اورنګ مختار-

دغه غونډه چې د وردګو ولايت په مرکز ميدانښار او څو ولسواليو کې د ځوانانو لپاره د لوبو د ميدانونو د جوړېدا په اړه د ليندۍ په ٢٨ نيټه جوړه شوې وه پکې د ولايت مرستيال والي ذاکرحسين سلطاني ، د اطلاعاتو فرهنګ او ځوانانو رييس اورنګ مختار، د سيکا د پروګرام ولايتي مسئول شاپور امرخيل، د ولايتي شورا غړو، اداري رييسانو ، ولسوالانواو سلګونو ځوانانو او مدني فعالانو ګډون درلود.

په سرکې د ولايت مرستيال والي ذاکرحسين سلطاني ځوانان د ټولنې د ملا دتير په څېر غښتلي وبلل او ويې ويل خوښ دى چې په دې ولايت کې د ځوانانو لپاره د سيکا د ثبات د پروګرام له خوا د لوبو لپاره لوبغالي جوړيږي .

ورپسې د اطلاعاتو فرهنګ ځوانانو رييس، د سيکا ولايتي مسئول، د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک او يو شمېر مدني فعالانو خبرې وکړې او ځوانان يې د سولې په ټينګښت کې مهم وبلل.

ديادونې ده چې د د مرکز ميدانښار سربيره به د نرخ، سيداباد، چک او جلريز ولسواليو کې د ١٦٠ مليونه افغانيو په مالي لګښت د کليو او پراختيا رياست د سيکا د برنامې له خوا د ځوانانو، دښې روغتيا او ثبات په موخه ٥ لوبغالي ورغول شي، د دغو پروژو د څار مسئوليت د لسو تنو مدني فعالانو له خوا چې ځوانان دي په رضاکارانه ډول تر سره کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *