تاند- د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې نن شپه لس کمې ۹ بجې دوې چاودنې وشوې.

د راپورونو له مخې د لومړۍ چاودنې ږغ ډېر زورور و، دوهمه هم زوروره وه خو د لومړۍ هغې هومره نه وه.

د کابل پولیسو تایید کړه چې چاودنه شوې خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې چیري شوې او ایا مرګ ژوبلې یې پېښې کړي او که نه دي.

تر دې مخکې نن د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې طالبانو په ښارونو کې بمي حملې زیاتې کړي دي.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې بمي او ځانوژونکې حملې په سلو کې ۶۸ زیاتې شوي دي.

ده ادعا وکړه چې وسله والو طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي او نور له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخېدو زړه او توان نه لري ځکه یې بمي حملو ته زور ورکړی دی.

صدیقي دغه راز وویل چې طالبانو د کابل په شمول په لویو ښارونو کې د دې لپاره بمي او ځانمرګي بریدونه زیات کړي چې داسي وښيي چې لا په قوت کې دي.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی په عین حال کې وویل، له کله چې افغان امنیتي ځواکونو د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه اخیستی او پوځي عملیات په یوازې توګه کوي، په ټول افغانستان کې بلوا په سلو کې ۴۵ کمه شوې ده.

ده دا هم وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ځواکونو ۱۵۰ عملیاته کړي چې په نتیجه کې یې د دولت وسله والو مخالفانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *