ادبي راپور تاژ

جنازه/ بهادر شاه ظفر کاکاخېل

د شپږویشتم جون ۲۰۰۲ زېږدیز کال تور سحر، ګورو وریځو نیولی و، موږ هم د کور په منځ غولي کې ملاست وو، له بانګ نه څه ګېنټه مخکې پرخه ـ پرخه باران شروع شو.یو چانګ چونګ جوړ شو، لوی واړه ټول راویښ شول، چا ځان سره ترخونو کې پوزې، بالښتونه او چا په کې کټونه د کوټو او برنډې په طرف ځغلول. زه چې یو ځل پاڅم،بیا را له په آسانه باندې خوب نه راځي. بهر را ووتم، اودس چارندام مې وکړ او د جماعت په لور روان شوم. دا سحر ډېر بوږنوونکی، وېروونکی او بې خوبه و. زما غوندې ډېر خلک د ګړګوړ او باران له برکته بې وخته جماعت ته راغلي، اذان او جمعه وشوه او هر کله چې زه د جومات له پوړو نه راکوزېدم. نو په لار کې را له اخبار فروش اخبارونه راکړل( زموږ ځای ته تازه اخبار دومره وختي راخي، چې اخبار والا اکثر موږ سره جمع کې شامل وي). ما د جومات د لاندې د بلب په تته – تته رڼا، څاڅکي ـ څاڅکي بارن کې د پښتو د (وحدت) او (سهار) پاڼې واړولې، راواړولې، هیڅ مې په کې ونه لیدل، بیا مې د اردو اخبار را واخیست، د اردو اخبار کې زه له ټولونه مخکې د (انتقال پر ملال) ځای ګورم او د همدغې کرښې(کالم) په ګوټ کې مې په دې ویرجن خبر سترګې ولګېدې:( ممتاز محقق بهادر شاه ظفر۹۵ برس کې عمر می انتقال کرګی) سترګې مې تورې شوې، قدمونه مې درانه شو، لکه چې چا مې د هاغه خواهش په نازکه، ناتوانه مرۍ زور کړی وي، کوم چې زه له تېرو دوو میاشتو نه هر سحر د زړه په فن کډه کې د خیال په رباب زمزمه کوم، نن ځم، سباځم، دا ځل ځان سره د ویډیو کمره واله هم بوځم او ظفر بابا سره به یوه اوږده مرکه کوم، بیا د دغې مرکې یوه کاپي پښتو اکیډمۍ، یوه پښتو ادبي بورډ او یوه (ارکائیوز لایبرري) ته ورکوم او ورته به وایم، چې هن دا واخلې، دا د هاغه وختونو له پاره ځان سره سمبال کېږدئ، د کومو وختونو نسلونه به چې د ظفر بابا خاپونو پسې شګې چاڼوي، هن دا واخلئ، دا ستاسو کاروو، خو ما در له وکړ، ما د دې مرکې له پاره با قاعده سوالونه هم تیار کړي و، خو د خدای(ج) او د بنده ارادې یو نه وي.

زما د دغه ارمان ګل د شپږ ویشتم جون د دې ګورو ـ ګورو ورېځو، د سحر پرخه ـ پرخه شېبه کې پاڼه ـ پاڼه شو. زه دا نه وایم چې ظفر کاکاخیل بې وخته مړ شو یا(ډېر بد وشو)، هغه پوره ژوند او پوره کار وکړ او خپلې دومره نښې او کرښې یې د پښتنو راتلونکو محقیقینو ته پرېښودې، چې هغوی پرې خپلې لارې او راونه رڼولی شي. په دغې ورځ موږ مشرې خور کره له شپې نه د تلو پروګرام جوړ کړی وو، خو دا جنازه را ته له هر څه نه زیاته ضروري ښکارېده. بل په وخت هم خبر شوم او د خبریدو با وجود د دومره لوی پښتون جنازې له نه تلل، را ته د هغه په خدماتو د پښتو اېښودلو او سترګو پټولو برابر ښکارېدل. زه زر – زر کور ته ر اغلم، جامې مې واچولې، په منډه ـ منډه مې یوه پیاله چای وڅښه، پلار له لاړم، اجازت مې ترېنه وغوښت او نېغه مې د کاکا صیب لاره ونېوه. لا لمر څړېکه نه وه وهلې، چې زه له نوي آډې نه د نوښار په فلاینک کوچ کې کېناستم…))

د پورته راپور تاژ وروستۍ برخه:

ما وې چې زه اوس لاړ شم، نو هلته به ګڼه ـ ګوڼه وي، د پښتو اکیډمۍ، پښټو څانګې، پښتو ادبي بورډ مشران او د ټي وي رېډیو ملګري( خصوصاً روغ لېونی، لیاقت سیماب، شفیع وطن یار چې د هغه د کور مالت خلق دي)، د ظفر کاکا خېل سکه د ترور زوی محترم اجمل خټک، سر کاري ادبي او سیاسي شخصیات او خصوصاً د نو ښار او مردان لویې هستۍ موجودې وي، ځکه چې ظفر کاکا خېل ټول عمر د دوی د ژبې او فرهنګ څڼه ـ څوڼګۍ کړې ده، خو افسوس، افسوس، افسوس،چې لکه د هر ځل په رنګ دا هم زما غلط فهمي وه. زما د دې جنازې خوب هم بې تعبیره وختو، لوستونکي دې یقین وکړي چې د دومره لوی استاد، شخصیت په جنازه کې سېوا زموږ د د درېیو زلمیو شاعرانو اظهار الله اظهار، پروفېسور فهیم شاه ظفر کاکاخېل او اکبر حیات کاکاخېل نه علاوه هېڅوک هم دې جنازې ته رانغله زه څه پاو کم نهه بجې ورسېدم، جنازې ته لا ډېر وخت و، دعا ته په یو ډېر لوړ کور کې لس اته کسان ناست وو، یو وړوکی تمبو لګېدلی و، شل پنځه ویشت کرسۍ( څوکۍ) پرتې وې، ما وې لا وخت شته، دعا مې وکړه او د قبر په لور روان شوم. د کاکا صاحب د زوی حلیم ګل بابا په هدېره کې یې څو زلمیو قبر کنستو، هغوی سره یوه شېبه واوړېدم او را واوړېدم. ما ور سره قبر کې د کار کولو له پاره مټې ونغښتې، کپړۍ مې ووېستې، خو هغوی پرې نه ښودم. وې ته مېلمه یې. ما وې زه راغلې هم د دومره لرې ځای نه د دې( سړي) خدمت له پاره یم، خیر ډېره لږه سهي خو ما په کې خپله برخه واچوله، چې واپس راغلم، هم همغسې شل پنځه ویشت کسان ناست وو. زه هغه سره کېناستم، ما وې اشنا لږ د تقویم الحق صاحب قبر له ځم. هغه وې: (( ولې نه، راځه لا وخت هسې هم شته)). موږ چې راوتو، په دې لاره کې را سره اظهار الله اظهار هم ملا و او مل شو. موږ په ډېرو کږو وږو ، وړو – وړو خو ډېر ښایسته او پخوانیو لارو د کاکا صاحب در بار ته راغلو. د تقویم صاحب(( ۵ اګست، ۱۹۲۷- ۵ می۱۹۹۹ زېږدیز) قبر مې ولید. هغه د کاکا صیب په ځنګ کې خښ کړی شوی دی. یو وړوکی شان پوخ قبر یې دې جوخت ور سره د ښځې قبر هم دی. زما یقین نه راتلو چې د ده تورو کاڼو د لاندې هغه سپین زړی، سپین خویه او سپین ویانده شخصیت مړ پروت دی، څوک چې ټول ژوند ـ ژوند د چا د خوند، علمي، ادبي محفلونو کې چې زه پنځلس کاله پاتې شوی یم.

موږ چې د تقویم الحق صاحب د مزار له زیارت نه واپس راغلو، نو لا په حجره کې نه وو ور دننه شوي، چې له جومات نه اعلان وشو: تاسو دې خدای(ج) وبښي، د چیرمین میا صاحب جنازه تیاره ده، تاسو ته خواست دی چې جنازه ګاه ته ځانونه ورسوئ. دې کې په یو وړوکي، د وړو – وړو پښو کټ کې د پښتنو د شملې صدۍ( پېړۍ) د دغه لوی مېړه جنازه د هغه له کور نه را ووته، ما ور منډه کړه، د جنازې بازو مې ونېوه او بې اختیاره مې دا ټپه په زړه شوه:

د جنازې بازو مې نیسه

چرې به ما په راستۍ خو له درکړې وینه

او رښتیا چې هغه زما پښتو سره ډېر په راستۍ وچلېده، له کور نه د ښځو او نرو د ژړاګانو اوازونه هم راتلل، لکه چط دوی په خپلو ساندو کې دا ویل: ای د پښتو تاریخ دانه! ای د څېړنو، پلټنو پالوانه! ای په صورت زوړ په فکر ځوانه! ای د کتاب او قلم د میدان لویه شهسواره! قهرمانه! ته نننیو پښتنو ونه پېژندې، ستا په جنازه کې که صرف ها غه شاګردانو شرکت کړی وی، چا چې ستا د تاریخ او تحقیق په سر لویې – لویې ډګرۍ اخیستي دی، نو نن به د کاکا صیب دا غرونه ټول سرونه سرونه وو، اوس به پس له دې نه دا پښتنانه سیاست مداران، دا وزیران ، مشران، ناظمان او ستا د قلم قبېلې ملګرې د ځان ښودنې له پاره په اخبارونو کې د غمرازۍ بیانونه ورکوي او ستا مرګ به د پښتو ضایعه ګڼي.

موږ د کاکا صاحب یخې او باغ با غ جنازه ګا ته جنازه راوړه، د شمېر دوه سوه کسانو نیتونه وتړل، مولانا صاحب الشرف کاکا خېل مخکې شو، دلته ما ته د پښتو دا متل را یاد شو: چې پردي راځي، خپلو به در باندې خاورې هم اړولې وي. ها غه چې قدرمن بهادر شاه ظفر کاکاخېل د کومې ژبې، کوم قوم غمونه شپه او ورځ خوړل، هاغه چې څوک به یې ډېر ډېر یادول او دا ډول هغه یو هم نه وو. ما د هغه زوی( افضال انور) ته دعا وکړه او واپس پېښور ته له خپل ملګري اظهار الله اظهار سره راروان شوم (۱ : ۱۷۵- ۱۸۰).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *