تاند- د پاکستان د صدراعظم او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز څرګندونو د پاکستان حکومت ته جنجال پېښ کړ او مجبوره یې کړ چې د هغو د ردولو یا توجیه کولو لپاره اعلامیه خپره کړي.

سرتاج عزیز د بي بي سي اردو تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې دې ته اړتیا نشته چې د حقاني شبکې په شمول پر هغو ډلو، چې د پاکستان امنیت نه ګواښي، برید وشي.

د سرتاج عزیز تر څرګندونو مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او نورو چارواکو خپل افغان مېلمه ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی و چې په وزیرستان کې یې د ښو او بدو طالبانو فرق نه دی کړی او د حقاني شبکې په شمول یې ټولې ځپلي دي.

خو سرتاج عزیز بي بي سي ته په ځانګړي ډول د حقاني شبکې نوم واخیست، ویې ویل:«هغه ډلې چې له امریکا سره دښمني لري، حتمي نه ده چې د پاکستان دښمنانې هم وي.»

امریکا په ځلونو پر پاکستان نیوکې کړي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې د قوماندې پر مرکزونو ولي حمله نه کوي. دې ورته انتقادونه د افغانستان حکومت کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرتاج عزیز د څرګندونو د منفي پایلو د کمولو لپاره په یوه اعلامیه کې وویل:«د سرتاج عزیز څرګندونې د تروریستي او سخت دریځو ډلو له سابقې او تاریخ سره تړاو لري، کنې په اوسنیو شرایطو کې پاکستان بې له دې چې د ښه او بد تمیز وکړي د ټولو سخت دریځو ډلو پرضد د ضرب عضب په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.»

2 thoughts on “د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرتاج عزیز د څرګندونو د توجیه کولو لپاره اعلامیه خپره کړه”
  1. دا ادعا د پاکستان د پوح چی د طرحگرو او تروریستانو توپیر نه کوی په پوحی عملیاتو کی هیح حقیقت نلری. میاشتی مخکی چی
    پوحی عملیات پر شمالی وزیرستان پیل شی
    دحقانی دله ورسره د نورو دلو چی پاکستان روزلی دی، د سمالی وزرستان حخه وویستل شول نورو امنو منطقو ته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *