نېټه: ١٣٩٣-٨-۲۸
کندهار، افغانستان- په کندهار کي د بېلابېلو پېښو پر مهال دوه وسله وال مخالفين وژل سوي، یو بل ټپي سوی، د ملي اردو ۵ سرتېري په یوه ټرافيکي پېښه کي سطحي ټپیان سوي او يو شمېر ماينونه او وسلې کشف او شنډ سوي دي.
په ميوند ولسوالي کي بيا د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په جګړه کي ۲ وسله وال وژل سوي او يو بل ټپي سوی دی. ياده جګړه تېره ورځ د دې ولسوالۍ په کوکه دښت سيمه کي د پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ رامنځته سوه. په پېښه کي له وسله والو څخه ۲ موټرسايکلان او دوه کلاشينکوفونه ترلاسه سوي دي.
د کندهار د دريمي امنيتي حوزې اړوند په کابل دروازه کي نن سهار ۷ بجې د ملي اردو رېنجر موټر له يوه ۳۰۳ ډوله موټر سره ټکر کړی دی.
په پېښه کي د ملي اردو ۵ سرتېري سطحي ټپيان سوي چي د درملني په موخه ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال سوي دي. په ياده پېښه کي بل هيڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی.
داراز ملي او سيمه ییزو پوليسو د ميوند ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کي ۲۷ ماينونه، ۴ پارسله پوټاشيم، يوه اندازه د ماين پټاکۍ او کانچې کشف او نيولي دي.
سرحدي پوليسو تېره ورځ د ښوراوک ولسوالۍ په بادي غونډۍ کي ۱۲ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
ملي پوليسو تېره ورځ د خاکرېز ولسوالۍ په زين اباد سيمه کي يو د وسايطو ضد ماين کشف او شنډ کړی دی.
دارنګه ملي پوليسو تېره ورځ يوولس بجې د سپين بولدک ولسوالۍ رئيس رازق ښوونځي ته څېرمه يو ماين کشف او شنډ کړی دی.
ملي پوليسو تېره ورځ د ۶ امنيتي حوزې اړوند په محمدګل کلاچه کي ۴ لاسي بمونه، ۳ د لاسي بمونو فيوزونه، ۱۰۳ د پيکا مرمۍ، يوه اندازه د ماين کانچې او دوه متره ثانيه سوز لاين کشف او ترلاسه کړي دي.
بل خوا ټرافيک پوليسو تېره ورځ ۸۷ زره افغانۍ له هغو موټرچلوونکو څخه چي جوازسيرونه يې نه درلودل، ترلاسه کړي دي. ياد عوايد يې د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړل. داراز ټرافيک پوليسو ۵ عرادې موټران چي اسناد يې نه درلودل، نيولي دي.