واده د ډاکتر تاج الدین ملتمل تازه چاپ شوی کتاب دی چې ځوانانو ته پکې د واده په اړه اړینې او په زړه پوري لارښوونې شته.
دا کتاب په خپلو ټولو ۲۴۱ مخونه کې پنځه څپرکي لري چې د واده په اړه پربیلا بیلو مسایلو ځانګړي عنوانه او معلومات پکې راټول شوي دي .
په ۱۰۰۰ ټوکو کې دا ګټور کتاب ښاغلي تاج الدین ملت مل خپلي لور او دهیواد هغو اولادونو ته ځانګړي کړي چې د ودونو بیلا بیلو ناسمو رواجونو څخه ځوریدلي دي .
پرکتاب د لیکوال مننک لیک او خپلو خبرو ترڅنک د ښاغلي عبدالغفور لیوال او د الفلاح پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد عبدالبصیر سباوون لیکني راغلي دي .
داکتر تاج الدین ملت مل وایې « مونږ غواړو چې دهیواد راتلونکې ځوانان دشرعيي احکامو په رڼا کې خوشاله ودونه او کامیابه حکورنۍ ولري نو دغه کتاب واده مو دهمدي سپیڅلي ارمان په هیله تاسو ته وړاندي کړ »
واده د ټولو ځوانانو او کورنيو لپاره یو ګټور کتاب دي په دي کتاب کې ترواده مخکې او وروستي ډیراړین مسایل بحث شوي چې لوستونکې په عملي کولو له خوشاله ژوند څخه برخمن کیدلای شی .
توریالی همت