له هغې ورځې چې په شمالې وزیرستان کې دپاکستانې پوځ لخوا دوسلوالو دله منځه وړولو په پلمه پوځې عملیات پیل شوي، ورسره سم دسیمې څخه دجګړو له ویرې دخلکو تېښه زیاته شوې ده، د روان کال دجوزا د یوولسمې نېټې راپدیخوا دجګړو له ویري یوازې خوست ته تر ۲۷ زرو زیاتې کورنۍ راغلي دي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده،خوست ولایت ته دکډوالو راتګ دهمدې کال دجوزا په یوولسمه پیل شو، په همغه کمو ورځ کې زرګونه کورنۍ خوست ته را کډه شوې، ولایتي ادارې د کډوالو دراتګ سره سم ددوی لپاره دګربزو په ګلان دښته کې یو کمپ جوړ کړ او له همغه لومړۍ ورځې يې ورته دبشري مرستو د رسولو په موخه اقدامات پیل کړل، دکډوالو ستونزې يې تر مرکزې دولت او نړیوالې ټولنې ورسولې،ګڼ شمېر مرستندوویه موسسه دولایتي ادارې په هلوځلو په خوست کې خپل دفترونه پرانستل او دکډوالو مرستې ته يې لاسونه وغځول.

دهمدې مرستندویانو او افغان دولت لخوا د کډوالو لپاره په لومړیو کې دخیمو، اوبو،دارو درملو،خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ترسره شوي،خو شوې مرستې به هغه اندازه نه وي چې دکډوالو ستونزې دې ورسره حل شي،څو،څو ځله دکډوالو دستونزو داوریدلو او هغې ته دبېړنې حل په موخه دمرستندویه بنسټونو مشرانو هم دخوست سرپرست والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي په کوربه توب ګلان کمپ ته سفرونه ترسره کړل،دکډوالو ستونزې او مشکلات چې په اوس وخت کې ورسره لاس او ګریوان دي له نږدې ولیدې، کمپ ته په ترسره شویو سفرونوکې دمرستندویا بنسټونو مسؤلینو ژمنې وکړي چې تر ژمې وړاندې،وړاندې به دکډوالو ستونزو ته ځواب ووايي،دا چې ورځ تربلې ساړه مخ په زیاتیدو دي، له بده بخته تر دې دمه دکډوالو سره دژمنیو توکو،کمبلو،بخاریو ،ګاز … اونورو هغه چې اړتیا ورته لیدل کیږي مرسته نه ده ترسره شوې.

دکډوالو اوسنې وضعیت ته په کتو دژمي یخ او سوړ موسم به ددوی شته ستونزې لا ډیرې زیاتې کړي، که په وخت ورسره بشري مرستې ترسره نه شي نو ممکن دارغلو کډوالو عمر خوړلې بوډاګان اوکوچني ماشومان به دمرګ تر ګواښ لاندې راشي،ددې لپاره چې دستر بشري ناورین مخه نیول شوي وي، دافغان دولت او نړیوالومرستندیه بنسټونو او دکډوالو سره دمرستې دنړیوال سازمان څخه مو هیله ده چې ژر تر ژره دراغلو زرګونه کورنیو لپاره د ژمنیو توکو( کمبلو ،لرګیو ،بخاریو،تودوجامو…   ) ترڅنګ دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ترسره کړي،همداراز دکډوالو نورې هغه ستونزې چې همدا شېبه ورسره لاس او ګریوان دي هم حل کړي،دبېلګې په توګه په کمپ کې دڅښاک داوبو ستونزه ،دروغتیا يي ډلو،کلینک،دارو درملو او په ټوله کې دروغتیا په برخه کې شته اوسنۍ ستونزې هم تر ډیره دکډوالو ژوند ګواښي.

په پای کې مو دنړیوالې ټولنې، په کوردننه او له هېواده بهر ټولو هېواد والو او په خاص ډول دشتمنو وروڼو او ملي تجارانو هیله ده چې دلوی څښتن درضایت حاصلولو په موخه دژمې یخ موسم په را رسیدو دکډوالو مرستې ته لاس وغځوئ او پرې نږدې چې دژمې په سړه هوا کې اوسنې شته ستونزې ددوی ژوند او روغتیا تر جدي او مرګونې خطر لاندې راولي.

په همدې لویه هیله

One thought on “د وزیرستان کډوال وژغورئ/ سیدالرحمن عابد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *