تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په نوي دیلي کې د هند له صدراعظم نندرا مودي سره ولیدل.
د هند د اې این آی خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلیو کرزي او مودي د افغانستان او هند پر ګډو ګټو او تاریخي اړیکو خبرې وکړې.
د اې این آی خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د هند صدراعظم نندرا مودي په خپله ټویټرپاڼه کې خپره کړې ده.
مودي له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره خپل عکس هم خپور کړی (پاسنی) او همداراز یې لیکلي:«ما له پخواني افغان ولسمشر سره ولیدل.»
کرزي پرون /چهارشنبه/ په هند کې یوه کنفرانس ته وویل چې د افغانستان په نوې بهرنۍ پالیسي کې، چې دیارلس کاله پخوا تدوین شوې ده، هند خورا مهم او مخکښ ځای لري.
کرزي پرون د پاکستان د پخواني دیکتاتور مشر پروېز مشرف څرګندونې د افغانانو په تېره بیا د پښتنو لپاره له سپکاوي ډکې وبللې. (تفصیل)
کرزي د خپل واک په دوره کې له پاکستان سره ترینګلې اړیکې لرلې. که څه هم کرزي له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره دغه هیواد ته شل سفرونه وکړل خو تر پایه یې ونه کړای شول چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس اخیستلو ته وهڅوي.
دافغانستان بر طرفه جمهور رئس صاحب!
دافغانستان ديو متقاعد جنرال جه تا تقاعد ته سوق كري يم يو خو خبري وأروه.
فعلا ته هم يو عادي فرداو طبعه دافغانستان ي او زه هم مكر سنن زه ستا خخه مشر يم زما تحصيلات هم ستا خخه كم نه دي دحربي بو هنتون نه وروسته لور تحصيلات مي به خارج كي كري.ددوهم بريدمني نه تر جنرالي ورسيدم تراوسه سر بناه به كابل أويا بل شهر كي نه دخان نه دشخي او نه داولادو به نامه نه لرم . داخكه جه سو استفاده مي نه ده كري.
دولت يوه سر بناه راكره هغه هم تا راخخه واخيسته تنظيمي ته دي توضيح كره .
دافغانستان دهر فرد دحقوقو محاكمي ته حاضر يم.يوه غير إنساني او غيري قانوني محاكمه ستا به مصلحت را بأندي تيره شوه خما به لاس اوستا به كريوان وي سره دهغه كوم خارجي دولت جه به ما ءي تيره كره.
ستا دزوند شرح حال تشريح ته ضرورت نه شته خكه تول ملت تا شه بيزني. جه خه وه جه تا ونه كره..
كوم خه جه فرويز مشرف دبنجا بيانو به نمايندكي دافغانستان او هند به باره كي ليكي داته وي جه بنجا بيأنو ته دي موقع وركره دافغانانو نه بلكه تا شخصا هغو ته تيت ستركي لرلي او دهجرت شبي دي د اي ،آس،اي به جيريه خوري او أكنتوري كلدارو تيري كري او دا موقع دي مساعده كره جه نن هغوي به بأطوروافغانانو أودّ هغو به نيك كا.و ندي دهند به مملكت تمسخر او طفلانه لوبي او تهمت ولكوي.دا ده ستا دسر مشريزه نتيجه او اوس دخوبه بيدار شوي او نيوكي كوي كه دا كار دي بخوا كري وي اوس به دا سردردي أشر ف غني ته نه بيدا كيده.
د کابل بانک د ټولو غلو سرغنه هند ته په يو رسمي سفر ورسېد ٠ محترم قاضيان او څارنوالان دي خبر وي ٠