ملګري

د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.

الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.

هېنداره

ښه ملګری د سړي له پاره هینداره ده ښه بند د سړي ښه اوبد ورښیي، ښه ملګری هغه دی، چې مهال درته شاکړې اودی درته مخ کړي.

د ملګرو شمېر

یوسړي ته چا وویلک څوملګري لرې؟ هغه وویل: اوس خود دنیا راته مخه ده ډېر ملګري لرم، هغه مهال به جوته شي چې دنیا راته شاکړي چې څومره ملګري لرم.

ښه ملګری

وایي: ښه ملګری هغه دی چې د سړي د ملګري ملګری وي اود دښمن یې دښمن وي.

مینه او فاصله

کورونه مو سره لیري، لیري کړي، چې په مینه کې سره نژدې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *