د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس د پاکستان کرکټ بورډ له عمومي رئیس سره ګټوره لینه وکړه
پاکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د پاکستان کرکټ بورډ له عمومي رئیس محمد شهریار خان سره ددوی په دفتر کې ولیدل.
د دغې لیدنې په ترڅ کې دواړو لوریو د دواړو هیوادونو د کرکټ په کچه له یو بل سره هر اړخیز معلومات شریک کړل او د سپورتي اړیکو د لا پیاوړتیا په برخه کې ګټورې خبرې وشوې.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد له خپل سیال سره د دغې لیدنې په ترڅ کې د پاکستان کرکټ بورډ له لوري د شویو تخنیکي همکاریو ژمنو عملي بڼې په هکله خبرې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل تر څو کړو تخنیکي ژمنو ته د عمل جامه واغوندي.
سربیره پردې، د دواړو لوریو ترمنځ د دواړو هیوادونو ملي لوبډلو په کچه د یو ورځینیو سیالیو سیریز په هکله هم خبرې وشوې چې ډیر ژر به یې په هکله وروستي معلومات له هیوادوالو سره شریک کړو.