کل رحمن رحماني

        دواړه ملګري په يوه لار روان وو، يوه د ښار د يوه انقلابي شاعر شعرونه او ترانې زمزمه کولې او بل د کوم ناکام مين د مينې او ماتې خوږې سندرې. هر يو په خپله نړۍ کې خوشحاله و او خپله لاره يې رښتينې او حق ګڼله.

     دا کيسه همداسې روانه وه، يوه ورځ دواړه د خپل ښار د ازادۍ طلايي منار ته ورسېدل، پر يوه په زرګونو خلک را غونډ شول، د مينې او مننې نارې يې وهلې، د بري زيري يې ورکول، ګلونه يې ورباندې شيندل او له هغه سره يې ترانې زمزمه کولې، خو دويم ملګرى حيران او يوازې پاتې و، لاسونه يې لړزېدل او له خلکو يې منډې وهلې.

٢٠١٤ د نومبر ١٦مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *