(لومړۍ برخه)
د ملتونود ظهور، پرمختګ او زوال یو څو لاملونه
سریزه
په دې لیکنه کې د ملتونو د پرمختګ، ظهور او یا او وروسته پاته والي په اړه بحث کیږي. که پوه شو چې ټولنې د کومو لاملونو له مخې پرمختګ کوي نو دهغو لاملونو نشتون بیا وروسته پاته والئ راولي.
د ټولنو او ملتونو پرمختګ او وروسته والئ پیچلې مسئلې دي. په ټولنو کې د هغو ارزول، پیژندل، د لاملونو څیړل مکملو څیړنو(تحلیلونو) او بحثونو ته اړتیا لري. په دې لیکنه کې یوازې په څو هغو لاملونو بحث شوئ چې د ټولنې په کلتوری، رواني، او ټولنیزو ځانګړتیاوو پورې اړه لري او هم اوږد مهاله حل لارې او کړنلارې غواړي.
د لیکنې موخه داده که ممکنه وي په هیواد کې پدې مهمه او ستراتیژیکې مسئله باندې ژورو بحثونو ته پوهان، لیکوالان، دولتي چاروکي، مدني ټولنې او نور وهڅووترڅو دا اړینه مسئله ښه وشاربله شي ترڅو زموږ د ځوانو کدرونو او د عامه خلکو شعور په دې هکله لوړ شي.
په دې لیکنه کې دې ټولنې د پرمختګ په لاندې لاملونو لنډ بحث کیږي:
(۱) له تاریخ، تیروتنو او بریاوو زده کړه، (۲) د هیواد پالنې او عقیدې دواړو خیال ساتل، (۳) د ملي هویت ته پام کول، (۴) د ثبات او تحول ترمنځ انډول، (۵) د ګډو ملي آرمانونه او موخو لرل او ورته د پلان کولو په پروسه پوهیدل، (۶) په ریښتیني شورایي نظام پوهه او باور، (۷) د کلتور په اهمیت پوهه او ورته کارکول، (۸) د قانون حاکمیت او ښه حکومتولي.
همدارنګه کله کله له کومې خوا ټولنیز او ملي تهدید هم ملتونه له درانه خوبه راویښوي، انګیزه او د قربانۍ روحیه ورکوي، د سترو کارونو لپاره خورا زیاته انرژي راخلاصوي او پرمختګ کوي. خو که ښه رهبري ونلري ښې لاسته راوړنې نشي لرلئ. د نه پرمختګ او وروسته پاته کیدو ځینې نور لاملونه اوږدې شخړې، بې ثباتي او د ستروطبیعي ناورینونو پیدا کیدل او نور دي. په لاندې کې په هریوه یو څه روښانتیا اچول شوې ده.
د پرمختګ پیژندنه د ټولنو په ارزونه کې
پرمختګ ډول ډول تعریفونه لري خو دلته دوه لنډ تعریفونه ذکر کوو. پرمختګ یا انکشاف (Development) یوه داسې مشارکتي پروسه ده په کومه کې چې اړینې خواوې هغو پریکړو او تصمیونو ته شکل ورکوي چې دهغوی په ژوندانه اغیزه شیندي. دا تعریف راښيي چې پرمختګ یوه پروژه یا واقعه نده بلکه یوه پروسه ده او اړینې مرحلې لري چې یوه مرحله خلاصه شي بله باید پیل شي. د دې مانا داده چې پرمختګ سیي او اړین بستر، شرایط، د اړوندو خلکو غوښته او لیوالتیا، پرله پسې پرمختیايي پروګرامونه، د مرسته کوونکو اړینه پوهه، زیرمې او وخت غواړي. په ټولنو کې د دوي د غوښتنواو ګډون پرته یوازې د چارواکو او کارپوهانو په واسطه پرمختګ نشي راتلئ.
د سړي سرناخالصه ملي عواید په یوه ملت کې پرمختګ ښه نشي په ګوته کولئ. نو په اوسني وخت کې د پرمختیا پوهان د یوې ټولنې د پرمختګ د کچې د معلومولو لپاره ځینې معیارونه پکاروي لکه: په ټولنه کې خدمتونوته د ټولو خلکو لاسرسئ او کیفیت یې، انساني او ټولنیزه پانګه، د فقر کچه، سړي سر عواید او د خلکو خوشالي بولي. همدارنګه، د خلکو زغم او یوبل منل، په حکومتدارۍ کې د خلکو د مشارکت کچه، دحکومتدارۍ څرنګوالئ او نور بیا د پرمختګ او یا وروسته والي نورې غوره نښې بولي.
- د ټولنې له تاریخ او خپلو تیروتنو زده کړه
انساني ټولنې تر نورو ژوندیو مخلوقاتو د عقل، تفکر، قوي حافظې لرلو او د ارزونې او تحلیل د قوت په لرلو سره ستر امتیاز لري او ننيو تخنیکي او علمي سهولتونو نور هم انسان ته قوت ورکړئ دئ خو که هغه له خپلو ټولو استعدادونو او شته سهولتونو په سمه توګه کار واخلي. انسان دا صلاحیت لري چې د نوښتګرۍ، تاریخ، او خپلو تیروتنو او لاسته راوړنو څخه زده کړه وکړي او د ځان او خپلې ټولنې حالت سیي کړي.
خو دا اړینه او حتمي نده چې هر انسان به دا کار په سیي توګه ترسره کړي ځکه انسان نفسي غوښتنې، جهالت، کرکه، کم علمي، بیوزلي او نور له ښو کارو راګرزوي او په نا سمه لاره یې هڅوي. که انسان ته اړین شرایط برابر نشي اویا خپلو تیروتنو ته ځیر نشي نو اصلاح یې آسانه نه وي.
همدارنګه انساني ټولنې هم له ورته اسانتیاوو، خنډونو او ستونزو سره مخ وي. ټولنې هم ښه فرصت لري چې ښه رهبران پکې پیدا شي، په ګډه کار وکړي، ډېره انرژي او ستره پانګه رامنځته کړي او د نجات لاره ومومي. همدارنګه، په ټولنو کې د جهالت، ناوړو دودونو، کلتوري خنډونو، کرکو، شخړو، ځان پالونکو کسانو او ګروپونو شتون ټول د اصلاح په مخ کې ستر خنډونه وي. دا پخپله په ټولنو، دهغو په غړو او د هغوپه پیچلو شرایطو پورې اړه لري چې هغوي به کوم لورئ غوره کړي. لکه څنګه چې انسان اختیار لري ټولنې هم ښه او بد دواړه انتخابه او چانسونه لري.
که ټولنې او ملتونه یو ځل د خپلو تیرو تیروتنو، ستونزو او فرصتونو د ارزونې، د لاملونو د لټولو، د حل لارو موندلو، د اړینو موخو او لمړیتوبونو لټولو لپاره د یوه ښه کاري ګډ پلان پروسه پیل او څو دورې یې تکرار کړه نو ښې لاسته راوړنې لرلئ شي. هغوي د پلان کولو له پیل څخه ترپایه په دې مشارکتي پرمختیايي پروسه کې نوې پوهه، غوره تجربې، ښکې هیلې او اړین خوځښت رامنځته کوي. داسې ټولنې ورځ تربلې پرمختګ کوي، خپلې تیروتنې اصلاح کوي او سترو آرمانونو ته رسیږي.
له همدې کبله موږ ګورو چې نن سازمانونه، سیمې، قومونه، ټولنې، او ملتونه د ځان لپاره په ګډه لورئ لید ټاکي او اړین لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړوي، پلي کوی یې، نظارت یې کوي، بیا یې ارزوي، له لاسته رواړنو او تیروتنو زده کړه کوي او داسلسله همداسې روانه وي. دا ټولنې او ملتونه د وخت په تیریدو سره ستر ستر کارونه کولئ شي او ستر آرمانونه لاسته راوړئ شي.
کله چې د خلیج لمړئ جنګ د نویمې لسیزې په لمړیو کلونو کې ختم شو نو امریکایانو له خپلو اړونده ډول ډول پوهانو څخه یو ټیم جوړ کړ ترڅو د جنګ په جریان کې خپلې تیروتنې، لاسته راوړنې وارزوي او دهغو په رڼا کې د راتلونکي لپاره ښه پوه او کړنلاره پلان جوړ کړي. همدارنګه جاپانیانو تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چې ماته یې خوړلې وه او امریکایي جنرال مکارتر د دوي د چارو واګې په لاس کې اخیستې وي دجاپان نخبه کسان سره راغونډ شول او د خپلو ناکامیو په لاملونو یې بحث وکړ. هغوي د خپلو ستونزو او ماتې لاملونه په دوو برخو وویشل. لمړئ هغه لاملونه ول چې نورو ورباندې تپلي وو او دوهم چې پخپل ځان یې راوستي ول. هغوي پریکړه وکړه چې لمړئ به په هغه څه تمرکز نکوی چې دهغوي له کنترول څخه وتلي دي بلکه لمړئ به دهغو لاملونو او ناخوالو غمه وخوري چې دوي په خپل ځان کړي او باید اصلاح یې کړي. تاریخ پوهان دهغوي دا تصمیم د جاپان د وروستیو پرمختګونو زیږنده بولي ځکه که هغوي د لمړیتوبونو په ټاکلو کې تیروتنه کړئ وئ نو وروسته به پاته وئ.
خو په وروسته پاته هیوادونو کې د تاریخي او سیاسي پیښو بیا کتنه او ارزونه نه کیږي او نه ورته څوک اهمیت ورکوي. دا ټولنې بیا بیا تیروتنې کوي، ورڅخه زده کړه نه کوي او نه ورپسې سرګرزوي. داسې ټولنې نه پروسه پیژني، نه د خلکو مشارکت او نظر ته اهمیت ورکوي، د ستونزو په وخت خپله مسؤلیت نه مني، یوبل ملامتوي، له بهرنیانو ګیلې او ګرمانې کوي، او یا یې له تقدیر څخه بولي. دا سې خلک او ټولنې د پیل په غوږ کې بیده وي او نه راپاڅیږي. دا خلک نورو ته محتاج بیوزله او در په در وي خو په علت یې نه پوهیږي. بهرنیان به د ځان په ګټه د هغوی په ستونزو کې برخه لري خو زیات مسؤلیت د هرچا خپل وي. همدارنګه، الله تعالی هغه وخت د خلکو په حالت او تقدیر کې توپیر او ښه والئ راولي چې خلک په خپلو ځانونو کې بدلون راولي.
د ځینو قومونو او ملتونو ستونزه دا وي چې ډېر کم او یا هیڅکله د کوم علمي پلان او پروګرام له مخې ګډ لورئ لید، منځ مهاله اواوږدمهاله ګډې موخې او ګډ لومړيتوبونه ځانته نه ټاکي او که یې وټاکي نو په پایله لرونکو موخو او لمړيتوبونو یې نشي بدلولای. کیدئ شي څه سوچونه به لري خو بیا ورباندې هم نظره نه وي اود پلي کولو لپاره یې کومه تګلاره اوګډ پلان نه جوړوي. دوي یوازې د اور وژنې او یا لوټه کیږده او تیرشه فکر او کارونه کوي. که دوي دا پروسه پرمخ هم بیایي هرڅوک په کې خپلې ګټې ګوري. د داسې خلکو ډېر کارونه نیمګړي پاته کیږی او هغوي تل نورو ته اړ وي. داسې قومونه او ملتونه یو موټئ هم نشي پاتې کیدای او خواره کیږي ځکه یووالئ او اتحاد هغه وخت راځي چې د یوې ټولنې ټول یا اکثریت خلک ګډې موخې او آرمانونه ولري او دهغو لپاره کار وکړي.
- د هیواد پالنې او عقیدې دواړو خیال ساتل
ابن خلدون چې د شرق او اسلامي نړئ ستر فیلسوف، سیاستپوه او لیکوال تیر شوئ دئ لمړئ کس وو چې د تاریخ د علم، د تاریخ د فلسفې او عصري حکومتولئ بنسټ یې کیښود. نن د هغه اثار د موخذونو په توګه په کاریږي او افکار او اثار یې په نړیوالو پوهنتونو کې درس ورکول کیږي. هغه په خپله مشهوره مقدمه کې عصبیت او عقیده دواړه د ملکونو او دولتونو د پرمختګ او دوام لپاره اړین بللي دي. د ابن خلدون د ارزونې او هم د ملت د معاصر تعریف له مخې عصبیت د قومونو او ډلوله عصبیت څخه مراد نه دئ بلکه په هیواد کې د ټولو میشتو خلکو او دهغوي د خوځښتونو او احزابو لپاره د ملي ګډ احساس، ملي غرور، ملي ارزښتونو، ملي لوري لیدونو او دملي هویت د مقولې د تقویې په معنی دئ. همدارنګه، ملکونه او نظامونه یوې عقیدې او مفکورې ته اړتیا لري چې هغه باید له حب وطن سره ښه انډول پیدا کړي او دواړه د ملت په پرمختګ کې ښه ګډ رول ولري.
که موږ وګورو په څو ملکونو کې کوم مشر او سیاستوال چې دا په پام کې نیسي او ښه انډول پکې راولي نو بریالئ کیږي. که په دې کې سیي انډول رانشي او دیوه تله درنه او یا سپکه شي ستونزې پیدا کوي. په ترکیه کې د اردوغان ګوند دا کار په ښه شکل کوي. هغه وتوانیده چې د ترکانو د خپل تیر برم او عظمت لپاره او د اسلامي نظریې دواړو ترمنځ یو سیي امتزاج رامنځ ته کړي. ترکیه په خپلو ټولو ترک نژادو نظر ساتي او پالي یې خو په عین وخت کې دخپل دین په اصالت هم پوهیږي او ورته کار کوي. له بله پلوه د اتا ترک رژیم چې یوازې عصبیت یا یوه خوا نیولې وه، د عثماني خلافت له سترې ځواکمنې امپراطورۍ څخه ورته پاته نهادونه یې لکه چې اړینه وه په یوه ستر قدرت بدل نشوئ کړئ. همدارنګه، که څوک د خپلو خلکو ملي شعور، ملي غرور، د هیواد ګټې او شرایط شاته کړي او کومې نړیوالې ایدیالوژۍ ته په افراط کار وکړي نو بیا به د ملت له ټکر سره مخ شي.
په افغانستان کې هم سیاسي ګروپونو دې ته ښه پاملرنه ونکړه. ځینې دې ډلو افغاني ملي احساس، ملي نوامیس او د خپلو خلکو د خپلواکۍ غوښتنې روحیه هیره کړې وه. همدارنګه، هغوي د خپلو خلکو د دیني شعایرو او ارزښتونو ته هم پام ونکړ او ورته شا یې کړه او په دې توګه هغوي په حقیقت کې عقیده او عصبیت دواړه پریښي وو. هم یې د عقیدې رول ته اهمیت ورنکړ او او هم یې ملي عصبیت، د ملي خپلواکۍ تلوسه کمه وګنله نو ناکام شول. کله چې تیر شوروي اتحاد او روسانو په افغانستان یرغل وکړ او زموږ د ملي ګټو، ملي غرور او په ملي استقلال یې تیرۍ وکړ او هم یې زموږ د دیني او عقیدتي شعایرو نه یوازې پروا ونکړه بلکه د هغو په وړاندې ودریدل نو خلکو په ملي قیام او جهاد لاس پورې کړ او انجام یې ټولو ته معلوم دئ.
جهادي تنظیمونو د ډول ډول لاملونو له کبله که څه هم په آخر کې ښه امکانات درلودل خو دې انډول ته یې ښه پام ونکړ او یوازې په عقیدتي مسئلو یې په ناقص ډول تمرکز کاوه او په هغه یې هم کومه غوره پانګونه ونکړه. نابرابر جنګ، ډېرې ډلې، پردو ته احتیاج، له ملکه وتل، د حاکمیت او اړین نظام نشتون هغوي له ستونزو سره مخ کړل. لکه د هربل اوږده جنګ په څیر له یوه نړیوال قوت سره ټکر د دې ډلو ټول پام جنګ ته واړاوه، نه دوي دا لورئ لید درلود او نه یې تایید کوونکو ورته سمه لار وښوده. کیدئ شي چا نه غوښتل چې هغو ډلو ته ستراتیژیک پرمختګ او وړتیا ورکړي چې ورباندې یې شک درلود او امکانات یې ورباندې ودرول. سیمه ایزو قوتونو هم خپلې ګټې د دې ډلو په بیلوالي او شخړو کې لټولې او په لوي لاس یې ځان ته محتاج ساتل.
نو د اوږدې جګړې په دوران کې یو داسې نسل را لوی شو چې له تعلیم او پوهې محروم وو، یوازې په جنګ پوهیدل اوورڅخه تغزیه کیدل، د خپل هیواد له تاریخه بې خبره وو، له ډېرو ستونزو سره مخ وو. دې ډلو که څه هم یو څه د جنګ اداره کړې وه خوپه هیواد کې د نظام او دسیستم په جوړولو نه پوهیدل، د هیواد د بیا رغونې او پرمختګ لپاره تحلیلي، تخنیکي او علمي پوهه ورسه نه وه. دوي په دې چې ستر شوروي اتحاد او روسان یې د هیواد، نظام، او د ډېرو خلکو دسر په بیه له ملکه شړلي ول ډېر غرور ورکړئ وو او په خپلو ستونزو او حل لارو ښه پوه نشول. په خواشنۍ سره دوي په دې هم نه پوهیدل چې دوي د نظام د بیا رغونې لپاره په څه نه پوهیږي او څه ته اړتیا لري. نو په دې ترتیب سره دوی کومې غوره پریکړې ونکړې. کله چې دکابل حکومت کمزورئ شو نو چې دې ډلو به کوم ځای ونیو نو وران به یې کړ.
اوس د هغوي په ځینو ډلو باندې داسې حالت راغلئ چې په حقیقت کې نه د عقیدې او نه د حب وطن او وطني عصبیت په ګټه کار کوي. که څوک دا نه مني نو د خپل یو تعمیري کار د وښیي چې د وطن، خلکو او اسلام سره دهغوي مینه وښیي. ویره داده چې هغوي په دې خبرو هیڅ نه پوهیږي، نه کوم پلان او کړنلاره نلري او نه به یې دکلونو لپاره ولري. د تونس یوه مفکر راشد الغنوشي زموږ د تنظیمونو په هکله ویلي وو چې هغوي په جنګ کې قهرمانان دي ولې په حکومتولۍ اوسیاست نه پوهیږي.
نو د سیاستوالو او مشرانو لپاره دا اړینه ده چې دا دوه مهم او نور اړین فکتورونه تل په نظر کې وساتي، تاریخ اودخپلو ټولنو عیني شرایط ښه وڅیړي او د هغو په رڼا کې په خورا غور سره نه د جذباتو له مخې پریکړې وکړي.
- د ملي هویت اهمیت
پورته د عصبیت او ملي احساس په رول او اهمیت بحث وشو. که موږ د ابن خلدون تشریح او دنن زمانې عصري ملتونو او دهغوي قومي ترکیب، ملي هویت او ملي احساس ته وګورو نو په روښانه توګه پوهیږو چې په دې عصبیت کې هم د ملت ټول قومونه او ډلې راځي او ټول باید د وطني احساس پالنه وکړي. حب الوطن من الایمان هم داراته ښیي چې د وطن مینه له عقیدې سره نه یوازې ټکر نلري بلکه ورسره اړخ لګوي. عصبیت هغه وخت ښه نه دئ چې دخلکو له حقونو څخه سترګې پټې شي ځکه چې هغه له بل ټبر څخه دئ او دا سم کارندئ. خو د خپل وطن سره مینه اړینه ده، د الله رسول هم د احد غره ته خطاب کړئ دئ چې هغه څومره ورباندې ګران دئ او دا دهغه مبارک وطن دوستي وه او سمه خبره ده.
د ملي هویت مسئله هم له خورا اړینو مسئلو څخه ده او د ملتونو په وده او یا وروسته پاته کیدوکې ډېر رول لري. نن موږ ګورو چې ډېر ځواکمن هیوادونه چې په کمزورو ملتونو کې خپلې روا او ناروا ګټې لټوي د یرغلونو په ځای یې د ځینو خلکو هویت ترشک لاندې راولي، په پرګنو کې بیلوالئ اچوي، هغوي په خپل ملي هویت شکمن کوي او اوبه خړوي او کبان نیسي. ملي هویت یو نه تجزیه کیدونکئ ماهیت دئ اوپه یوه هیواد کې یو ملي هویت باید شتون ولري. دا سمه ده چې په هرملت کې ډول ډول قومي جوړښتونه شتون لري، قومي تنوع ستونزه نه بلکه یوه پانګه وبلل شي، او د هرچا قومي تشخص او پیژندنه دهغوي حق دئ خو ملي هویت باید یو وي. همدارنګه، کیدئ شي چې په کوم هیواد کې پوره ټولنیز عدالت نه وي او دا د هرچا حق دئ چې د عدالت لپاره او دخپلو حقونو د غوښتلو لپاره سوله ایزه مبارزه وکړي او باید درناوئ یې وشي. خو ملي هویت ترسوال لاندې راوستل بیا مسئلې نه حل کوي بلکه لار نور یې پیچلې کوي.
که تاسو په جرمني، امریکې، سویډن، جاپان او یا هربل په ځان بسیا هیواد کې چې ځانونو ته د بشر د حقوقو پهلوانان وایي له خلکو وپوښتئ چې څوک یې درته یو ملي هویت ښي چې هغه یا جرمنئ، یا امریکایي، یا سویډنئ او یا جاپانئ او داسې نور دئ. ماپه امریکا کې له یوه افغان څخه چې یوازې یو څو کاله یې هلته تیر کړي ول واوریدل چې هغه امریکایئ دئ او ورباندې فخر کوي. لامل دادئ چې هلته د دې لپاره کار کیږي چې خلک که له هرځایه راځي باید ځان یوازې امریکایي وبولي. هغه کیدای شي ووایي چې زه مسلمان، بودایي او یا بل دین لرم او یا کیدئ شي ووایي چې هغه په اصل کې افغان یا ایرانئ دئ خو په امریکایي ملي هویت کې یې سوال نه وي. په افغانستان کې هغه څوک چې د افغان او افغانیت کلمه ترسوال لاندې راولي یو ملي خیانت کوي او باید همداسې وبلل شي ځکه دا ترټولو لوی تاوان ملک ته رسوي. که یو افغان، هندي، برازیلئ ، روسئ او یا هر بل څوک له هر هیواده کوم بل ملک ته ځي هغه یو ملي هویت لري اوبس.
همدارنګه، اړینه ده چې د ملي هویت او ملي یووالي د ټینګښت لپاره د یوه ملت ټول اوسیدونکي د خپل هر هیوادوال مساوي حقونه په رسمیت وپیژني، انساني کرامت ته یې درناوئ ولري، په غم یې غمجن شي او د ژوند د ښه کولو لپاره یې د مسؤلیت احساس وکړي. که د هیواد د یوه توکم د کوم چا بشري او قانوني حقونه د هرچا په واسطه ترپښو لاندې کیږي نو دهیواد ټولو وګړو ته اړینه ده چې په کلکه یې مخه ونیسي. که په یوه ملت کې د یوه ټبر په حقونو تیرئ کیږي او یوازې دهغه ټبر خلک ورڅخه ننګه کوي نو دا نه د اسلامي، انساني، او اخلاقي نظره معقول کار دئ او نه هم د ملي وحدت له ټینګښټ او په هیواد کې د ملي هویت له داعیې او مفهوم سره مرسته کوي.
- د ثبات او تحول ترمنځ انډول
ملتونو ته اړینه ده چې ثبات او بدلون دواړو په معنی او اهمیت پوه شي. که په ټولنه کې خلک، سیاسي ډلې او سیاستوال د دواړو تر منځ یو سم او معقول انډول رامنځته نکړي نو ټولنه په ناسمه لاره ځي او تاوان کوي. یوعالم وایي انسانان په درئ ډوله دي. لمړئ ډله جاهلان دي. هغه داسې خلک وي چې هر نوې پدیده وویني نو بیله سوچه او د هغه له ګټې او تاوان ارزونې پرته په هغه پسې ځي او له خپلو ټولو ارزښتونو ورته تیریږي. بله ډله متحجرين وي. دا ډله هم هر نوئ وړاندیز بیله کومې ارزونې له لمړي سره منفي بولي او ورسره مخالفت ښیي. داځکه چې دوی ورباندې نه پوهیږي او ورته نا آشنا وي او مصؤنه لاره ورته مخالفت ښکاري. خو دریمه ډله بیا پوه او د ښه بصیرت خاوندان خلک وي چې هر نوئ شئ او یا وړاندیز لمړئ ښه ارزوي، په اسنادو او شواهدو غور کوي او بیا پریکړه کوي.
نن ډېر ملتونه د بیځایه، بې ګټو او حتی ناروا بدلون غوښتنو له کبله په اور کې سوځي. دا بدلون غوښتونکي بیله کوم ګډ لورئ لید او آرمان درلودلو په هره بیه د اوسني حالت بدلون غواړي. هغوي د ټولنې شرایطو، انګیرنو، غوښتنو او اړتیاوو ته نه ګوري اړم وي او د خپلې مرزې سره سم بدل حالت غواړي. دوي هرڅه زر غواړي، له قیده شرط پرته یې غواړي او په هره بیه که وي غواړي یې. هغوي د ځان غوښتنې ښکار وي او بل څه نه ویني. دوي په دې ترتیب د خپلو ټولنو له ټکر سره مخ کیږي او هرڅه تباه کوي.
په هر وخت کې ځینې نور خلک هم وي چې له نوو پدیدو کرکه کوي او هرڅه یې ردوي. نمرود ځکه ابراهیم خلیل الله به اور کې واچاوه چې نوې خبرې یې کولې او دهغوي باطل خدایان یې نه منل. د اسلام ستر پیغمبر هم کله چې نوې خبرې پیل کړې او د پخوا په خلاف یې یوه الله ته دعبادت دعوت شروع کړ د مکې د مشرکینو نشو خوښ او هجرت ته یې اړ کړ. هغوي که څه هم دهغه د دعوت په ریښتینوالي پوهیدل خو غوږ یې نه ورته نیوه. په اکثره داسې شرایطو کې دا نه منونکي ښه پوهیږي خو دهغوي ګټې دنوي دعوت په واسطه له تهدید سره مخ وي نو ورنه کرکه لري. ځینې نور بیا د پوهانو په خبره نوو مسئلو ته په زړو عینکو ګوري او ځکه سمه لاره نه ويني او حق له باطله نشي بیلولئ.
دا پورته جاهلان او متحجرین یو ګډ خاصیت لری چې نه له تاریخ څخه څه پند اخلي، نه د پوهانو خبره منی او نه له خپلو تیروتنو کومه زده کړه کوي. د دې دواړو ډلو د ارزونې توان خورا کمزورئ وي. دوي د ستر اسلامی تمدن څخه بیخبره دي او نه پوهیږي چې هندسي اعداد، الجبر، کیمیا، د ځمکې د کرې په مخ دطول البلد او عرض البلد فرضي کرښې او نور ډېر بنیادي اختراعات چې د اوسنيو بشري پرمختګونو بنسټ چا ایښئ دئ او دا څه معنی لري.
همدارنګه، هغوی په هغه له معنی ډک قرآنی اصل چې الله تعالی له مسلمانانو په هر کار کې تعقل، تدبر، تفکر او پوره تعمق غوښتئ او په پټو سترګو د هیڅ شي په منلو اړ ندي نه مني. هغوی د دې اصل په مفهوم نه پوهیږي چې دا څه معنی او ګټه لري. هغوي د قرآن دې اړخ ته چې د هر عصر او زمان لپاره که هغه د اتوم عصر دئ، که هغه د انټرنیت دئ، که هغه اقمارو ته د تګ دئ چې هره ورځ نوې الهي اسرار رالوڅوي او موږ ته راښيي چې قرآن په هرعصر کې ځانته تجلی لري له پامه غورځوي او خپله یې منلې ده.
نو په سیاسي تفکر، سیاسي نظامونوکې باید ومنو چې د بدلون او ثبات ترمنځ پوره انډول اړین دئ. که ثبات نه وی، نظام نشي جوړیدئ او دهرې ورځې په تیریدو سره ټولنه او ملت له عادلانه نظام څخه لیرې کیږي، په غلطه لاره ځي، پردو ته اړ کیږي او دخلکو لپاره سوکالي او پرمختګ نشي راتلئ. داخبره نن چې د تخنیک اوعلومو عصر دئ او ملتونه په تندۍ له یو بل څخه مخ کیږي او نور وروسته شاته پریږدي ډېره مهمه او اړینه ده. که په یوه هیواد کې یوڅو کلونه موثر حکومت او دولت نه وي نو تر پیځوس کلونو پورې وروسته پاته کیږي. له همدې وجهې غرضداره کړۍ هڅه کوي چې په ګاونډ کې ملک بی ثباته کړي، له ښې حکومتولۍ یې راوګرزوي او خپلې ګټې سیاسي، تجارتي، اقتصادي او ستراتیژیکي ګټې خوندي کړي.
خو کله کله بیا مستبد او ځان غوښتونکي رژیمونه د ثبات په نامه له هرې اصلاحی طرحې، ښې حکومتولۍ، د عدالت له پلې کولو لپاره د اړین بدلون مخه نیسي.
نور بیا…..
دیوه سرلوړي، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان په هیله