې بريدونه او يرغلونه شروع کړل، د انګرېزانو ناکامي ولسونو ته څرګنده شوه، د نورستان ولسونه، چې نوي د اسلام په مقدس دين مشرف شوي وو، له هغو سره هم انګرېزانو او د چترال پاچا (مهتر) پټ راز و نياز او اړيکې سره ټينګې کړې وې، انګرېزانو فکر کاوه، چې د نورستان ولسونه به له موږ سره مرسته کوي، نو کله چې غازي ميرزمان خان ناړۍ بريکوټ کې لکه غر په ميدان ودرېد، نو د نورستان ولسونو هم د لوى خان ملاتړ اعلان کړ او د انګرېزانو او چتراليانو ارمانونه، اهداف او دسيسې له خاورو سره خاورې شوې.
دا خبره دې پاتې نه وي، چې انګرېزانو د چترال غـــــــلام پاچــــــا (مهتر )ته وعده ورکړې وه، چې کله موږ د ارنوۍ پر لار اسمار، چغسراى او جلال اباد ته ورسیږو، نو تر اسمار پورې سيمه به له چترال سره وتړو.
ډېرو درنو ليکوالو، پوهانو او لوستونکو!
ددې کتاب دبشپړولو په وخت کې مې له چاپي کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او يا له نورو آثارو استفاده نه ده کړې، خو دا چې زموږ هیواد ډېر لرغوني تاريخونه لري او حتى زموږ د تاريخونو زياتې برخې د هیواد دښمنانو قصدي پټې کړي او سوزولي دي، ددې لپاره، چې د استقلال د څلورمې جبهې د برياليتوبونو، د غازيانو د میړانې او د غازي ميرزمان خان په اړه دلته په ولسونو کې د کتاب ذکر شوې کيسې له کلونو راهسې له يوه نسل نه بل ته پاتې دي او د استقلال د جبهې د باتورو لښکريانو کيسې ډېرې خوږې او په زړه پورې دي، نو بايد چې ورکې نه شي. دا د افغان ولسونو او د افغان فرهنګپالو اديبانو دنده ده، چې په خپلو ولسونو او د خپلو ولسونو په اتلانو او کارنامو د تل لپاره ووياړي او د تاريخ زرينو پاڼو ته دغه نالوستې کيسې او کارنامې وسپاري، دا ژوندۍ کيسې ما په وار وار د خپلو ولسونو له خولې اورېدلې وې او اورم يې، نو زما افغاني احساس په مينه ومنله، چې دا د هیواد او د هیواد د اتلانو په اړه تاريخي نه هېرېدونکي يادونه وليکل شي، د هیواد نامتو ليکوال او شاعر مرحوم عبدالخالق اخلاص د استقلال د څلورمې جبهې په نوم کتاب ليکلى، چې خوږې کيسې او کارنامې يې نظم کړې دي، نو دا ښکاره خبره ده، چې د هیواد په وياړونو او تاريخي پیښو ډېر ليکوال او څیړونکي ليکنې کوي، زه د اخلاص صاحب کار ته په ډېره درنه سترګه ګورم.
څه چې ما د پخوانيو ژونديو تاريخي ولسونو د سترګو ليدلي حالات ليکلي دا برخه هم د قدرمن ليکوال اخلاص صاحب د ليکنو ادامه بولم. مرحوم اخلاص صاحب د کونړ او د هیواد په کچه يو پیژندل شوى ليکوال و، چې د مهاجرت په کلونو کې پر (١٣٦٦ل) کال د پښتونخوا په صوابۍ کې په حق ورسید او يادونه به يې تل زموږ په تاريخ او د ولسونو په تاريخ کې ژوندي وي، موږ د هغه ادبي _ فرهنګي هڅو ته په درناوي سره ګورو او هغه ته جنتونه غواړو.
ددې کتاب د ترتيب او تکميل لپاره ما ډېر کلونه کار کړى دى، له نن نه ډېر مخکې د سردارمحمد داود خان د جمهوريت په کلونو کې له غزني ولايت څخه کونړ ته لاړم، ټولو ته ښکار ده، چې د دېرش کلنو جګړو مخکې به کليوالو په دېرو هوجرو کې خصوصي سازونه او مجلسونه او بنډارونه کول، چې زه هم ناڅاپي يوې دېرې ته، چې مجلسيانو سندرې ويلي ولاړم، د سیتار، منګي او شپیلۍ خوږ ټنګ ټکور په پوره شور سره شروع و او دغه سندره يې په خواږه اواز سره په خوند ويله:
وتلى د چترال نه سر اوچت ميرزمان خان
خوشحال دي ټول غازيان
خوشحال دي ټول غازيان
ما چې دا سندره واورېده، د سیتار په پردو او د منګي او شپیلۍ په اواز کې يې زما پر روح او مغزو خوږ او نه هیرېدونکى تاثير وکړ، بيا مې څو ورځې وروسته له کليوالو مشرانو پوښتنه وکړه، چې دا سندره چا ليکلې او ويلې ده؟
مشرانو راته د غازي ميرزمان خان او د چترال د جنګونو په هکله معلومات راکړل، له هغه وخته د غازي ميرزمان خان له کارنامو او میړانې خبر شوم او رښتيا خبره ده، چې په زړه کې مې له نوموړي اتل پښتون سره مينه پيدا شوه، کليوالو مشرانو او د سيمې مشرانو دهغه په اړه ډېرې خوږې کيسې کولې، ماته به دغو کيسو او يادونو خوند راکاوه.
په هر صورت! دا کتاب ( د خپلواکۍ خواږه يادونه) د خپلو درنو مشرانو او کليوالو له خولې څخه او د استقلال د څلورمې جبهې له د سترګو ليدلي حالات او د غازيانو په اړه يې کارنامې بيانولې، دوه تنه يې لا تراوسه ژوندي دي، چې يو مشر محترم نورمحمدکاکا چی د احمد شاه زوى په قوم کوهستانی او د ناړۍ د کلي اوسیدونکی دی او بل محترم مشر چې دده نوم هم حاجي نورمحمد کاکا، د نیاز محمد زوى په قوم پښتون چې د ناړۍ په زرو کڅ کې اوسیږي او دواړه سپين ږيري مشران دي، خو د خبرو او کار توان لري، په زړونو بيدار او غښتلي د وخت مشران دي.
استاد پيرمحمدخان واحدي، چې پلار يې ددې جبهې د خوراکي شيانو حسابدار په توګه له غازي ميرزمان سره يوځاى وو، هغه راته د خپل پلار د خولې کيسې کړي دي.
نور احمد دين ملنګ، چې يو ښه شاعر او ليکوال و او د افغانستان يو تاريخ پوه ګڼل کیده او د سيمې په هکله له پخوا زمانو راهيسې ټولې تاريخي پیښې ورته ښکاره وې، به ويل، چې زموږ مشرانو به موږ ته دارنګه خوږې کيسې کولې چې په سينه کې مې پرتې دي.
له نورو ډېرو ځايي سيمه ييزو مشرانو سره مې اړيکي نيولې دي، چې دا کيسې خپلو تیرو مشرانو ورته کړې وې.
ډېرو خوږو د ادب مينه والو ادبپوهانو د کتاب لوستونکو!
زه په دې خبره وياړم، چې د هیواد د میړنو او وياړمنو په هکله د هغوى يادونه ليکم، زموږ ګران او تاريخي هیواد پنځه زره کلن تاريخ لري او دا تاريخ ځلانده او لکه لمر روښان دى، په دې هیواد او په دې خاوره کې ډېر ملي اتلان، ننګيالي او توريالي ددې خاورې په مينه د ننګونو په ډګرونو کې سپیلني شوي دي، هغو ولسونو او قومونو ته نور وياړونه په نصيب کیږي، چې د خپلو ملي اتلانو او ننګياليو تاريخونه او يادونه وساتي او پرې ووياړي. د هغو ولسونو او قومونو، چې د خپلو ملي اتلانو او ننګياليو تاريخ نه لري او يادونه يې نه کوي تاريخي وياړونه خاورې ايرې کیږي، زموږ هیواد او زموږ ولسونه، چې ددې خاورې غيرتي اتلان دي بايد چې په قدر او ايماندارۍ او وطنپالنې په مينه وستايل شي، دا د اتلانو او میړنيو د سرښندنو برکت او بريا ده، چې نن موږ په خپل استقلال وياړو. دا خاوره او دا ټاټوبى د عظمتونو او د غيرتونو او د ورونو قومونو او ولسونو د ننګونو ګډ کور دى.
دا خاوره او دا وطن په خپله غیږه کې د لرغونو زمانو خوږې خوږې کيسې لري، چې دا تاريخي، په زړه پورې، بوږنوونکې او هيبتناکه کيسې د افغان تاريخ په زرينو پاڼو کې ليدلاى شو، حق خبره ده، چې پر خپلو ملي اتلانو ووياړو، د خپلې خاورې پر لرغونتوب ووياړو او پر ځان ووياړو، چې د وياړمنو باتورو ولسونو بچيان يو، څوک چې په خپلو اتلانو مشرانو او په خپله خاوره او ټاټوبي ووياړي، لوى خداى پاک يې لاپسې برکت او نیکمرغۍ په نصيب کوي او د خپلواکۍ خواږه يادونه، چې زموږ مشرانو تراوسه پورې په مينه تر موږ رارسولي، موږ يې بايد په هماغه ډول مينه او جذبه د تاريخ پاڼو ته وسپارو، ځکه په دې وياړونو کې ټولو افغانانو ته د وياړ درسونه شته.
په پاى کې د هیواد د اتل بچي او د هیواد د ملي خپلواکۍ اعلانوونکي شخصيت (١٢٩٨ل/٥/٢٨) غازي امان الله خان يوه خاطره راياده شوه:
کله، چې غازي امان الله خان د هیواد غيرتي غیږې پرېښودلو ته اړ او ايټاليې ته د خپلې کورنۍ له غړيو سره مهاجر شو او هلته يې ژوند اختيار کړ. شپږ کاله وروسته څو تنه افغان سوداګر ايټاليې ته تللي وو، يو ناڅاپه افغان سوداګر په يوه ځاى کې د غازي امان الله خان پر استوګنځي سترګې لګیدلې وې، چې پر وره يې په پښتو ژبه ليکل شوي وو:
( د اعليحضرت غازي امان الله خان د اوسیدو ځاى) د سوداګرو سترګې په دې ليکل شويو پښتو کليمو ولګیدې او سوداګرو په خپلو کې يو بل ته وکتل او حيران شول. يو تن سوداګر وويل، چې ښه خبره ده، چې له اعليحضرت غازي امان الله خان سره وګورو ، بل سوداګر وويل په کومو سترګو به ورسره وګورو؟ افغان ولسونه، خو دده په حق کې ملامت دي.
په هر صورت سوداګرو مشوره وکړه، چې حتمي يې ګورو.
د اعليحضرت د کور دروازې ته ودرېدل ، چې د غازي امان الله خان کوچنۍ لور دروازې ته راغله، افغان سوداګرو ته يې سلام وکړ او بیرته د خپل پلار غازي امان الله خان ته ولاړه او ورته يې وويل: پلاره ستا په شان سړي راغلي.
ددې خبرې په اورېدو په خپله غازي امان الله خان دروازې ته راغى او له افغان سوداګرو سره يې وليدل، يو بل يې په غیږ کې ونيول او دسوداګرو له سترګو اوښکې روانې وې.
غازي امان الله خان سوداګر کور ته دننه بوتلل، وايي سوداګرو غوښتل، چې د کیناستو او يا د ملاقات کوټه کې خپل بوټونه وباسي، خو غازي امان الله خان په ډېره مينه ورته وويل، ورونو بوټان مه وباسئ، سوداګر حيران شول ، غازي امان الله خان سوداګرو ته وويل: ” بوټان ځکه مه وباسئ، چې ستاسې پر بوټانو به د افغانستان او زما د خاورې دوړې پرتې وي، په دې دوړو به زما کور او کوټه کې برکت پيدا شي”.
نو تاسې وګورئ، چې ددې خاورې دوړې ملي اتلانو ته څومره لوړ قيمت لري، دا خاوره او دا وطن څومره مينه ناک بچيان لري، څومره مينه ناک اتلان يې په خپله غیږ کې روزلي دي، چې د نامه په اورېدو ټپي زړونه ټکورېږي.
په اخر کې له قدرمنو ليکوالو او ادب پالونکو ډېر په مينه هيله کوم، چې ددې کتاب (د خپلواکۍ خواږه يادونه) کې به ډېرې نيمګړتياوې وي، چې په افغاني مينه، په افغاني احساس او په ډېره مهربانۍ يې سره اصلاح کړئ.
(دلومړۍ برخې پای)