له ټپي مور وینې روانې وې. شاوخوا زمکه ډنډ وه. هغې خپلو وینو ته کتلې او ژړل یې. له مور خپل ټپونه هیر ول. هغه دې ته خپه وه چې جنتونه هم په وینو ولړل شول. هغې له ملاصیب اوریدلي و: جنت د مور تر پښو لاندې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *