تاند- په داسي حال کې چې له افغانستانه د جرمني د ټولو محاربو پوځیانو وتلو ته شپږ اوونۍ (یوه نیمه میاشت) پاتې ده، د دغه هیواد حکومت له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د ماموریت لپاره د پلان په جوړولو پیل کړی دی.

د جرمني د خبري رسنیو د راپور له مخې هغه مسوده، چې پرون ماښام /دوشنبه/ پرې موافقه وشوه، جرمني ته اجازه ورکوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره ۸۵۰ روزونکي پرېږدي.

له دې مسودې سره سم، د جرمني پوځیانو مسوولیت به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او لارښوونه وي.

په مسوده کې ویل شوي چې «د ناټو د روزنې ماموریت د ناټو له اوسني ماموریت سره توپیر لري، دا جنګي ماموریت نه دی او هدف یې دا نه دی چې له تروریزم او مخدرو موادو سره په مبارزه کې مخامخ ښکېل شو.»

د ناټو د غړیو هیوادونو ترڅنګ به د ۱۴ نورو هیوادونو پوځیان د افغانستان په نوي ماموریت کې برخه واخلي. په مجموع کې به ۱۲ زره پوځیان په دې ماموریت کې شریک وي. دا پوځیان به لږترلږه د یوه کال لپاره په افغانستان کې وي.

د جرمني پوځیان به د افغانستان په شمال کې د مزارشریف په کمپ کې د بهرنیو روزونکو د مشرتابه رول په غاړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *