ملي احساس مجله چې هره مياشت په منظم ډول د خوست له ولايت څخه خپريږي، دا ځل يې شپږمه ګڼه هم په ډېر برياليتوب سره له چاپه راووته.
د مطبوعاتو تيورۍ ته په کتو چې وايي مجلې او ورځپاڼې د خپلو لوستونکو فکر پخوي، په ملي احساس مجله کې هم هغو مسايلو ته لومړيتوب ورکړل شوى چې زموږ د ځوان نسل د فکري رغونې او پخونې سره سرو کار لري.
په دې مجله کې هم همدې اصل ته په کتو د تېر په څېر يو ځل بيا د هېواد او خوست ولايت د تکړه او بااستعداده ليکوالو او د نظر خاوندانو ليکنې او نظريات راټول شوي ترڅو په هره برخه کې خپل لوستونکي له تازه، جالبو او نادرو پېښو څخه خبر کړي او دوى ته په کورونيو، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو د فکر او تحليل کولو ځواک وبښي.
د ملي احساس مجلې منځپانګه چې سياسي، اقتصادي، ټولنيز، فرهنګي او معلوماتي مسايل تشکيلوي، په دې ګڼه کې هم ډېر داسې موضوعات راټول شوي، لکه:” نوى حکومت سالمه او کاري اداره جوړوي، د عدلي او قضايي ارګانونو بيارغونه، د ټاکنو خپلواک کميسيون بنسټيزه رغونه، خلک پراخ اصلاحات غواړي، سرحدي ځواکونه بنسټيز سمبالښت ته اړتيا لري، د سختو اتلان، هر عنوان هر اقدام، فکرونه تعميرونه رغوي، ٢٠١٤ د اټکل خلاف کال، د پروژو پر سر معاملو د مافيا بڼه غوره کړې، د غصب پر وړاندې پرونۍ او نننۍ مبارزه، د ميليونونو مساپرو ارمان، د افغانستان او ترکيې اړيکو شاليد، د وړ او پړ اصل د نوې ادارې شعار، د پوهنې بهير دې بې پرې وي، غلط معلومات ستونزې زيږوي، د کډوالو نړيوالې ته دوه انتخابه، زغمل او نه زغمل، مارچيچل، د انساني کرامت پايلې او يو شمېر نورې ډېرې ليکنې” چې د هر ډول لوستونکو تنده پرې خړوبېداى شي.
د ملي احساس مجلې پښتۍ په شنه اسماني رنګه رنګ ښکلې شوې او په لومړي مخ يې له موضوعاتو سره سم ښکلي او مناسب عکسونه ترتيب شوي دي.
ملي احساس مجله په ښکلي سکښت او اعلى درجه کاغذ کې هره مياشت په منظم ډول له خوست ولايت څخه خپريږي.
د يادونې وړ ده چې دا مجله په خوست ولايت سربېره د هېواد په ډېر شمېر ولايتونو کې د کتابپلورنځيو له لارې د هر مينه وال تر لاسونو رسيږي په همدې سبب تجاران او سوداګر وروڼه هم کولى شي د دې مجلې له منځپانګې څخه په استفادې خپل اعلانات او تجارتي مشهورتياوې د خپلو هېوادوالو پورې ورورسوي او خپلو توکو ته په ازاد بازار کې مناسب ځاى پيدا کړي.
سپين روان نورزى
١٣٩٣-٨-٢