د ننګرهار له هسکې مېنې ولسوالۍ څخه طالب اورپکو۸۰ هلکان برمته کړي، چې عمرونه يې د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي. طالبانو تور پورې کړی، چې د نيول شويو کسانو خپل، خپلوان دولتي کار کوونکي دي.
د برمته شويو د کورنيو غړي وايي، طالبان د کلاء او شیخا په درو کې په دغو هلکانو بېګار کوي، کاڼي ورباندې توږي او د خپل خوندي تګ راتګ لپاره تيرا ته پرې سړک وباسي.
ځايي خلک وايي، طالبانو غوښتنه کړې، چې د برمته شوو په بدل کې دې له دولتي زندانونو د دوی يوشمېر زندانيان ازاد شي.
ځايي خلک وايي، اته ورځې وړاندې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له کليو څخه د طالبانو له لوري تر ۸۰ پورې هلکان برمته شوي. د دغو برمته شويو د ډېريو عمرونه د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، چې يوشمېر يې د ښوونځي زده کوونکي بلل شوي دي.
د يو تن برمته شوي ورور محور ته وويل، ورور يې په دې نامه طالبانو بېولی، چې ګويا د کورنۍ غړي او خپلوان مو ولې له دولت سره کار کوي. دی وايي، د طالبانو غوښتنې دا دي، چې دولتي کارکوونکي دې دوی ته تسليم شي.
ځايي خلک وايي، د دې تر څنګ طالبان غواړي، د دغو برمته شوو په بدل کې له دولتي زندانونو خپل يوشمېر زندانيان د تبادلې په ډول خلاص کړي.
طالبانو دا کار وروسته له هغه د روانې لړم مياشتې په شلمه وکړ، چې د ځايي طالب قومندان ايمل ورور د ولسوالۍ امنيتي ځواکونو له طالبانو سره د تړاو په تور ونيو. امنيتي ځواکونو د ګورګورۍ په سيمه کې د طالبانو پر مخ هغه لاره هم وتړله، چې دوی به پرې خپل اکمالات کول.
طالبانو پنځه مياشتې دمخه په ګورګورۍ سيمه کې يو ملکي روغتيايي کلينيک په خپله ولکه کې واخيست او عامو خلکو ته له هغې راهيسې ايجازه نه ورکوي، چې د درملنې لپاره ورشي، دا ځای يوازې د دوی د ټپيانو او ناروغانو د درملنې لپاره دی. ګورګورۍ سيمه له وړاندې هم د طالبانو ولايت ټاکل شوی.
يوه ځايي مشر ملک امان محور ورځپاڼې ته وويل، طالبان د همدی بندیانو په وسیله د سپين غر په لمنو کې د کلاء او شیخا په نامه غرنيو سيمو کې د بېل او کولنګ په وسیله قبايلي سيمې تيرا ته سړک غځوي او غواړي له دې لنډې لارې په اسانه او امن ډول پاکستان ته د تلو راتلو ګټه پورته کړي. دی وايي، په برمته شويو کې تر هلکانو اخو د پاخه عمر کسان هم شته، چې شمېر يې ډېر لوړ دی.
دغه قومي مشر وايي، د ننګرهار ډېری ولسوالۍ د طالبانو له ناتار سره مخ دي، که امنيتي ځواکونه يې غم ونه خوري، يوازې جلال اباد ښار به د دولت په ولکه کې پاتې شي.
هېڅ سرچينه نه چمتو کېږي، چې نوم يې خپور شي. د سپين غر د اوغز کلي يو اوسيدونکی وايي، د شپې له لوري برمته شويو ته دوی ډوډۍ ورکوي، ځکه چې دا د طالبانو حکم دی او دوی ترې سر غړونه نشي کولای.
ځايي خلک بيا وايي، طالبانو ورته ويلي، هرکله چې برمته شوي خوشې کېږي، نو د هرې شپې پر سر به ورته ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکوي، ځکه چې دوی په دغو برمته شويو ډوډۍ خوړلې او ساتلي يې دي.
د هسکې مېنې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط محور ته وويل، چې دوه تنه برمته شوي پرون د طالبانو له منګلو ور تښتېدلي دي. سرچينه وايي، په برمته شويو کې ډېری هغه کسان دي، چې د کورنيو غړي يې په دولت کې کار کوي. يادې امنيتي سرچينې وويل، د دغو کسانو د ازادولو په هدف طالبان ډېر شرايط وړاندې کړي، خو که يې شرايط ومنل شي، نو بيا هر وخت دې ته ورته عمال تر سره کوي.
salamuna
yara da kar kho walaka yahood wakri laka da khanziran ye che kawe ! de yaw mashom sa gunah che wror ya plar ye dawlat sara kar kawe? aya de yaw cha pa gunah bal cha ta saza warkawal de kom maz-hab pa ketab ke shta? walaka de hendu , yahood , issawe ….. pa deen ke dase yaw jawaz we. da amal walaka shaitan ham wakri laka da spagan jahil khardajalan ye che kawe ! Allah mu tabah aw barbad ka najisanu pade manhuso wahshi sero che ham mo de Islam nom bad kar ham de afghaniat aw ham insanyat! da beghairatu bachianu ka nar wai warshai pa sangar ke zan mordar kai ya da khazo pa jamo ke zan alwazawai ya laka yaw beghairata gedar mainona gdai ya malki beguna khalak wazhnai . cherta da stase Islami aw afghani jazba che laka de yaw mera aw yaw nar pa shan makhamakh pa sangar ke wajangegai? tase bande de da Allah jj qahr aw ghazab nazel dai che na Islami jazba darpate da aw na ham kom ghairat aw merana. zaka dase daran aw de beghairatai karona kawai che walaka ye yaw hendu ham wakri Allah pak mo nor ham washarmawa aw tabah aw barbad shai che nor de watan zawredali khalak darna arama zhwand wakri haiwan sefato khanziranu!