تاند- په بریتانیا کې یو افغان، چې لا د مهاجر په توګه رسماً منل شوی نه دی، له یوې نجلۍ سره د جنسي اړیکو د لرلو په خاطر محکوم شو.
د محاکمې په بهیر کې، چې ۸۷ دقیقې یې دوام وکړ، اته ویشت کلن پناه غوښتونکي افغان اعتراف وکړ چې له نجلۍ سره یې تار ځغلولی و خو ده فکر کاوه چې د هغې عمر زیات دی.
ده وویل :«ما فکر کاوه چې د هغې عمر د ۱۶ کلونو په وروستیو کې دی او ۱۷ کلنه کېدونکې ده.»
د ضیا په نوم دغه افغان همداراز ویلي چې ده غوښتل چې له نجلۍ سره واده وکړي.
په لوېدیځو هیوادونو کې د واده او جنسي اړیکو لپاره قانوني عمر ۱۸ کاله دی.
دغه افغان ته محکمې سزا اعلان نه کړه خو ټاکل شوې ده چې د دسمیر په درېمه نېټه یې سزا اعلان شي.