د (تاريخ مرصع) او (شهابنامې) ترمنځ توپيرونه جوت دي، چې (تاريخ مرصع) د پښتو او (شهابنامه) د اردو اثر دى او د دوو ژبو د ادبي اثار پرتله دقيقه نه وي. مثلا: دا خبرې به مو لوستې وي، چې خوشال په پښتو کې د فردوسي او حافظ او…انډول دى؛ خو دا پرتله په دې دقيقه نه ده، چې خوشال د بېل او دا نور د بېلو فرهنګونو خلک دي، د ژبو ادبي زرکاڼي يې هم بېل دي.

د تاريخ مرصع او شهابنامې لوى توپير دا دى، چې تاريخ مرصع تاريخ ته نېژدې دى او شهابنامه ځانپېښې دي. تاريخ راته د يوه ملت پېښې بيانوي او شهابنامه د يوه فرد؛ خو له يو بل سره يې په دې حالت کې هم ورته والى شته دى. تاريخ که هر څومره ملي شي؛ خو يوه فرد ليکلى وي او فردي تمايلات او پېښې هم پکې راغبرګېږي. ځانپېښې هم د يوه فرد ژوند رااخلي؛ خو د يوه فرد په ژوند کې هم داسې پېښې وي، چې ملي ارزښت لري او کله له ملي اوښتونونو سره ملې او ملګرې وي.

(تاريخ مرصع) د دولسمې قمري او (شهابنامه) د شلمې زېږدې پېړۍ اثر دى؛ خو ترمنځ يې له مکاني او زماني توپير سره سره ژانري ورته والى شته دى.

د دواړو اثارو ليکوال ځيرک پوهان دي، د (تاريخ مرصع) ليکوال افضل خان دى، چې له نيکونو يې په عملي سياست کې لاس لاره، له شاهانو سره پاتې شوي وو. دى پخپله هم د خپل ولس ملک او د صوبه دار د زړه سر و. د (شهابنامې) ليکوال قدرت الله شهاب هم د کشمير د لوستې کورنۍ بچى و، چې د هند د خپلواکۍ په مبارزه کې يې منډې ترړې وهلې وې او د پاکستان له بنسټګرو مشرانو، مخورو سياستوالو او خپلسرو پوځي او ناپوځي ولسمشرانو سره پاتې شوى و.

دواړه ځيرک او د احساساتو پرځاى د عقل منونکي دي او په استدلال درسره خبره کوي، خو استدلال يې توپير کوي. د افضل خان خټک استدلال ساده مذهبي استدلال دى، ځکه په هغه وخت کې علومو دومره پرمختګ نه و کړى، خو قدرت الله شهاب- چې د شلمې صنعتي، ساينسي او عقلي پېړۍ سړى دى، چې پر فلسفه او نورو علومو سربېره پکې ادبياتو هم څانګې خړانګې کړې- پېچلى او ژور استدلال کوي، انکار ته دې يو ستو هم پرېنږدي، ځکه چې د لويديځ پرمختللي علوم او ادبيات يې لوستي او د استدلال له پياوړي استعماله خبر دى.

دواړه مذهبي خلک دي. مذهبي زاويه دواړو کارولې، خو افضل خان مسايلو ته له پښتني زاويه هم کتلي او داسې د قدرت الله شهاب بله زاويه پاکستانۍ زاويه ده، چې د پاکستان پر ګټو او مينه چورلي.

له دواړو نه په تاريخونو کې استفاده کېداى شي؛ خو دواړه تاريخونه دومره نه دي، لکه څومره چې ادبيات دي. (شهابنامه) خو د ژوندپېښو په توګه چورلټه په ادب کې راځي؛ خو (تاريخ مرصع) ته لا چا د ادب په سترګه سم نه دي کتلي، ځکه چې د پوهانو په اند، هغه وخت نثرونه چا د ادب په نېت نه ليکل؛ خو داسې نه ده.

(تاريخ مرصع) که ادب نه واى او افضل خان خټک د ادب په موخه نه ليکلاى؛ نو د (تاريخ مرصع) يعنې سينګارلي تاريخ نوم يې پرې نه ايښوده. سينګارلى نثر په ادب کې راځي. مطلب افضل خان د تاريخ نېت کم او د ادب د پنځولو نېت زيات کړى و.

بل دا چې په (تاريخ مرصع) کې د تاريخ پرخلاف شخصي تمايلات ډېر راڼه دي او دا يې له (شهابنامې) سره بل ورته والى دى.

په (شهابنامې) او (تاريخ مرصع) دواړو کې هېښنده پېښې دي. مثلا: په (شهابنامه) کې د بملا کماري د ناارامه اروا ويروونکي او حيرانوونکي کارونه او په (تاريخ مرصع) کې د پښتنو اولياوو حيرانوونکي کرامتونه. خارق العاده پېښې په تاريخ کې نه يادېږي. تاريخ درنه عقلي او علمي استدلال غواړي او داسې پېښې رااخلي، چې د عملي او عادي ژوند له پلوه شونې وي. په دې هم (تاريخ مرصع) کم تاريخ او زيات ادب دى.

د (تاريخ مرصع) او (شهابنامې) لوى ورته والى په ژبه کې دى. د (تاريخ مرصع) ژبه د تاريخ ژبه نه ده. سيده او معلوماتي نثر نه دى. که د افضل خان خټک موخه د ادب پنځونه نه واى، د عباس سرواڼي او نعمت الله هروي غوندې به يې سړه علمي ژبه کارولې واى.

افضل خان هم د پښتو، فارسي، عربي او هندي ژبې ادبيات لوستي او قدرت الله شهاب هم انګليسي، اردو او فارسي ادبيات لوستي وو او د دغو ژبو له شعرونو، متلونو، ويناوو، کلمو او…نه ښه پرېمانه استفاده کوي.

علمي نثر چې ليکو، د کلمو پرېمانه زېرمې او تنوع ته مو ډېره اړتيا نه وي. د هنري نثر موضوعات عقلي او معلوم وي، خو هنري نثر احساسات انتقالوي او د اغېزمنولو لپاره کارېږي. احساسات کميتونه نه، کيفيتونه دي، مطلب نامرئي دي او بل چې څوک اغېزمنوې، نو له کلمو نه ناوضعي استفاده کېږي، لکه طنز پيدا کوې، يا څوک حيرانوې، نو د څو کلمو او جملو ترمنځ به انتخاب کوې، ځکه خو په ادب کې د کلمو او جملو کارونې ته توجه ډېره پکار ده. په علم کې درته ژبه مخکې له مخکې تياره وي، خو په ادب کې به پکې ته ګوتې وهې. په ادبي ژبه کې د کلمو ظاهري ښکلا هم پکار وي، ځکه چې په کلام کې موسيقي پيدا کوي.

دلته ده، چې په ادب کې د کلمو لويه پانګه او تنوع پکار وي او که د يوې ادبي موخې د ترسراينې لپاره درسره په خپله ژبه کې کلمه نه وي، نو بيا به دا پانګه د نورو ژبو په کلمو بډايه کوې.

په (تاريخ مرصع) او (شهابنامه) دواړو کې د خپلې ژبې شعرونه، متلونه او نور ادبي موارد خو شته شته، خو د نورو ژبو شعرونه او ادبي مواد يې هم پرېمانه کارولي او خپله ژبه يې پرې سينګارلې او په زړه پورې کړې ده.

ما تراوسه فکر کاوه، چې په پښتو کې به د استاد شپون له (و، نه و، يو شپون) پرته د اردو د (يادون کى برات) و (شهابنامې) انډول نه وي، خو چې اوس مې (تاريخ مرصع) په دقت ولوست، همغومره خوند مې ترې واخيست، لکه له (شهابنامې) نه مې چې اخيستى و.

د (تاريخ مرصع) ترکيبونه او جملې به مخکې وروسته وي، خو ژبه يې نوره ډېره روانه او طبيعي ده، لکه د دولسمې پېړۍ يو پښتون درته ناست وي او په خپله ولسي ژبه درته خپل سرګذشت بيانوي.

افضل خان خټک د جميل بېګ د کراماتو په اړه وايي: ”…هغه مقدمه دا وه، چې په ابتدا د فقيرۍ کتابخانه مې وه، مينه پرې ډېره وه. په خاطر راغلل، چې دا هم خيرات کړې بويه. نور مې حکم د دې چې درنګ در عقوبت شتاب در خيرات، په شپه مې پټاره کې واچول، د يو مريد په سر مې کړه. له چشمې د شيخ جيو(کاکا صاحب) په لور روان شوم. د عمري په کلې چې ورغلم، مابين د چشمې او د شيخ د درګاه کم و زيات نيمه شپه وه، چې خوب مې په سترګو سرايت وکړ، هغه شاګرد ته مې ووې، چې که چرته يو لړم، پيدا شي. مطلب مې دا و، چې ځان وچيچوم، چې دا خوب مې برطرف شي. اما هغه وخت ميسر نه شه ، چې کتابخانه مې د شيخ جيو د وړاندې يو لړم په هغه پټار کې پيدا شه، ما زر په زر په لاس واخست، و مې وې، چې يار در خانه و ما ګرد جهان مى ګردم، ته زمونږ په پيټار کې وې، مونږ دې تا جست و جو کاوه. شيخ جيو ته مې هغه حال ووې، نور مې بيا هغه لړم د خپله لاسه کوز کړ. شېخ ضياء الدين چې د شيخ جيو له فرزندانو و، تلاش يې د لړم د مرګ وکړ، شېخ جيو منع کړ، چې دا لړم مه وژنه، چې دا خبره راياده شوه نور مې هغه مارونه پرېښول. نقل دى، چې يو ځل يې خيرات کړى و. حلوا يې پخوله، شاګردانو يې ووې، چې څمڅه نشته. ده وفرمايل، چې تاسو اور په دېګ پسې ګرم کاڼئ، څمڅه به پيدا شي. دېګ په جوش راغى، ورپاڅېده، لاس يې پکې ومانډه، هغه حلوا تمامه پخه شوه، هاله يې لاس له دېګ وکيښ….”

د شېخ رحمکار کاکا صاحب په اړه وايي: ”…دا رنګ وې، چې هر ګاه شېخ جيو په دا ځاى چې اوس ګنبد د شېخ ولاړ دى، راغى. يو مريد شعر د عربۍ په غاړه د پښتو په خوش اوازۍ سره ولوست. په مجرد د شېخ د اورېدو، شوق او جذبه د الهي ورولاړه شوه او له مينځ د يارانو يې اس وځغلاوه. مبارک څادر يې چې هغه ورځ په اوږه و، باز يې له اوږو واخست، پاس په سر د شېخ جيو لکه سايبان ولاړ و او يو څنګ بل څنګ پرې نه ووت. پس له هغه ساعت په ساعت د مکاشفې د ذات مخ ښکاره کړه، په کمال يې د فنا فى الله او بقا بالله ورساوه، له کونه له مکانه تېر شه، هور ته نه شپه او نه ورځ او نه ځمکه او نه اسمان، نه يمين نه يسار، نه کوز نه پاس، نه وړاندې وروستو پاتو شول، چې لا ليل ولا نهار عندالله او دا فهم ته هغو چا رسي، چې خداى ورکړى دى….”

(تاريخ مرصع) د تېر تاريخ لپاره له ماخذونو هم ګټه اخيستې، خو د خپل وخت حالات يې زياتره يا پر شفاهي معلوماتو ولاړ دي او يا يې لکه د شهابنامې غوندې له خپلې حافظې راخيستي اود خپلو سترګو ليدلى حال يې ليکلى. تاريخونه له ګړنيو(شفاهي) معلوماتو نامستقيمه ګټه اخلي او د يوه قوم د ذهنيت په پېژندنه کې ورسره ډېر لاس کوي، خو مستقيما پرې پرېکړې نه کوي، ځکه تاريخونه معلوم مهال و ځاى غواړي. (تاريخ مرصع) په دې بنسټ هم ادب ته نژدى دى.

نو پايله دا راووځي، چې په (تاريخ مرصع) د معلوماتو زېرمه خو بډايه کولاى شو، خو ورسره پرې د (شهابنامې) د غوندې د شهکارو ژوندليکونو ادبي تنده هم ماتولاى شو.

تاريخ مرصع درې برخې دى.

  1. د مخزن افغان پښتو ژباړه ده. د پښتنو پر توکم خبرې شوي، چې حضرت يعقوب ته رسېږي. د لوديانو(بهلول، سکندر او ابراهيم) بحث دى او سوريانو(شېرشاه او اسلام شاه) بحث دى.
  2. د افضل خان خټک د خپلې کورنۍ او نورو پښتنو د حال بيان دى.
  3. د پښتنو اولياوو د ژوند حالات او انساب راغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *