صفیه حلیم

صفیه حلیم

د معاصرې ادبې دورې په پیلېدو سره په ځینو لسیزو کې د ادب بڼ ورځ تر بلې د غوړېدا په حال کې و، بل خوا نړیوالو پوهو او اندو د اړیکو په اساس د پښتو ژبې په منځپانګه هم اغېزه وکړه، دغه منځپانګه کې بېلابېل ګلان وټوکېدل، نوې غوټۍ او غنچې یې پیدا کړې همداسې لیکوال هم پیدا شول چې د قلم له نوکې نوې اندونه، نوې لارې، نوې خبرې سپینو پاڼو ته ورکړې. په روانه پېړۍ کې په هره لسیزه کې د پښتو ادب منځپانګه او شکل لا رنګین او ښکلی کېده، ځکه په دې وخت کې ښځینه لیکوالې هم د ادب میدان ته را ودانګلي د خپل ژوند او د خپلې ټولنې اړونده برخو باندې لیکنې وکړې چې یوه هم صفیه حلیم ده، چې د پښتو د ادب په اسمان کې د ښې لیکوالۍ روښانه ستوري لري.

صفیه حلیم اصلاً د افغانستان د غزني د ولایت ده چې نیکه یې له دې ځایه پېښور ته تللی دی، نوموړې د عبدالحلیم لور او په ۱۹۵۱م کې په پېښور کې زیږیدلې ده. لومړنۍ زده کړې په پېښور کې کړي، بیا یې د ښوونې او روزنې پوهنځي لوستی بیا یې په انګلیسي ادبیاتو کې ماسټري ترلاسه کړې او نورې لوړې زده کړې د سکاټلیڼد په یو پوهنتون کې د ژبپوهنې په برخه کې هم تر سره کړي دي(۲ : ۴۵).

صفیه حلیم له یوولس کلنې څخه د لنډې کیسې په لیکلو پیل کړی او تر دې دمه یې یو شمېر آثار د لنډو کیسو هم چاپ شوي دي. نوموړې د لنډو کیسو تر څنګ ناولونه او څېړنیز آثار هم لیکلي دي. د لیکوالۍ تر څنګ صفیه حلیم د ژورنالیزم په برخه کې هم ډېر کار کړی چې د بي بي سي د یوې تکړه خبریالې په توګه شهرت لري نوموړې د بي بي سي رادو د مسولې په توګه هم پاتې شوې په افغانستان کې د ژورنالستانو د روزلو دنده تر سره کړې ده.

دصفیه حلیم د کیسې لیکنې ترڅنګ د سفرنامو په لیکلو کې هم ښه ځلېدلې ده، ډېر پخوا راهیسې چې کومې سیمې ته تلې د هغې په اړه یې لیکنې کړې او د هغه وخت په یو شمېر چاپی رسنیو کې خپرې شوې دي. اوسمهال دې د نړی ځینو هېوادونو ته، لکه : د اروپا، افریقا او اسیايي هېوادونو ته سفرونه کړي ترکیه، ایران، مصر د عربي هېوادونو او سویلې افریقا ځینې یونلیکونه یې په مجلو او ځینې په چاپي بڼه چاپ شوي دي. نوموړې په هند کې د پښنتو په اړه هم ځانګړې څېړنه کړې ده چې د هغې ځینې برخې له بي بي سي راډیو څخه خپرېدې او اوسمهال دغه څېړنې په کتابي بڼه هم چاپ شوې دي او د ډېرو لیکوالو دغه آثار خوښ کړي هم دی. صفیه حلیم د پنځونکو او څېړنېزو آثارو په خوا کې په ژباړه کې هم تکړه ده، چې د نړیوالو ادبیاتو کلاسیک ناولونه یې ژباړلي دي او ځینې نړیوالو ولسي کیسو آثار یې هم چاپ شوی دی.

د صفیه حلیم د چاپ شویو آثارو لیکلړ:

۱ – د سند باد اووه سفرونه( د ماشومانو ادبیات)

۲ – نیمګړی انځور(لنډې کیسې)

۳ ـ ښکلی کتاب( نثر)

۴ ـ زبېښاک(ناول)

۵ ـ د ډېوې په غېږ کې(لنډې کیسې)

۶ – د نړۍ ولسې کیسې(نړیوال ادبیات) دوه بېلابېل اثرونه

۷ ـ دنیا(ناول)

۸ – ښایست(لنډې کیسې)

۹ ـ د هندوستان پښتانه

۱۰ـ سواستو(ناول)

ناچاپ آثار

۱ – دوه کتابونه ( لنډې کيسې)

۲ – ټېپو سلطان او شاه زمان (تاريخ)

۳ – عجب خان اپريدی (تاريخ)

۴ – دويم زبېښاک ( ناول)

۵ – د افغانستان لرغونی تاريخ (څېړنه)(۵: ۴۲۷).

او په یو شمېر نور هنري او څېړنیزو آثارو په لیکلو او ژباړلو یې هڅې روانې دي.

بل خوا صفیه حلیم د خپلو ادبي او ژورنالیستکي کارونو تر څنګ اوسمهال په پښتو ژبه کې د یوې نومیالۍ لیکوالې په توګه پېژندل کېږي چې په همدې اساس اوسمهال ډېری نوې ځوانانو ته د لیکوال کېدو او د ژورنالست کېدو په اړه لارښوونې او زده کړې ورکوي.

د نثر بېلګه :

د اباسين په تل کې

د پنجاب او د پښتونخوا تر منځ اباسين يو طبعي سرحد او د لرغونو وختونو راهيسې خلک د هند نه پورې راپورې غاړو ته ورتلل.

د پېښور نه ۸۰ کلوميټر جنوب لوېديځ کې د سيند لمنه راټوله شي او په ژمي کې پکې اوبه کمې وي. مغل باچا اکبر د پښتنو د څار لپاره د هنډ نه شپږ کلوميټر ښکته د سيند پر ګس لاس د يو کلا جوړولو امر وکړو چې اوس ورته د اټک کلا وايي.

په دوديزه توګه د لښکر د وړلو لپاره به په اباسين د کشتيو پل جوړ شو چې د اسکندر مقدوني پوځ هم په دې توګه د سيند نه پورې وتلې و. په ۱۸۴۲ م کې د لومړي افغان جنګ نه وروستو د هند انګرېز حکومت د پښتونخوا د کنټرول لپاره هلته د پوځ د ساتلو فېصله وکړه. په ډېلي کې د مغلو حکومت د ړنګيدو نه وروستو د زمکو د کچ او د سيندونو د سروې کارونه هم ګړندي شول.

د پنجاب په دې وروستي بريد د سيند پر غاړه يوه چاوڼۍ چې يو وړوکي ښاريه شوه، د هغه وخت د انګرېز پوځ مشري د کولن کيمبل په نوم “کيمبلپور “نوميده. تر هغې به دې پوځ هم په ژمي کې د کشتيو پل او په اوړي کې چې اوبه به زياتې وې، د جالې (فېري) نه کار اخيستو.

په ۱۸۵۳ م کې کرنل کروميلين د ځنګيدونکي ( سسپېنشن) پله لپاره دوه ډوله ډيزاين وړاندې کړل. خو دواړه رد شول ځکه تر هغې د اورګاډي ټيکنالوجي هند ته راوړل شوې وه.

د حکومت په وړاندې درې لارې وې، يوه د کشتيو پل، بله د سيند د پاسه د اوسپنې پل او درېمه د اوبو لاندې يو ټونل (سرنګ) کيندل وو. د پلونو جوړولو په ځاې د سيند د لاندې د يو ټونل لپاره لس زره روپۍ وومنل شوې او په ۱۸۶۰ م د مارچ په ۱۲ نېټه ورباندې کار پېل شو. کوم ځاې چې د سيند پلن والې ۴۵ ميټر و، هغه د اته ميټر پلن او۷ ميټر لوړ ټونل کيندلو لپاره غوره کړې شو. د دې د خښتو چت او دېوال دوو ميټرو نه غټ و. د سيند په ژورو اوبو کې ۸۲ فټ ښکته زمکه د سړک لپاره وکيندل شوه. په دې توګه بره سړک نه ښکته دې ټونل ته ۶۰ ميټر ښکته کوزيدل د ريل ګاډي لپاره ژور و خو د عادي ټرېفک لپاره ستونزه نه وه.

د جون په مياشت کې کيندل شوې ټونل کې اوبه راوڅيڅېدې او د څو مياشتو لپاره کار بند شو. حکومت نورې روپۍ ورکړې خو هغه درنه مشينري چې دوی غوښتې وه په وخت ورته و نه رسيده . د بل کال په اوړي کې د يو مشين د ماتيدو له کبله د ۱۸۶۱ م مې نه تر نوومبر پورې کار بيا وځنډيدو. تر هغې په دې ټونل شا و خوا ۶۰ زره روپۍ لګول شوې وې.

حکومتي انجينيرانو د ټونل معاينه وکړه چې د يوې او بلې غاړې نه کيندل شوې و او د سيند به منځ کې ورته ۹۰ ميټر فاصله پاتې وه. د بريطانيې د ۱۸۸۳ م ليکنې ښايي چې دا ټونل په ۱۸۶۲ م کې د انجينيرانو د ۳۲ ډلې له خوا تکميل شو. خو په ټونل کې دومره ډېرې اوبه څڅيدې چې د هغې پاکول ګران و نو ځکه د دې د بندولو فېصله وشوه.

په راتلونکو ۲۰ کالو کې بريطانويان هم هغسې کله د کشتيو په پله او کله په جاله کې خپل اکمالات او پوځ بلې خوا ته وړل. د دوېم افغان جنګ پر وخت دوي د سيند د پاسه د پل د جوړولو پلان وومنلو او د ټونل خبره د تل لپاره له خلکو هېره شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *